افغانستان

طالبان: د اګست میاشتې تر پای ته رسېدو وروسته بهرنیانو ته د حضور د دوام اجازه نه ورکوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۰ل):‌ داسې مهال چې امریکایي چارواکي وایي، د روانې میلادي‌ میاشتې تر پایه له افغانستانه د اخراج پروسه نشي بشپړېدای؛ طالبانو یې په غبرګون کې ویلي، چې دوی نور بهرنیانو ته اجازه نه ورکوي‌ چې د اګست میاشتې تر پای ته رسېدو وروسته هم د اخراج پروسه روانه وساتي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» نن په کابل کې یوې خبري‌ ناستې ته وویل، چې د اګست میاشتې تر پایه د بهرنیو پوځیانو د نظامي حضور دوام هم د دوحې د توافقنامې خلاف و او د امریکا یوه اړخیزه پریکړه وه؛ خو د یادې نېټې تر پای ته رسېدو وروسته په هیڅ ډول اجازه نه ورکوو چې بهرنیان د اخراج پروسه روانه وساتي.

مجاهد وړاندې زیاته کړې، چې بهرني پوځیان امکانات لري، الوتکې لري‌، هوایي ډګر یې په لاس کې دی او کولای شي‌ چې د اګست تر پایه خپل اتباع له افغانستانه وساتي.

نوموړي د ترکي پوځیانو له لوري د کابل هوايي ډګر د ساتنې مسئولیت په اړه وویل، چې اسلامي امارت له ترکیې سره ښې او دوستانه اړیکې غواړي، خو هغوی ته دا اجازه نشي ورکولای چې د کابل هوايي ډګر د ساتنې په نامه پاتې شي.

مجاهد په هوایي ډګر کې شته ګڼه ګوڼه «زړه بوږنوونکې» بللې او په خبره یې، ټوله هڅه یې داده چې نظم سم کړي.

طالبان داسې مهال پر ټاکلې نېټه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګارلری، چې امریکایي چارواکي وایي، د اګست میاشتې تر پایه د ټولو امریکايی اتباعو، د هغوی د افغان همکارانو او د کډوالۍ د ځانګړو ویزو درلودونکو ایستل ستونزمن دي.

د امریکا ولسمشر «جوبایډن» ښايي په راتلونکو څلورویشتو ساعتونو کې په افغانستان کې د بهرنیانو د وتلو د نېټې په اړه خپله پریکړه اعلان کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan
BERADARAN i KASHMIR! AZ AFGHANHA BIAMOZID.
Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx