افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې خپل ماموريت ته دوام ورکوو، زموږ د کار کوونکو امنيت خوندي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳وږی، ۱۴۰۰ل): ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې خپل ماموريت او بشري مرستو ته دوام ورکوي او دلته د دوی کار کوونکو ته هېڅ ګواښ نه دی متوجه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوتريش په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې په افغانستان کې د دوی د ټولو کار کوونکو امنيت خوندي دی، هېڅ ډول ګواښ ورته نه دی متوجه او دوی په دې اړه خپلو ټولو کار کوونکو ته هم ډاډ ورکړی دی.

انتونيو ګوتريش زياته کړې، چې په دې سختو شرایطو کې به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، دوی هڅه کوي، چې د افغانستان د تلپاتې سولې او ثبات څښتن شي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د کابل له نيولو مخکې او وروسته هم طالبانو ملګرو ملتونو، ټولو بهرنيو سفارتونو او همدارنګه نړيوالو مؤسسو ته د بشپړ امنيت ډاډ ورکړی و.

طالبان اوس هم وايي، چې د افغانانو په ګډون ټولو بهرنيو سفارتونو او نړيوالو مؤسسو ته يې د بشپړ امنيت ډاډ ورکړی او د هغوی د امنيت لپاره يې ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx