نظــر

نظام څه ډول ساتل کیږي؟

انجینر انقلابي”وردګ“

1- د نظام ساتنې لپاره لومړی اصل دا دی هغه کسان چې په نظام کې داخل وي او د نظام د سیسټم یوه برخه وي باید قانون ته تر ټولو ډیر پابند وي او پر ځان یې تطبیق او عملي کړي، د اسلامي نظام قانون ډیر بهترین قانون دی ورته پابند پاتې کیدل او پر ځان یې عملي کول عبادت دی احترام کول یې ضروري دي.

2- د مسؤلیت اداء کول دي، هرکس باید خپل مسؤلیت وپیژني او اداء یې کړي، خو دغه کس باید د ورسپارل شوي مسؤلیت له اهمیت او د دغه مسؤلیت د اداء کولو د اړتیا څخه خبر وي چې زما د مسؤلیت اداء کولو ته نظام، ټولنه او زموږ اداره کومه اړتیا لري او هغه کسان چې په خپله مسؤلیت غواړي د مسؤلیت نه ورسپارل.

3-دریم اصل د نظام پرسونل او هغه اشخاص چې د نظام دوران ورباندې وهي باید په صحي روحیه روزل شوي کس وي، روحاً او فکراً د نظام ساتنې ته وفادار وي او هر اړخیزه مشکل چې د نظام لپاره مزاحمت کوي باید دغه کسان ورته تر ټولو بیدار وي او مخه یې ونیسي.

4- د فساد، غدر، خیانت او رشوت نه شتون او د دغه ناجوړیو څخه د نظام ساتنه او تر آخري حده پورې باید د دغه بې لاریو مخه ونیول شي او مسؤلینو ته فرصت ورنکړل شي چې خیانت وکړي.

5-د خارجې استخباراتو د منګولو څخه ساتنه او پرخپلو استخباراتو متکي کیدل ترڅو نورو له شر څخه په دایمي ډول خلاص شوو.

6- د اقتصادي اړخه د هیواد او نظام پر خپلو پښو درول او د نورو له مجبوريت څخه د ځان خلاصول که چیرته هم موږ تل د نورو په مرستو اتکاء کوو او د نظام د بقا لپاره بهرنی سیروم لټوو دا نظام موقت دی او په اوسنی حالت کې بهرنیو هیوادونو مرسته پرته له یو هدف څخه شتون نلري هغه هدف که سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او یاهم استخباراتي وي تر شا یو ډول هدف لري.

7-د ولس ملاتړ د نظام د ساتنې لپاره د ولس ملاتړ ډیر ضرور دی چې ولس ورڅخه راضي او په هر کار کې یې تر شا ولاړ وي، د خلکو په زړونو حکومت کول او ولس غوښتنې اوریدل په خپله د ولس ملاتړ ترلاسه کوي.

زیات داسې نقطې شتون لري چې نظام ته ثبات ور په برخه کوي،لکه د اړتیا په اندازه د پرسونلو شتون او دوامداره د خپل صف اصلاح کول،د تعصباتو او مذهبي اختلافاتو په قانونی ډول مخه نیول، مسؤلیت د وفادارۍ په اندازه ورکول، د خلکو سره د قناعت په ژبه غږیدل نه د زور،او نورو خلکو ته د سالم انتقاد وخت ورکول او مشورې ورڅخه غوښتل

وما علینا الا البلاغ المبین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملتان کار پوه

ډیر ښه نظام

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx