نظــر

مغز شوئي

حفيظ الدين پيرزاده

له کله نه چې طالبانو کابل نیولی، غربي رسنیو؛ بي بي سي، آشنا راډیو، د ازادۍ راډیو، د امریکا غږ‎ او نورو عجیبه خبرونو ته مخه کړ‎ې چې که سړ‎ی لږ‎ فکر په کې وکړ‎ي ھماغه زړ‎ہ خبرہ په نوې بڼه وړ‎اندې کوي خو دا ځل ټوله پړ‎ہ پر اما ر ت اچوي، تر څو خلک د طالبانو په مقابل کې را وپاروي، تر څو د خپلې نظامې سر ټیټۍ انتقام له طالب څخه په دا ډول واخلي!

دلته به د موضوع د لا روښانتیا لپارہ ځینې بیلگې وړ‎اندې کړ‎م:
۱- وایي: د امارت له راتگ سرہ بیکاري زیاته شوې، خلک ټول اوزگار او کاروبار په ټپه ولاړ‎ دی!!! بیا یې خبریالان د کابل په کوڅو کې کوم لاروی د خپلې ادعا د ثبوت لپارہ وغږ‎وي!

زہ وایم: د امارت تر راتگ مخکې څو سلنه افغانانو کار کاوہ؟ د افغانستان تر ټولو سترہ ستونزہ بیکاري دہ چې د غني د ادارې پر مھال اوج ته رسیدلې وہ!

امارت نه شي کولای دا ستونزہ په یوہ ھفته کې حل کړ‎ي.
غربي رسنۍ د خپلو او د خپلو گوډاگیانو د بامونو واورې ھم په ډیر مھارت او سپین سترگۍ پر اما ر ت را اچوي!!

۲- غربي رسنۍ د کابل د ھوایي میدان تصویرونه خپروي، غواړ‎ي خلکو ته دا تأثر ورکړ‎ي چې د اما ر ت له ویرې خلک تښتي! څو کسان یې د الوتکو د پرواز پر مھال له وزرونو را ولویدل!

زہ وایم: آیا تر دې مخکې مو ځوانان له ھیوادہ په تیښته نه و؟ آیا د اروپا سمندرونه، د ایران دښتې د شرقي اروپا ځنگلونه مو د ځوانانو په مړ‎و جسدونو ډکې نه دي؟

راشئ! ھمداسې یو اعلان په سعودي کې وکړ‎ئ چې غرب ته مفت پرواز او د ھغو ځایونو وړ‎یا ستیزنشپ ( تابعیت ) تر لاسه کړ‎ئ، بیا به وگورئ چې نیم سعودي ھوایي میدان ته را وځي که نه؟!
ھمداسې اعلان په پاکستان کې وکړ‎ئ، بیا مو که د عارضینو په منځ کې عمران خان، قریشي او نور چارواکي و نه لیدل نو زہ جرمانه!!

۳- غرب او جمھوري جمبوریانو یې د بیرغ مسئله داسې کلکه را نیولې لکه دا چې د افغانستان کومه حیاتي مسئله وي!
دې خلکو د نیوکو لپارہ نور څه پیدا نه کړ‎ہ نو د بیرغ په پلمه یې د اما ر ت سرہ خپله حسودانه رویه وښودله!

زہ وایم: بیرغونه مازې یوہ نښه دہ، ھغه که ملي بیرغ دی او که د امارت سپین بیرغ!
پر دواړ‎و کلیمه لیکل شوې نو احترام یې په کار دی!
له دې ور اخوا، بیرغ زموږ‎ مومِن بهِ نه دی، نه د وطن کومه گټه ور پورې تړ‎ل شوې.
که دواړ‎ہ وي یا یو ھم نه وي، کوم ستر توپیر نه رامنځته کیږ‎ي. دا مسئله په اوسنیو اضطراري شرایطو کې مطرح کول ھم لویه سھوہ دہ!
د ملي بیرغ رنگ، اوږ‎دوالی، پراخوالی او نور په قانون کې تشریح شوي، ھمدا بیرغ ساتل، بدلول او نور باید ارامو وختونو ته پاته شي!
اوس یې غرضي او مرضي کول په ھیڅ حساب سم کار نه دی!

حفیظ الدین پیرزادہ

د اگست ۲۴/ ۲۰۲۱ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی یمه

موافق یم یار. خو د لیکنی له عنوان سره دی هیڅ موافق نه یم. مغز شویی. له دی کلا شویی بهتره وه. هدف می دادی چی عنوان د پښتو ندی خو نور متن په پښتو لیکل شوی. په هر صورت: توحش سیاسی که شامل فرار مغزها، فرار افراد مسلکی، حرفوی او سیاسی میباشد. دا هغه مهمه معضله چی کفری نړی غواړی آینده حکومت ورسره مخامخ کړی. تر څو سبب د رکود د اقتصاد وګرځی، سبب د خلکو د پاڅون شی او بالاخره هرج او مرج. بیا هم وایم که یی څوک منی یا یی نه منی. له افراط او تفریط… نور لوستل »

دکتور مجاهد

مبارک مبارک د څه مبارکی ؟ طوطی جان، د حقایقو په درکولو د طالبانو اسلامی امارت سره بیعت وکړو فرمایی چه: [ دوه هفتی مخکی می د طالبانو ضد تبصری لیکلی خو اوس چی طالبانو په مفته افغانستان تسخیر کړ غواړم چی د پښ تنو اکثریت او د طالب سلط پاتی شی ] څومره ښه، موږ طوطی جان او مجاهد ولس ته د طوطی جان د تسلیمی او بیعت کولو مبارکی وایو، د کابل د نیولو په شان لویه فتح ده. مګر یوه نیمګړتیا به وی چه له تیرو ناولتیاوو ځان پاک او په ګرمو اوبو، صابون او شامپو ځان… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x