دیني، سیرت او تاریخنظــر

دوهم نهاوند (فتح الفتوح) او د اسلامي نړۍ مسؤولیت

استاد دلاور خان «سيلاب»

د عثماني خلافت تر سقوط وروسته اسلامي امت د یتیم په څیر د نړیوال استکبار په وړاندې دضعف تر وروستۍ کچې راټیټ شو. ځواکمنو اروپايي هیوادونو د عثماني امپراطورۍ له ټوټه کیدو راوتلي اسلامي هیوادونه د تجارتي توکو په څیر بازار ته عرضه کړل. مسلمان امت په لږه موده کې د یو واحد زعیم په نه شتون کې په زیات شمیر ټوټو وویشل شو. هرې ټوټې یې د خپلواکۍ ادعا کوله. د استعمار تر چتر لاندې یې ځانونو ته بیل بیل قوانین او بیرغونه رامینځ ته کړل او هر یو یې په یوه کوچني جغرافیوي محدوده (قلمرو) کې را ایسار شو. د دښمنانو په لمسون به تل له یو بل سره په ټکر کې وو.

د استعمارګرو هیوادونو په لړ کې انګلستان، فرانسې او ایټالیې د مخکښو استعماري هیوادونو رول ولوباوه، انګلستان: هند، مصر، عراق، اردن، سوډان، نایجیریا او داسې نور تر خپل استعمار لاندې راوستل. فرانسې: الجزایر، تونس، مراکش (المغرب)، شام (سوریه)، سنګال او داسې نور د خپل استعماري واک لاندې راوستل. او همدارنګه ایټالیې: صومالیا، ارتریا او لیبیا د خپلو مستعمرو په شکل تر واک لاندې راوستل.

اسلامي نړۍ د یو واحد امت او سترې امپراطورۍ په شتون کې د ژوند په ټولو علمي، پوځي، اقتصادي او نورو اړخونو کې مخکښ رول درلوده. مګر د خلافت نه شتون او د دښمنانو د استعماري توطیو له کبله د بشري قافلې د سپه سالارتوب او زعامت پر ځای د بل په رکاب کې – پرته له کوم رضایت او آزادۍ- تګ ته مجبوره شوه.

هماغه وو چې یو شمیر مسلمانو پوهانو وپتییله تر څو د خلافت د اعادې لپاره په زغرده سره کار وکړي. ددې کار لپاره یې د اسلامي نهضتونو تأسیس غوره وسیله وګڼله. دوه ډوله اصلاحي او انقلابي نهضتونه (حرکتونه) رامنځته شول.

ویل کیږي چې د معاصرو اسلامي حرکتونو اصلي بنسټګر سید جمال الدین افغاني او شاګرد یې محمد عبده یادیږي، ورپسې د شیخ رشید رضا نوم هم یادیږي.

ددې خبرې غوره دلیل د (افغاني او عبده) له خوا په پاریس کې په ۱۴۸۴ کال کې د (العروة الوثقی) د مجلې خپریدل شمیرل کیږي.

تر دې وروسته شیخ رضید رضا هم د (المنار) د مجلې په خپرولو پیل وکړ. ددې فکري کوښښونو موخه: د استعمار پر وړاندې جهاد او مقاومت، د امت دتیر برم او عزم اعاده، د راشده خلیفه ګانو په رسم د یو داسې ځواکمن خلافت له بنسټ ایښودلو څخه عبارت وه چې د شورا او نقد په اصولو سره ولاړ وي. تر دې وروسته په مصر کې د اخوان المسلمین او په پاکستان کې د جماعت اسلامي په نوم اسلامي ګوندونه رامینځته شول. تر دې وروسته د اسلامي نړۍ په لروبر کې داسې نور انقلابي او جهادي خوځښتونه مینځته راغلل.

چې نن بې شمیره اسلامي ګوندونه شتون لري. د هر یوه د منشور اساسي ماده د اسلامي خلافت له اعادې او د مسلمانانو د تیر عزت او کرامت له احیاء او د کفر د غلامۍ له یوغ څځه د هر مسلمان د غاړې له آزادولو څخه عبارت دی.

تر دې دمه مسلمانانو په اندلس (Spain+Portugal)، فلسطین د پخواني شوروي اتحاد تر استعمار لاندې د منځنۍ آسیا په اسلامي هیوادونو (چې د شوروي تر ماتیدو وروسته اوس ځانونه آزاد بولي)؛ کشمیر، ارتریا، صومالیا، فلپین او… اسلامي ټاټوبو ددغه سپيڅلي هدف د تحقق په موخه بې ساري قربانۍ ورکړي.

د بیلګې په توګه که افغانستان یاد کړو نو د روسانو تر ماتیدو وروسته که د جهاد پاتې شونو خیانت نه وای کړی نو ښکاره وه چې د آسیا زړه به د شریعت د تطبیق یوازنۍ مرجع شمیرل کیده او نورو اسلامي هیوادونو به هم ورڅخه الهام اخیستی وای، خو داسې ونه شول، په پای کې خبره نیابتي جګړې ته ورسیده. امریکا چې د افغان جهاد له برکته د نړۍ بام ته پورته شوه او د ځمکې د کرې د مشرتابه دعوه یې وکړه. د احسان منلو په ځای یې نړیوال ائتلاف جوړ او افغانستان یې اشغال کړ. دادی لویدیځه پوځي جبهه ناټو هم له شرمیدلې ماتې سره مخ شوه.

نړیوال یو ځل بیا لکه څرنګه چې پرون د روسانو له شره خلاص شول، نن د ناټو او امریکا له شره هم خلاص شول.

اوس پوښتنه داده چې د افغانانو د بې ساري سرښندنو او قربانیو په ورکولو سره د اسلامي نړۍ مسؤولیت به څه وي؟ په ځواب کې باید ووایو چې افغانان له اسلامي نړۍ د کوم پوځي ځواک غوښتونکي نه دي. بلکې د دردیدلي او ټپی هیواد افغانستان سیاسي، سفارتي او مالي مرستې ته اړ دي. اسلامي هیوادونو باید پرته له کومې ویرې او ډار څخه په افغانستان کې د رامینځته شوې (فتح الفتوح) عظیمې بریا ستاینه کړې وای، او په خورا چټکتیا سره یې په افغانستان کې د اسلامي امت تر قیادت لاندې اسلامي حکومت په رسمیت پیژندلی وای، هم مهال یې باید د هر راز مالي مرستې ژمنه هم کړې وای. د طالبانو په لاس د امریکا ماتې یوازې د افغانانو نه بلکې د ټول اسلامي امت د بریا پیلامه ده. وینې افغانانو ورکړې او د امن او سوکالۍ ګټه یې د اسلامي هیوادونو سربیره ټولې نړۍ ته ورسیده. امریکایانو په نړیواله کچه خپل حیثیت بایلود، نور نو په کوم بل اسلامي هیواد د برید تصور هم نه شي کولی.

هیښوونکې ده، اسلامي هیوادونه د خپل بې زړه توب له مخې نورې کفري نړۍ ته انتظار باسي. چې که کوم اروپايي هیواد د افغانستان اسلامي حکومت په رسمیت وپیژني نو دوی به هم دا کار وکړي. خو که امریکا ورته ووايي چې د اسلامي نړۍ په زړه بیت المقدس واکمن دښمن په رسمیت وپیژنئ، نو بیا د کعبې شریفې امامان هم ورته د مشروعیت دلایل لټوي چې ګواکې د اسرائیلو په رسمیت پیژندل یو شرعي اصل دی، په داسې حال کې چې بیت المقدس که له یوۍ خوا د هر مسلمان لپاره د سپیڅلې فریضې حیثیت لري چې آزادول یې پرې فرض دي. خو همدغه فریضه بیا د فلسطین د خاورې پر واکمنانو (ټولې عربي نړۍ) دوه چنده ده، یو دا چې د مسلمانانو لومړنۍ قبله ده، او دوهم د فلسطین خاوره یوه عربي خاوره ده.

د اسلامي هیوادونو چارواکي لا اوس هم د امریکا څخه په خوب کې ویریږي چې له اجازې پرته یې د ژوند هیڅ یوه چاره هم نه شي تر سره کولی. په افغانستان کې د امریکايي او ناټو شرمیدلې ماتې ته به تاریخ د فتح الفتوح لقب ورکړي، او دا ځکه چې دغې فتحې چې د امریکا او ناټو په شرمیدلې ماتې سره منتج شوه، یوازې افغانان نه بلکې ټوله بشري نړې د یوې خونړۍ امپراطورۍ له شره خلاصه کړه. او دا هغه سپیڅلی لقب دی چې تاریخ پوهانو د حضرت عمر رضي الله عنه د خلافت پر مهال د نهاوند غزوې ته ځکه ورکړی و، چې د نهاوند غزوې وکړی شول چې له یوې خوا د فارس د امپراطورۍ په قلمرو کې شامل ولسونه د تل لپاره ازاد کړي، له بلې خوا فارسي امپراطورۍ چې د هغه مهال د بشریت ستر ناورین بلل کیده، ړنګه کړه.

افغانانو هم پرون شوروي اتحاد او نن د امریکا متحده ایالتونه مات کړل چې وروستۍ جګړه یې د امریکايي ګوډاګي رژیم نسکوریدل وو. یاده دې وي چې امریکا نوره خپله امپراطوري نه شي ساتلی او د پخواني شوروي اتحاد په څیر چې ۱۵-۱۶ هیوادونه یې له نس نه راووتل، د امریکا د متحده ایالتونو له خیټې به هم ډیر ژر ۵۲ هیوادوننه راووځي. او په دې سره به بشریت د آرامۍ ساه واخلي.

نړیوال باید د افغانانو دغه احسان هیر نه کړي.

اگر دیروز ملت قهرمان ما بنام ملت انگلیس و شوروی شکن معروف بود
امروز لقب پر افتخار امریکا و ناتو شکن نیز بر آن اضافه شده است

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x