
نړیوال بانک په مؤقت ډول له افغانستان سره مرستې ودرولې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ وږی، ۱۴۰۰ل)نړیوال بانک وایي، د افغانستان روان وضعیت ته په کتو یې په افغانستان کې د پروژو له مالي ملاتړ لاس اخیستی او مرستې یې درولې دي.
د نړیوال بانک چارواکي وایي، دوی د طالبانو له لوري د افغانستان تر نیول کېدو وروسته په یاد هیواد کې حالت له نږدې څاري او غواړي وویني، چې د طالبانو راتګ د افغانستان پر شل کلنو «لاسته راوړنو» او د «ښځو» پر حقونو څه ډول اغېز لري.
د نړیوال بانک یو تن ویاند «بي بي سي» ته ویلي «موږ په افغانستان کې له شته پروژو خپل مالي ملاتړ ځنډولی. د خپلو پالیسیو او پروسیجرونو په پام کې نیولو سره د افغانستان حالت له نږدې څارو.»
د نوموړي په خبره، نړیوال بانک له نړیوالې ټولنې او متحدینو سره مشورې روانې ساتلې دي او د داسې لارو چارو په اړه فکر کوي چې په اساس یې د افغانستان له خلکو سره مرستې روانې وساتلای شي او په دې سخت وخت کې له افغانانو سره لاس ورکړای شي.
نړیوال بانک داسې مهال په افغانستان کې له شته پروژو خپل مالي ملاتړ ځنډوي، چې هیواد د طالبانو لاس ته لوېدلی او نن لسمه ورځ ده چې پلازمېنه کابل د هغوی په ولکه کې دی.
طالبانو ټولو نړیوالو مرستندویه مؤسساتو ته د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی او له هغوی یې غوښتي، چې په افغانستان کې پاتې شي او له افغان ولس سره خپلې مرستې روانې وساتي.
که په موقت ډول وی او یا نا موقت خو نتیجه به یی ډیره بده وی. پیش لدی چی ژمی راورسی طالب مشران باید د خلکو د خوراک او څښاک غم وخوری. کیدی شی لویه بد بختی د غلط سیاست له وجی په افغانانو و تپل شی. هر څه زمونږه د افراطیت له وجی دی چی پر خپل ځان یی کوو. په شروع کی باید ډیر ډیر محتاتانه عمل وکړو چی سبب د انزجار د خلکو او د نړی نشی. صبر وکړی پخوانی رشوت خوارو ته لږ موده ورکړی له هغوی نه کار واخلی، کار اهل کار ته وسپاری، ګمرکونه… نور لوستل »
ټکنالوژۍ هغه منفي اغېزې چې د انسانانو پر ژوند؛ -خاصتا د انسان په صحت-، طبيعت او چاپيريال يې کړي تر ډېره بريده مو هغه روښانه کړې. اوس هغه منفي اغېزې بيانوو چې د ټکنالوژۍ د اختراع څخه وروسته منځته راغلي، چې څنګه يې د نړۍ په اقتصاد او د عامو خلکو په ژوند منفي اثر وکړو؟، او په نړۍ کې د خلکو تر منځ نا انډول توازن څنګه رامنځته کړو؟، د دغې منفي اغېزو څخه يو نړيوال بانک او د هغه د کاغذي پيسو چاپ دی، کاغذي پيسې په خپله ذاتي اهميت نلري؛ خو د حکومتونو او شيطاني دجالي ډلو… نور لوستل »
مننه محمد وروره جزاک الله خیرا
له همدې کبله په نړۍ کې د نفطو او تېلو ټولې معاملې په ډالرو تر سره کيږي چې پدې لار يې ډالر د نړۍ په وګړو مسلط او خپلې چاپ شوي کاغذي پيسې يې پر خلکو جبراً منلي.. د امريکا د بې پشتوانې او جعلي سندونو په مټ نړۍ کې تېل ويشل کيږي او همدار راز نورې معاملې پرې تر سره کيږي. او د همدې چاپ شوو کاغذي نوټونو او بانکي سندونو له لاري امريکا په ډېرې آسانۍ توانېدلې چې د نړۍ اقتصاد تر خپلې ولکې لاندې راولي.
د بانک کاغذي نوټونه چې خپل ذاتي ارزښت نلري او ارزښت يې يواځې د حکومتونو پورې تړلی دی. دې ډول سيستم کې د حکومت د منځه تلو سره سم د پيسو ارزښت هم له منځه ځي. په پخوا زمانو کې هيوادونو ارزښتمنې فلزي پيسې ؛ لکه: سپين زر او سره زر د کاغذي پيسو په ځای کارولې. له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته ټول هيوادونه د د جالي او شيطاني ډلو له لورې دېته اړ کړای شول چې کاغذي نوټونه وکاروي چې په هر وخت کې په سپينو زرو او سرو زرو د بدلېدو وړ وي، خو ځينې دولتونه د جنګي،… نور لوستل »
د ۱۹۴۴م څخه تر ۱۹۷۱م پورې د بريټون ووډز (Bretton Woods) قرار داد چې د امريکا د پيسو ارزښت يې کېښود، د سرو زرو د يو اونس نرخ يې (۳۵) ډالره وټاکه. همدا رنګه نورو ټولو کاغذي پيسو د ډالرو په مقابل کې ثابت نرخ درلود، او ډالر يواځينۍ پيسې وې چې د سرور زرو په مقابل کې يې ثابت قيمت درلود. د امريکا دولت وعده کړې وه چې هر هيواد بايد د خپلو شتو سرو زرو په اندازه پيسې چاپ او سره زر بايد نړيوال مرکزي بانک کې د ضمانت په توګه کيږدي، امريکا هم په دې مکلفه وه… نور لوستل »
د تاريخ په اوږدو کې بې پشتوانه پيسې تل د انفلاسيون (پړسوب) سره مخ شوي، د بې پشتوانه پيسو دغه انفلاسيون (پړسوب) د اتلسمې پېړۍ څخه پېل شوی؛ چې د زيات استعمال له امله ډېری هيوادونه د بحراني انفلاسيون سره مخ شوي. د دغه ډول انفلاسيون غوره بېلګه په جرمني کې د وايمار جمهوري دولت دی؛ چې د نازي ډلې د واک نيولو او د دويمې نړيوالې جګړې لامل شو. په ۱۹۷۱ميلادي کال کې د امريکا جمهور رئيس رېچرډ نېکسون؛ په سرو زرو باندې د ډالرو د بدلېدو وړتيا له منځه يوړه. له هغه وخت څخه د نړۍ ټولې سکې… نور لوستل »
همدا بې ارزښته کاغذي پيسې؛ د شيطاني او دجالي ډلو له لورې چاپ شوي او ګرده نړۍ يې تر خپلې ولکې لاندې راوستې؛ همدوې د فساد، ويني تويونې او د ظلم لوې لامل دي چې بشري نسل يې د ګمراهۍ پر لار روان کړی. د خلکو اصلي مالداري او شتمني د حکومتونو په لاس کې ده او عامو خلکو ته يې کاغذي جعلي نوټونه ورکړي دي، چې په حقيقت کې دا پيسې بې پشتوانه دي او دايمي صلاحيت او اعتبار نلري.
دغه ډلو ظالم اقتصادي نظامونه او سودي بانکونه جوړ کړي، او په ګرده نړۍ يې خپل جال خپور کړی، که د چا خوښه وي او که نه؛ ټول به په دغه سيستم کې شامل او د سودي نظام په دام کې نښلي. د اقتصاد له اړخه خلک د دغه کاغذي پيسو په وسيله مريان شول، او د ټکنالوژۍ په وسيله څارل کېږي. دا چې کاغذي پيسې خپل ذاتي ارزښت نلري؛ خو د شيطاني او الومانټي (الحادي) ډلو له لورې چاپيږي، او په هره انداز چې وغواړي؛ دغه جعلي پيسې چاپوي، او خپلو موخو ته د رسېدو په پار يې د نړۍ… نور لوستل »
اصلي پيسې هغه دي چې د خلکو تر منځ يو څه نسبي توازن را منځته کوي، او بايد خلک ترې د پيسو په څېر استفاده واخلي، د خلکو تر منځ اصلي، واقعي او ثابت ارزښت ولري، لکه: سره زر، سپين زر، غنم، اوربشې، خرما او نور خوراکي مواد چې واقعي ذاتي ارزښت لري، د استفادې وړ دي، همداراز جعلي نه دي. تر کومه چې په نړۍ کې اصلي پيسې رايجي او عامې وي؛ نو د اوسني دور په څېر يو غير متوازن حالت نه رامنځته کيږي، په دې صورت کې به د هر تن او هر دولت سره؛ سره زر… نور لوستل »
دغه ظالم او بې عدالته مالي نظام د غلا، چور او د نورو د مالونو د خوړلو لامل شو، همدا رنګه د ميليونونو کونډو، يتيمانو، معيوبينو، شلانو او مسکينانو منځته راتلو لامل شو، دغې مالي نظام د مهربانۍ او انصاف څخه يوه لرې فضا برابره کړه چې ظلم پکې اوج ته ورسېدو او عدل او انصاف پکې تری تم شو. د همدې کاغذي پيسو په مټ يې فرعوني نظامونه درولي، او وګړي يې په رنګارنګ ډلو ټپلو ويشلي او يو له بل سره يې جنګوي، څوک يې کمزوري او څوک يې له ځانه سره يو ځای کړي او يو او… نور لوستل »
کله به چې شعيب عليه السلام خپل قوم ته د پوره تول او انصاف بلنه ورکوله؛ هغه ته به يې ويل: که ته زمونږ د قوم څخه نه وای؛ نو سنګسار او قتل کړی به مو وای. قرآن کريم مونږ ته د شعيب عليه السلام کيسه له خپل قوم سره بيانوي: ((وَإِلَىٰ مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا ۚ قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُ ۖ وَلَا تَنْقُصُوا الْمِكْيَالَ وَالْمِيزَانَ ۚ إِنِّي أَرَاكُمْ بِخَيْرٍ وَإِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ مُحِيطٍ ﴿84﴾ وَيَا قَوْمِ أَوْفُوا الْمِكْيَالَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ ۖ وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ ﴿85﴾ بَقِيَّتُ اللَّهِ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ… نور لوستل »
پر مصنوعاتو او ټکنالوژۍ ولاړ ننني ژوند کې پيسې خورا مهم اهميت لري، تر دې چې په اوسني نظامونو کې د وينې حيثيت لري او د همدې کاغذي پيسو د چلښت په اساس اوسني نظامونه حاکم دي، که خلک د دوی کاغذي پيسې ونه کاروي نو په بازار کې يې غوښتنه له منځه ځي، پيسې يې د پړسوب لامل ګرځي او په پای کې بې ګټې او بې ارزښته پاتې کيږي ؛ ځکه دا کاغذ دی، کېدای شي د چټلنويس په څېر وکارول شي، او له دې زيات ارزښت ونلري، خو نن وخت ټول خلک د نړيوال بانک جوړ شوو… نور لوستل »
کله به چې شعيب عليه السلام خپل قوم ته د پوره تول او انصاف بلنه ورکوله؛ هغه ته به يې ويل: که ته زمونږ د قوم څخه نه وای؛ نو سنګسار او قتل کړی به مو وای. قرآن کريم مونږ ته د شعيب عليه السلام کيسه له خپل قوم سره بيانوي: ((وَإِلَىٰ مَدْيَنَ أَخَاهُمْ شُعَيْبًا ۚ قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَٰهٍ غَيْرُهُ ۖ وَلَا تَنْقُصُوا الْمِكْيَالَ وَالْمِيزَانَ ۚ إِنِّي أَرَاكُمْ بِخَيْرٍ وَإِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ مُحِيطٍ ﴿84﴾ وَيَا قَوْمِ أَوْفُوا الْمِكْيَالَ وَالْمِيزَانَ بِالْقِسْطِ ۖ وَلَا تَبْخَسُوا النَّاسَ أَشْيَاءَهُمْ وَلَا تَعْثَوْا فِي الْأَرْضِ مُفْسِدِينَ ﴿85﴾ بَقِيَّتُ… نور لوستل »
مخکی له دی چه د نړیوال بینګ مرستو ودریدلو په اړه پوه شو ښه به دا وی چه نړیوال بانک د چا له خوا او څه د پاره تاسیس او په مظلوم بشریت کی یی کړنی تر کومه حده منفی که مثبت اثرات لری، وڅیړل شی او وارزول شی . نړیوال بینګ د یهودی استعمار ( نظم نوین جهانی ) نړیوال مالی وزارت دی چه د مالی بندیزونو په مټ ییی مطلوب هیوادونه تسلیموی دوی لمړی د شرایطو لاندی بلا عوضه مرستوباندی د مطلوب هیواد د وینی جریان ته ځان ننباسی هلته خپل وایروس شیندی کله چه وایروس د کرونا… نور لوستل »
په ننني دور کې دغه کاغذي پيسې د خلکو پر اقتصاد، ژوند او دندو حاکمي دي او د دې پيسو له لارې يې وګړي خپل نوکران ګرځولي، په حقيقت کې دا خورا خطرناکه کړنه ده، او د ډيريو د ژوند د تباهۍ لامل شوی او کيږي. همدا پيسې چې خپل حقيقي ارزښت نلري او په هر وخت کې د دې امکان وي چې خپل ارزښت له لاسه ورکړي، او يا دومره را ټيټي شي چې د صفر ضرب کولو سره برابري شي، او له امله يې ټول غريب او مالدار خلک زيانمن شي، لکه د روسيې پخوانۍ پيسې، يا مخکينۍ… نور لوستل »
که کاغذي پيسې په بازار کې عامې شوی نه وای، او پر ځای يې سره زر او سپين زر کارول کيدای؛ نو هر دولت به ټاکلي او محدوده شتمني درلودی، چې بې درېغه به يې نشوای استعمالولی، مثلاً: که يو هيواد سل کيلو سره زر درلودی او له دې يې اتيا کيلو سره زر په جنګ يا بل څه کې خرچه کولی، نو د شتمنۍ يې ډېر څه نه پاتې کېدل، بيا دېته اړ وو چې په قانوني توګه نور سره زر تر لاسه کړي؛ تر څو خپلې نورې خرچې پوره کړي. مګر امريکا نن سل زره ډالر خرچه کوي… نور لوستل »