افغانستان

اوکراین: کابل ته لېږلې الوتکه مو تښتول شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۰ل):‌ د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت وایي، د اوکرایني نظامیانو د انتقالولو لپاره کابل ته لېږل شوې الوتکه د ناڅرګندو کسانو له لوري تښتول شوې.

ټاس خبري اژانس د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال «یویګني» له قوله ویلي، چې په کابل کې د شته اوکرایني نظامیانو د لېږدولو لپاره کابل ته لېږل شوې الوتکه د تېرې یکشنې په ورځ د ناڅرګندو کسانو له لوري ایران ته تښتول شوې.

ده ویلي «زموږ الوتکه د یکشنې په ورځ د یوې ډلې ناڅرګندو کسانو له لوري ایران ته تښتول شوې. د اوکرایني نظامیانو د را انتقالولو لپاره زموږ درې نورې الوتنې هم بریالۍ نه وې، ځکه زموږ خلک نه دي توانېدلي کابل هوایي ډګر ته ځان ورسوي.»

د یویګني په خبره، تښتوونکي په وسلو هم سمبال وو.

ورته مهال د ایران د هوا نوردۍ اداره بیا د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت تورونه ردوي او زیاتوي، چې اوکرایني الوتکې په مشهد کې ناسته کړې، تیل یې اچولي او تر هغه وروسته د اوکراین د پلازمېنې په لور الوتلې.

یاده دې وي، چې له تېرې لسو ورځو راپدېخوا د کابل هوايي دګر د یاد ښار په تر ټولو ګڼه ګوڼې ځای بدل شوی او هره ورځ د بهرنیانو اتباعو د لېږدولو لپاره لسګونه الوتنې ترې ترسره کېږي.

اوکراین تر دې وړاندې ویلي و، چې سل تنه اوکراینیان لا هم په افغانستان کې بند پاتې دي او د تګ انتظار باسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

اوکراین د روس او امریکا دوه دجالانو ترمنځ قرار لری ، پرون دجال یی وارسا د روس په مشری او نننی دجال یی ناتو د امریکا په مشری دی . د شوروی اتحاد له شړیدلو وروسته او کراین د دوه دجالانو د دورځ او جنت تر منځ پاتی شو چه کله دجالی نعمتونه او هم یی دوزخونه ګوری هم ویره او هم کله هیلی لری یعنی د بدمرغیو او نیک مرغیو تر منځ قرار لری . د همدی امله د ناتو د جال خوشالولو د پاره چه د روسانو د بریدونو مقابل کی یی ملاتړ ورسره کړی وی ، دغلام… نور لوستل »

طوطی یمه

سلامونه بیانزی صیب: مبارکی خو لا مخکی درته ویلی ده. ما فکر وکړ چی ته به لا د وخته کابل ته رسیدلی یی. ویل کیږی چی طالبانو چی تر اوسه یی حکومت معلوم ندی یو صراف د مرکزی بانک ریس ټاکلی ده. بله خبره چی د مبایلونو کریدت کارتونه وایی چی خلاص شوی دی مبایلونه مخ پر فلجیدو دی. یو بله خبره چی حکومت لا جوړ ندی خو قریشی وزیر خارجه د پنجاب غواړی چی کابل ته ولاړ شی. ستاسو نظر او سپیناوی به څه وی؟ همداسی یوه امریکایی رذیل ویلی دی چی: پاکستان پخوا تروریستان په داخل د پاکستان… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

مننه طوطی جانه ! د (( بیانزیه )) لیکلو له توهینو راشکته شوی د لویدیز له وحشی تمدن د اسلامی سولیز او اخلاقی فرهنګ ته را نزدی شوی یاست مبارکی درته وایم مګر نه پوهیږم چه دا زما د لیکنی د اخلاقو له مخی او که طالبانو قدرت تر لاسه کړی دشمنان یی هم ځانونه دوستان ورپیژنی والله اعلم که اړه وه ولی نه ، افغانستان زموږ لوی ټاټوبی او یا زموږ مورنی او پلارنی هیواد دی خامخا به ورځو مګر اسلامی نظام کی نه د دموکراسی سکولر نظام کی.نه تاسی هم هیله ده چه هالیند پریږدی د سټو کنډو… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx