افغانستان

امریکا د روانې میاشتې تر پایه خپل ټول اتباع له افغانستانه وباسي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۰ل):‌ د امریکا ولسمشر «جوبایډن» د یاد هیواد د دفاع وزارت «پنټاګان» هغه پلان تائید کړی، چې په اساس به یې ټول امریکایي اتباع د روانې میلادي میاشتې تر پایه له افغانستانه ایستل کېږي.

رویټرز خبري‌ اژانس د یو شمېر امریکایي چارواکو له قوله ویلي، چې بایډن له پنټاګان سره منلې چې د خپلې پخوانۍ پریکړې سره سم به ټول امریکايي اتباع د اګست میاشتې تر پایه له افغانستانه را ایستل کېږي.

پنټاګان په کابل کې امریکایي ځواکونو ته د داعش له لوري د شته احتمالي ګواښونو په اساس وړاندیز کړی و، چې د امریکا ماموریت باید د سپتمبر تر پيلېدو پای ته ورسېږي، کوم چې د بایډن له لوري ورسره منل شوی.

ورته مهال د برتانیا لومړی وزیر «بوریس جانسون» وایي، د «جي۷» ډلې غړو هیوادونو له بايډن سره ناسته درلوده، خو نوموړی یې قانع نکړای شو چې په افغانستان کې د امریکایانو د ماموریت نېټه وغځوي.

تر دې وړاندې امریکايي چارواکو د روانې میاشتې تر پایه د ټولو امریکایانو او د هغوی د افغان همکارانو ایستل ستونزمن بللي وو او داسې راپورونه وو، چې ښایي بایډن به له طالبانو وغواړي د سپتمبر تر پيلېدو وروسته هم امریکایانو ته د خلکو د ایستلو فرصت په لاس ورکړي.

بل لور ته طالبان وايي، د دوحې توافقنامې په اساس ټول بهرني ځواکونه باید د می میاشتې تر پایه له افغانستانه وتلې وای؛ خو یاده نېټه امریکا له کوم تفاهم پرته تر اګست میاشتې وغځوله او اوس چې اګست هم پای ته رسېږي، نو هیڅ اجازه نه ورکوي‌ چې بهرنیان په افغانستان کې پاتې شي.

یاده دې وي، چې له تېرو لسو ورځو راپدېخوا امریکا د کابل هوایي ډګر له لارې له افغانستان څخه د امریکایي اتباعو، د هغوی د افغان همکارانو او د کډوالۍ د ځانګړو ویزو درلودونکو لړۍ پيل کړې او تر دې دمه یې څه باندې پنځوس زره کسانو بېلابېلو هیوادونو ته وړي‌ دي.

اوس مهال هم د کابل په هوايي ډګر کې بې سارې ګڼه ګوڼه شته، چې امریکایي ځواکونه یې په کابو کولو کې پاتې راغلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx