نظــر

اسلامي امارت او د بین المللي مشروعیت په نامه لومه

عمرجان اسحق زی

د اسلامي امارت مجاهدین د ۲۰ کلونو جهاد او قربانیو وروسته د الله سبحانه وتعالی په توفیق سره بریالي شول چې د امریکا یرغلګر او استعماري اشغال ته د پای ټکی کښېږدي. ددې ترڅنګ دوی وکولی شول، چې په افغانستان کې تر ټولو فاسد، ظالم، کفري او د امریکایي جمهوریت لمن ورټوله کړي. په هر صورت، الله سبحانه وتعالی د خپلې لویې ازموینې حالت یعنې جهاد چې د یو اسلامي دولت د جوړېدلو شرایط یې برابرول، په دغه جهاد پالونکې خاوره کې د الله سبحانه وتعالی په توفیق سره بریالی کړ. باید هېره نه کړو چې له هغه څخه لویه ازموینه، چې د اسلامي نظام رامنځته کول دي د یوې بنسټیزې مسألې او یوې تر ټولې مهمې موضوع په اړه په مخ کې لرو.

د یو سوچه اسلامي نظام د رامنځته کولو ازموینه د راتلونکي مسیر د ټاکلو تر ټولو مهم اړخ دی. د اسلامي نظام رامنځته کول ددې لامل کېږي، چې د پرونیو او نننیو هڅو او مبارزاتو لاسته راوړنې وساتل شي او ددې ترڅنګ د شهیدانو او نورو مسلمانانو ارمانونه چې د اسلامي ژوند، اسلامي ټولنې او د عقیدې، ارزښتونو، ناموس، عزت، وینې او د مسلمانانو د ساتنې د یوازیني سپر رامنځته کول دي، پوره شي.

د امریکا او د هغوی کفري او استعمارګرو متحدینو لکه، نړیوالې ټولنې او ملګري ملتونو پر مکارو او مریضو زړونو باندې د اسلامي امارت د مجاهدینو دغې بریا داسې ویره خپره کړې، چې له یو اړخه له هغه میدان څخه په تښته دي، چې دوی یې ځانونه څښتنان بلل او له بله اړخه اوس هر څه ته لاس اچوي، ترڅو د الله سبحانه وتعالی، مسلمانانو، او حتی د خپلو خلکو د قهر په دریاب کې له ډوبېدلو څخه ځان وژغوري. دوی په هڅه کې دي، ترڅو په یو ډول وکولی شي، په سیمه کې خپل زهري او وژونکی شتون خوندي کړي. دا چې دوی په ښکاره ډول له سیاسي او نظامي اسلامي ډلو سره دښمني لري او واک ته د دغو سیاسي او نظامي ډلو له رسېدلو او د دوی په لاسونو باندې د یو پیاوړي اسلامي دولت له رامنځته کېدلو څخه چې د دوی فاسد، استعمارګر او وینه تویونکي لاسونه له اسلامي نړۍ څخه پرې کوي سخته وېره لري. دوی اوس مهال د خپلې دغه شرمناکې نظامي او سیاسي ماتې د جبران په موخه سیاسي لوبو او لومه اېښودلو ته مخه کړې ده.

د دغو خطرناکو لوبو له جملې څخه یوه هم د مجاهدینو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې لخوا د بین المللي مشروعیت مطرح کول دي. په واقعیت کې د دغو بنسټونو اصلي دنده په نړۍ کې د امریکا د سیاسي او جنګي مټو پیاوړي کول دي. دوی د امریکا تر رهبرۍ لاندې په نړیواله کچه د امریکایي ګټو د خوندي کولو لپاره هڅې کړي.

امریکا او غربي قدرتونه هېڅکله هم د دغو سمبولیکو، استعماري بنسټونو اصول او مقررات په نظر کې نه نیسي، چې د عراق او افغانستان اشغال ددې خبرې ښکاره ثبوت دی. دغه بنسټونه په دې موخه رامنځته شوي، ترڅو د دوی د دښمنو هېوادنو پښې په خپلو لومو کې بندې کړي او په ټوله کې اسلامي نړۍ کفري هېوادونو ته تسلیم کړي.

په دغه حساسه او برخلیک ټاکونکي پړوا کې چې اسلامي امارت د یو سوچه اسلامي نظام د رامنځته کولو په لټه کې دی، باید پوره ویښ او هوښیار و اوسي، چې په اسلامي عقیده کې د بین المللي مشروعیت ترلاسه کول هېڅ ځای او ارزښت نه لري او مؤمنان یوازې او یوازې د الله سبحانه وتعالی د رضأ په ترلاسه کولو باندې مکلف دي.

د بین المللي مشروعیت ترلاسه کول د اسلامي ارزښت د ټيټولو سبب کېږي او یوه ډېره خطرناکه لومه ده، چې کولی شي د مجاهدینو د څو لسیزو مبارزې او قربانۍ له خاورو سره خاورې، راتلونکی مسیر له حق څخه کوږ او د یو پیاوړي او خپلواک اسلامي دولت د رامنځته کولو او د اسلام د بشپړ پلي کولو پر ځای د جوړجاړي او د سیکولریزم او اسلام د یو ځای کولو سبب شي.

له اسلام څخه لرې کېدل او د هغه ناقص پلي کول هېڅ وخت د الله سبحانه وتعالی د رضأ د ترلاسه کولو سبب نه کېږي او نه شي کولی موږ په دنیا او اخرت کې بریالي کړي. همدا رنګه دغه تجربه په لرې او نژدې وخت کې څو ځلې د اسلامي ډلو په منځ کې تکرار شوي او ثابته کړې یې ده، چې له اسلام څخه دغه لرې کېدل او جوړ جاړی د الله سبحانه وتعالی له قهر، هلاکوونکې ماتې او بالاخره تسلیمۍ، خوارۍ، نابودۍ او ذلت څخه پرته بله پایله نه لرله. په فلسطین کې د حماس، په تونس کې النهضه، په مصر کې اخوان المسلمین، په پاکستان کې جماعت اسلامي زموږ په مخ کې د عبرت درسونه دي.

له بله اړخه، د بین المللي قوانینو منل، او د نړیوال مشروعیت ترلاسه کول د کافر غرب د مفاهیمو او د هغوی د ځان غوښتنې او کفري ارزښتونو د پیروۍ په مانا دي. همدا علت دی، چې خلک له سیکولر حکامو سره کینه لري او پر وړاندې یې مبارزه کوي.
شرایط ډېر حساس او د ښویدلو احتمال ډېر زیات دی، بس خبردار، خبردار، خبردار اوسئ!

وَلَن تَرْضَىٰ عَنكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصَارَىٰ حَتَّىٰ تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ﴿البقرة: ١٢٠﴾

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx