دیني، سیرت او تاریخ

شپږ قرآني لارښوونې‎‎

احمد الله عاطفي
قال الله تبارک وتعالی: إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَىٰ وَيَنْهَىٰ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْي يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ. (النحل:۹۰)
ژباړه:یقیناً چې الله د عدل، احسان او خپلوانو ته د ورکړې آمر کوي او له فحشاوو، منکراتو او بغاوت ممانعت کوي، تاسو ته د دې لپاره وعظ کوي چې ښايي پند واخلئ.

الله سبحانه وتعالی په خپل عظیم کلام کې د انسان ټول ژوند تنظیم( بریالیتوب او ناکامي، خوشحالي او خفګان) ته په لنډو ټکو لار ښوونه کړې ده، چې په مجموع کې د انسان ټول ژوند احاطه کوي.

په مشروع(رواوو) يې د سپارښتنې عمل او له غیر مشروع (نارواوو) يې د منعې او ځان ساتلو ممانعت کړی.

په دي مبارک آیت کې الله سبحانه وتعالی په درې روا اعمالو آمر کړی، دا اعمال داسې دي چې د بنده ټول ژوند په فکري، اعتقادي او اخلاقي توګه احاطه کوي، د فلاح او بریالیتوب منزل ته يې رسوي.

درې ناروا اعمالو نه يې منع کړي دي، چې ضرر او تاوان يې ځان او ټولنې ته رسیږي لکه فحشا، منکرات او بغاوت چې د حقوقو غضب او د الله (عز وجل) په وضعه کړیو حدودو تیری دی.

الله سبحانه وتعالی د بنده بریالیتوب لپاره په عدل، احسان او صله رحمۍ خپلولو آمر کوي.

يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ: عدل په بیلا بیلو معانیو تفسیر شوی لکه د فرایضو په اداء کولو آمر دی، د توحید کلمې اقرار( چې الله عز و جل، چې په الو هیت، ربوبیت ، اسماء او صفاتو کې یواځينی ذات دی) ،د عدل یو معنی ظاهر او باطن پاک ساتل دي.

وَالْإِحْسَانِ: د فرایضو مکملاتو او هم د ثوابونو لپاره نوافل، صدقات تر سره کول، له ظاهره باطن زیات پاک ساتل احسان دی.

وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَىٰ: په څرګند حکم د صله رحم وصلولو امر شوی، چې خپلوان، مسافر، بې وزلي او ضرورت مندو سره مرسته وکړئ.

وَيَنْهَىٰ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ: له حرام ، پریوتو اعمالو او بې حیايي نه منع کوي، له داسې کړنو منع دی چې په ظاهر نیکې وي په باطن کې کوږ والی، لنډه دا چې له محرماتو د نهې امر دی او له منکراتو د ایساریدو حکم.

وَالْبَغْي: هغه چې د الله عز وجل له ټاکلو حدودو او مقرراتو تیری وي، ظلم، بغاوت او له حقوقو سرغړونه د بغي په معنی دی.

په یو مبارک حدیث کې ارشاد دی چې هیڅ یوه ګناه د ظلم، تیري او قطعه د صله رحمۍ نه ستره نه ده چې په دنیا کې به يې پایله وویني او په اخرت کې خو خلاصون نه لري.(ابن کثیر)

د تیرې په ضمره کې هر ډول سر غړونه شامله ده، که هغه په شخصي ملکیت وي، ناموس وي، حریت او خپلواکۍ وي، وقار او عزت وي شخصیت او حیثیت وي لنډه دا چې هر شی خپل مقام کې نه کیښودلو ته ظلم او له حدودو نه مراعات تیری دی.

د ابن کثیر په روایت: عبدالله ابن مسعود(رضی الله عنه) فرمايي: په قرآنکریم کې جامع آیت( د بریالیتوب) په نحل سورت کې همدا دی.

حضرت قتاده (رحمه الله) فرمايي: کوم خویونه چې غوره او لوړ دي د هغه حکم الله(عز و جل) ورکړی، کوم خصلتونه چې ناوړه دي ، الله عزوجل ترې منع کړې ده.

اکثم بن صیفی دبني تمیم د عیسوي قبیلې مشر او زعیم و، په عربي نړۍ کې ستر حکیم، خطیب او پوه په نوم يې شهرت درلود، د ده ویناوې به بیلګې وي.

کله چې ده ته د رسول الله(صلی الله علیه وسلم) د دعوت خبر ورسید، هوډ يې وکړ چې مدينې منوري ته تشریف یوسي، قوم يې مخالفت وکړ، په دې نیت چې په تکلیف نه شي.

ده وویل: که ما نه پریږدئ، زما یو وفد به مدينې ته ولاړ شي، قوم ومنله، د هیئت په ترکیب کې د ده خپل زوی (حُبَیش) او د قوم مخور کسان، مدېنې ته ورغلل، د رسول الله(صلی الله علیه وسلم) خدمت ته حاضر شول ويې ویل: موږ د اکثم بن صیفی استازي یو، پیغمبر(صلی الله علیه وسلم) ښه راغلاست وویل.

وفد پوښتنه وکړه: تاسو څوک یاست او څه دي؟
حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: ستاسو د لومړۍ پوښتنې په ځواب کې وایم:
زه محمد بن عبدالله یم(صلی الله علیه وسلم)،
دویم زه د الله(عزوجل) بنده او د هغه استازی یم، بیا يې همدا مبارک آیت
(: إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَىٰ وَيَنْهَىٰ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْي يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ .) تلاوت کړ.
هیئت د بیا تکرار غوښتنه وکړه تر هغه چې په یادو يې زده کړ، د همدې لار ښوونې سره بیرته وګرځیدل.

هیئت بیرته خپل کور ته ستانه شول، اکثم بن صیفي ته يې ګذارش ورکړ، هغه وویل: دا د الله ریښتینی استازی دی، نسب يې تر ټولو غوره او لوړ دی خو ده پرې فخر نه دی کړی یواځې خپل نوم او د پلار نوم يې یاد کړی او ټولې خبرې د خیر دي، تاسو پرې ایمان راوړی، سرداران به شئ، ټولو ومنله، خپله اکثم بن صیفي د خپلو خلکو په ملګرتیا د مدينې په لور روان شو، په لاره کې حضرت اکثم بن صیفی(رضی الله عنه) په داسې حال کې خپل روح الله (عز وجل) ته وسپاره چې مسلمان شوی و، ده په اخر وخت کې وويل: زما قومه تاسو ګواه اوسئ چې ما د پیغمبر(صلی الله علیه وسلم) اتباع وکړه او د اسلام دین مې منلی.

قال الله تبارک وتعالی: وَمَن يُهَاجِرْ فِي سَبِيلِ اللّهِ يَجِدْ فِي الأَرْضِ مُرَاغَمًا كَثِيرًا وَسَعَةً وَمَن يَخْرُجْ مِن بَيْتِهِ مُهَاجِرًا إِلَى اللّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلى اللّهِ وَكَانَ اللّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا.(النسآ: ۱۰۰)
ژباړه:او څوک چي د الله په لار کې هجرت وکړي، په زمکې کې په ډیر څر ځایونه او پراخي ومومي او څوک چې له خپل کور څخه د الله او د ده د رسول لوري ته مهاجر په څیر ووځي او مرګ يې بیا مومي نو په یقین سره يې اجر د الله په ذمه شو او الله خو مهربان بخښونکی دی.

د دې مبارک آیت په شان نزول کې مفسرین کرام زیات روایتونه لري چې د هجرت په لاره کې وفات شوي، په هر صورت د آیت حکم عام دی.

حضرت خالد بن خرام (رضی الله عنه) د هجرت په لار کې مار و چیچه په شهادت ورسید.

حضرت ضمره بن جندب (رضی الله عنه)د مکې نه مدېنې ته د هجرت په لاره کې وفات شو.

حضرت سعد بن بي ضمره چې په دغه وخت کې د عمر زیاتولي له امله يې د سترګو لید ختم شوی و، د (الاالمستضعفین…) آیت په نزول سره خپلو اولادونو ته وویل چې ماسره د سفر ټول امکانات شته زه باید هجرت وکړم، د هجرت په لاره تنعم ته چې ورسید هلته يې خپل روح الله(عزوجل) ته وسپاره.

په دي ټولو روایتونو د شان نزول ذکر شوی.(والله اعلم)

طبراني قدسي حدیث روایت کوي: حضرت رسول الله(صلی الله علیه وسلم) فرمايي: الله سبحانه وتعالی فرمايي: کوم بنده چې زما په لار کې د غزا لپاره ووځي، یواځې زما وعدې رښتینې وګڼي او زما په استازي ایمان ولري هغه د الله(عزوجل)په ضمانت کې دی، یا به هغه د لښکر سره وفات کیږي جنت ته به درومي یا به د الله (عزوجل) په ضمانت کې د غنایمو او اجرونو سره د خپل رب په فضل بیرته ستنیږي، که هغه په طبيعي مرګ وفات شي، ووژل شي، له سورلۍ وغورځيد مړ شو او یا کوم زهر لرونکي ځناور و چيچه او یاهم په خپل بستر کې(په طبعي ډول) وفات شو درجه د شهید لري، د ابو داود په روایت هغه جنتي دی.

ابو یعلي په روایت: کوم بنده چې د حج په سفر روان و په لار کې وفات شو ده ته تر قیامته د حج ثواب لیکل کیږي، کوم بنده د عمرې لپاره سفر وکړ او په لارې وفات شو ده ته تر قیامته د عمرې ثواب لیکل کیږي او همدا راز کوم بنده چې جهاد په سفر له کوره ووځي ده ته مرګ راشي تر قیامته ورته د جهاد ثواب لیکل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد سالم

د الله ج قدرتونه!
الله ج فرمایی ؛ای انسانه !

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x