نړۍ

دجګړي د میدان قومندان: قذافي دوژل کیدو پروخت یوه لاس کلاشنکوف اوبل کی توپنګچه نیولی وه

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۰) دلیبیا داملي انتقالي شورای دځواکونو دهغي ډلي قومندان چي دقذافي دوژلو په عملیاتو کی یی برخه درلودي، وایی قذافي دوژل کیدو پروخت باندي مسلح وو په یوه لاس کی یی کلاشنکوف اوپه بل کی توپنګچه نیوله وه.

نوموړي وایی قذافي په داسی وخت کی ووژل شو چي زمونږ دځواکونو له سختي کلابندي څخه وروسته نوموړي له خپل جیپ موټر څخه کوز یوی اوبلی خواته یی کتل مونډی یی وهلی اودتیښتی په حالت کی وو.

قومندان محمد لیث وایی په داسي وخت کی چی قذافي له خپل (کرایزلر) جیپ موټر څخه کوز شو کوښښ یی کاوه چی یوی کندی ته شوه شي او دتیښتی لاره غوره کړی، په دغه وخت ما خپلو عسکروته امر وکړ ټکان باندی وکړي  چي څه پیښږي  عسکرو ټکان باندي وکړو، په اوږه اوپښو کی یی مرمي ولګیدي او وروسته مړ شو.

دفرانس پریس خبري اژانس سره دخبرو پر وخت لیث وویل، قذافي دوژل کیدو پروخت خاکي رنګ قمیص اغوستی او پرسریی لنګوټه تړلی وه، او داچی خلګ وایی قذافی دناټو هوایی ځواکنو دبمباریو له امله ووژل شو بی ځایه خبره ده.

قومندان زیاته کړه دمصراتي دښار وسلوالو نوموړي وواژه، اوبل داچی دوژل کیدو پروخت دقذافي بدن ډیر کمزوري شوی وو، داسي مالومیده چي په کومه ناروغي باندي اخته وو، او دغه لامل وو چی نوموړي دټپو تاب نه راوړ او ډیر ژر مړ شو.

دسیف الاسلام په باره کی قومندان محمد لیث وویل، سیف الاسلام هم په ورته سیمه کی چیري پټ دي، زمونږ ځواکونو سیمه کلابنده کړ ی ده اودنوموړي پلټنه مو پیل کړی ده

له بله لوري دالجزیري تلويزیون خبر ورکړی دی چی دقذافي مړي دمصراته ښارپه کوم مسجد کي پروت دی، خو العربیه تلويزیون بیاخبر خپور کړی دی چی دقذافی مړی دمصراته ښار سوداګریز مرکز تونسه کی پروت دي.

الجزیري انګریزي څانګي بیا یوه ویډیو نشر کړی ده چی دلیبیا دملي انتقالي شوری وسلوال د ښار په منځ کي دقذافي مړی په لارو اوکوڅو ګرځوي، ناري وهي اودنوموړي په وژنه باندی خوشحالي څرګنده وي، په ویډیو کی قذفي ښکاري چی اوږي یی له قمیصه څخه راوتلي دي مخ یی په وینو ککړ دی، پرسر یی دمرمي نشان لیدل کیږي، اوورته څیرمه دوسلوا لو پښي هم مالومیږي چی  ولاړی دی.

له بله لوري بیا ځینو خبري رسنیو  دیو کس له خبري  خپری کړی دي چي ځان دملي انتقالي ځواکونو یو وسلوال ښیی،وایی زه اوس یو موټر چلوم، چی قذافي مړي راته څیرمه پروت دی او دمصراته وښارته رسیدونکي یو، دمصراته ښار له سرت څخه ۲۰۰ کیلومټره لري پروت دی.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x