نظــر

اسلامي امارت او پر وړاندې یې د مسلمانانو مسوولیت!

احمد علي خپلواک

په ۲۰۰۱ کال کې ټول غرب چې په سر کې یې امریکا وه په خپل ټول توان او د خپلې وروستۍ تکنالوژۍ په کارولو سره په افغانستان برید وکړ او د افغانانو یو داسې نظام یې ونړاوه چې خلکو ته یې تر څو کلنې انارشۍ، خپلسرۍ او پراخ فساد وروسته امن او سوکالي راوستلې وه. امریکا او ناټو د (ترورېزم او ترهګرۍ) تر شعار لاندې، چې په اصل کې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د کپېټلېزم (پانګوالۍ) او کفر جګړه وه، شل کاله جګړه وکړه.

امریکا او ناټو په تېره شل کلنه جګړه کې د مسلمانانو د ځپلو لپاره خپل ټول زور وکاروه او خپله ټوله مُدرنه تکنالوژي یې وکاروله، مګر پر وړاندې یې یوازې د ایمان په زېور باندې پسوللي داسې مسلمانان جنګېدل، چې د جګړې په ډګر کې يې په خورا ساده جنګي وسایلو سره جګړه کوله. په پایله کې د ایمان او مبارزې صف بریالی شو، غرب او ناټو له خپلو ټولو متحدینو سره بې شرمانه ماتې وخوړه.

دا جګړه په اصل کې د اسلام او پانګوالۍ جګړه وه، د مسلمانانو او کافرانو جګړه وه او اوس ان شاء الله دا جګړه د اسلام او مسلمانانو د بریا په درشل کې ده. دا جګړه یوازې د طالبانو په نامه د یوې ډلې جګړه نه وه، بلکې د ټولو مسلمانانو پر وړاندې د غرب جګړه وه درد او کړاوونه یې هر مسلمان حس کړي دي  او اوس یې پر بریا هر مسلمان خوشاله دی. له همدې امله اوس هغه وخت را رسېدلی دی چې ددې جګړې بریا ثمره مسلمانان تر لاسه کړي. دا لومړی ځل دی چې د ناټو اتحاد، امریکا او انګلستان په افغانستان کې په ګډه ماتې خوري او د دوی پر وړاندې د مسلمانانو بریا د ټولو مظلومو انسانانو لپاره یو لوی پیغام دی چې د غرب د ظلم او پانګوال نظام پر وړاندې پاڅېږي او پر وړاندې یې بغاوت وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت له اسلام او مسلمانانو څخه استازیتوب کوي او دا د مسلمانانو شرعي مکلفیت دی چې له امارت سره په ټول توان هڅه وکړي، څو د اسلام په پوره پلي کولو کې له دوی سره اوږه ورکړي، د دولت بنسټونه او پایې ټينګې کړي او نړۍ او سېکولرانو ته وښيي چې مسلمانان هم د جګړې اتلان دي او هم د حکومت او حکومتولۍ. که داسې ونه شي او خدای مه کړه مسلمانان بیا د حکومتولۍ په چارو کې ناکام شي دا به غرب او سېکولرېزم ته یوه لویه پلمه وي او دا ماتې به د اسلام او اسلامي دولت ماتې ګڼي او هر وخت به یې د مسلمانانو پر مخ موښي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx