نظــر

څوک چې ډاریږي، هغه ورکیږي!

نور محمد غفوري

هیواد مختلفو سیاسي ګوندونو ته اړتیا لري، تر څو چې د متفاوتو نظریاتو ترمنځ د آزادې مباحثې او ډیالوګ په بهیر کې د پرمختګ او د ولس د هوساینې تر نورو ښه او مناسبه (اوپتیمال) لاره وموندل شي. د هیواد د ملي عاید په ویش او د سیاسي واک په ګډون کې د مختلفو اقتصادي طبقو او ټولنیزو قشرونو ګټې وڅیړل شي، سوله يیز بحثونه وشي، اعتدال مراعات شي، د ملي پرمختګ له پاره په ټاکلې زماني مقطع کې په شریکه بهترینه پریکړه وشي او د زړه بدیو او د کورنیو زور آزماینې او جنګ، جګړو مخه ونیول شي.

سیاسي ګوندونه غواړي چې د خپل فکر او ایدیالوژۍ له لارې په ټولنه کې د ستونزو د حل لارې وړاندې کړي، د ملت د مشترکې ارادې په جوړولو کې د خپل سوله يیز فعالیت له طریقه اغیزه وکړي او چې په ملي کچه پریکړې ته ورسیدل، بریالي شول او یا یې ماته وخوړه، د هیواد د شته قوانینو مطابق عمل وکړي. په ماته کې قناعت وکړي او خپلو ګوندي غړو ته قناعت ورکړی؛ او په بریا کې د کبر او غرور یا د زور او قوې د کارولو او اخ او ډب سبب نه شي او خپل غړي هم ورڅخه منع کړي. هیڅوک او هیڅ سیاسي ګوند حق نه لري او باید اجازه ورنکړل شي چې د هیواد سیاسي، اقتصادي او اجتماعي- کلتوري انتظام ګډ وډ کړي، وسلې او جګړې ته مخه کړي او ملت ته زیان واړوي.

هر ګوند او سیاسي بهیر معین فکري محور (ایدیالوژي) او ټاکلي ارزښتونه لري. د ټولنې د معینو طبقو او قشرونو څخه استازیتوب کوي او د هغوی د ګټو د ساتلو له پاره ټاکلي هدفونه لري او ځان ته دندې ټاکي. ګوند باید سیاسي مخکښ وي. د انتظار محفل نه وي او د حوادثو په لکۍ پسې ځان ونه تړي. د نورو عادي کسانو او ډلو تر مخ باید د حوادثو تګ لوری وپيژني، ملي، سیمه يیز او نړیوال وضعیت د خپل توان په اندازه ژور تحلیل کړي، په مشخصه وضعه کې خپلې ملي او ګروپي ګټې تشخیص او د هغو د تر لاسه کولو او ساتلو لپاره بې له ځنډه په لازمو فعالیتونو لاس پورې کړي.

دلته باید دا خبره څرګنده شي چې هغه قومي او مذهبي ډلې چې مشرانو یې د یوه مشخص قوم او یوازې یوه مذهب پیروان په زور تر خپل لاس لاندې کړی او د نورو قومونو په ضد ترې د ځان ساتنې او قدرت د تر لاسه کولو لپاره ناوړه ګټه اخلي، سیاسي ګوندونه نه دي او باید د سیاسي ګوندونو په قطار کې حساب نه شي. دا یوازې د زورواکانو او جګړه مارانو تر شخصي او فامیلي قومانده لاندې د شرارت ډلې دي چې اکثره په هیواد کې د جګړو او ناآرامیو سبب ګرځي. سیاسي ګوند باید د هیواد په کچه د سیاسي موضوعاتو لپاره د ټاکلي تفکر په محور کلي برنامه او لیکلی پروګرام ولري، نه یوازې د یوه قوم او مذهب له پاره.

په یوه ټولنه کې د افرادو د سیاسي ارادې او نظریاتو سوله يیزه ښکارونه ډیره ګټوره ده. بې له جنګ او جګړې د دوامدارې سولې، ټینګ امنیت، ملي یووالي، ټولنیز عدالت، د خلکو اتفاق او اجتماعي همبستګي رامنځته کول او تينګښت یوازې او یوازې د مختلفو ټولنیزو سیاسي او مدني ګروپونو د ګټو د استازو د نظرونو د برملا او آزادو څرګندولو، یو بل ته په سوله يیزه فضا کې د قناعت ورکولو او یا په ټولنه کې پخپله ګټه د اکثریت د راجلبولو د سیالۍ له لارې کېدای شي.

که په ټولنه کې داسې شرایط رامنځته شي چې د یوه او یابل سیاسي، قومي، ژبني او دیني ګروپ لخوا په سیاسي ځواک په زور خېټه واچول شي او یا ملي اقتصادي منابع د معینو کسانو لخوا انحصار شي، په هیواد کې واقعي سوله او امنیت نه شي رامنځته کیدای او دوام نه شي موندلای. که د تیرو شلو کالو په څیر د هیواد په سیاسي برخلیک یوه ډله له خلکو پردي عناصر واکمن شي، د خلکو خصوصي او دولتي ځمکې غصب کړي، د خلکو شخصي، د ټولنو او اجتماعي – سیاسي نهادونو ټولنیزه او د بیت المال ملي شتمني غصب او پر خلکو او ملت د پردیو وسلو او پیسو په زور حکومت وکړي؛ په وړاندې یې عقدې پیدا کیږي، وسله وال مقاومتونه را پورته کیږي او ټولنیز نظم به وخت په وخت زیانمن کیږي.

ښه داده چې د ټولنې هر ګروپ په سوله يیزه توګه د خپلو غوښتنو د برملا طرحه کولو امکان ولري، ونه ډار شي، د خپل زړه خبره ټولنې ته وړاندې کړي، تر څو ورباندې ټولنیز قضاوت وشي او د ملي- اجتماعي عقل او منطق سره سم ستونزو ته د حل لاره وموندل شي.

د خپلو غوښتنو سوله يیزه طرحه په ډیرو بحراني او ان د استبداد او ټوټالیتاریسم د تسلط په شرایطو کې هم ضرور ده، تر څو نور پوه شي چې دا او یا هغه ټولنیز ګروپ څه غواړي او څنګه یې عملي کوي، تر څو ورباندې قضاوت وکولای شي.

که یو ګوند او یا بل ټولنیز سیاسي جوړښت وډار شي او خپل ځان پخپله سانسور کړي، له فعالیت څخه لاس واخلي، عقب نشیني وکړي او یا ځان منحل کړي؛ دوه غټ تاوانونه کوي. یو خو ځان له سیاسي صحنې څخه باسي او خپل مرګ اعلانوي.
ټولنه د سیاسي ایډیا د تولید له فقر سره مخامخ کوي. بله دا چې ټولنه د خپل فکر او خپل ګوند له فزیکي توانمندۍ محروموي او ملت د افکارو له فقر او د سیاسي او مسلکي کادرونو له فقدان، یا لږ تر لږه په چارو کې په دلچسپۍ سره د زغرده او صادقانه ګډون څخه محروموي چې په عموم کې ملت او هیواد ته تاوان رسوي.

نو څوک چې ډاریږي، هغه ورکیږي!

د هیواد ښځې او ځوانانو او په مجموع کې سیاسي ګوندونه باید ونه ډار شي او خپلې غوښتنې په ښکاره او جرئت مطرح کړي، خو په عین حال کې د تشنج او ټولنیزو ګډوډیو مخه ونیسي.د وطن او زموږ د خلکو د داخلي او خارجي دښمنانو تر اغیزې لاندې احساساتي او مخربو عملونو ته لاس وانه چوي. د سولې او ټولنیز نظم ساتل یوازې د طالبانو د تحریک دنده نه ده، بلکې ډ ټولو وطنوالو مشترک مسئولیت دی!

نور محمد غفوري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم

هره جوړه میړه او ماندینه و ځوانو زامنو ته اړتیا لري څو د کهولت په کلونو کي یې پاملرنه وکړي لاکن په ژوند به دي نه وي اوریدلي چي خدای پآک دي و یوې جوړې ته ځوان ږیرور او بریتور زوی ورکړی وي. الله تعالی و هري جوړې یو نانی منانی وړوکی زوی یا لور ورکوي چي په ډیر لږ تکلیف د تناسلي قناط څخه تیر سي او وځیږي نو ښاغلی غفوري صاحب دلته عام خلګ د خپلو بنسټیزو سیاسي او ټولنیزو حقوقو غوښتنه نه سي کولای یعني ولسواکي اصلاً سته نه واکمن دی د استخباراتو او اجرائیه قوې په… نور لوستل »

هيښ ويښ

سياسي ګوندونه ؟؟؟؟؟
که مقصد دې کمونيسټي او تنظيمي ډلې او افکار يې وي ، نو هغوی خو مسلح ، جنايتکاره او د اولس قاتل باڼډونه وو او دي ، چې دا وطن يې روان مصيبت اخته کړ او داسې جنايتونه يې وکړل چې هټلر ، پولپوت او ستالين ورته سپين مخي شول .

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x