نظــر

ملت/دولت، غربي نظریه

عزام حقاني

مسلمانان درګرده لګیا دي، هغو غربي جوړښتونو ته وینه او اوبه ورکوي، چې یو موټي د ایمان په تار پېیلي مسلمانان یې په تر سلو زیاتو برخو ووېشل او لا هم لګیا دي.

د مختلفو رنګونو څخه جوړ بیرغونه د ملت او دولت له غربي نظریې څخه نماینده ګي، چې د ویسټفالیا له تړون او په فرانسه کې د ډیموکراسۍ له انقلاب راوروسته یې دنیا کې رواج موندلی.

همدغه تړونونو اسلامي دنیا په ۵۸ ټوټو ووېشله او هره یوه ټوټه یې له هغه بلې څخه داسې جدا کړه چې په هیڅ صورت یو له بل سره اوس پیوند نه اخلي.

دا اتحاد د قومونو پر توپیر عقیده لري او هر قوم ته د ملت په حیث قایل دی، خو ولې د اسلام مبارک دین بیا د قومونو توپیر ته هیڅ اعتبار نه ورکوي، د قومونو د ضعف او ذلت سبب یې بولي، بلکې عقیده او ایمان د توپیرونه معیار بولي.

سپین بیرغ چې د مسلمانانو د پیغمبر صلی الله علیه وسلم بیرغ دی، زیاتو نصوصو کې یې یادونه شوې د مسلمانانو د اتحاد او ایماني یووالي رمز په کې پروت دی، مؤمن مسلمان ته دا ور په زړه کوي چې ټول مسلمانان یو تاریخ، یو کلتور، یوه عقیده او یو هدف لري.

اسلام هر هغه نظریه ردوي چې د مسلمانانو تر منځ د تفرقې سبب کېږي.

لازمه ده؛ هر مسلمان باید د توان تر حده د غربي نړۍ سباسي، اقتصادي، کلتوري او فکري تأثیراتو څخه د اسلامي دنیا د خلاصون هڅې وکړي.

خو متأسفانه چې مسلمانان تر غربیانو وړاندې د هغې نعرې په خلاف را پورته کېږي چې د مسلمانانو د وحدت، عزت او خپلواکۍ لپاره اوچته شوې وي.

عزام حقاني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx