نظــر

طالب له هره پلوه یو پیاوړی ځواک دی

مجاهد خواجه

د روان شل کلن جهادي بهیر له شروع نه تر اوسه پورې طالبان په جګړه يیز حالت کې قرار درلود او په ښه مېړانه یې دا بهیر سرته ورساوه، حتمي ده کله چې له داسې ستونزمن حالت نه څوک راوځي نو ډیر کړاوونه او تکلیفونه به یې برداشت کړي وي، سختۍ به یې ګاللې وي او د ستونزو سره سره به یې څه جنګي او تکتیکي تجربې هم لاس ته راوړې وي.

د نړیوال اشغال په وړاندې د دوی سرښندنو او قربانیو وښودله چې طالبانو د نړیوالو په وړاندې ستر بریالیتوبونه تر لاسه کړل او د یو منظم پلان له مخې یې د دوی شلن کلنې بې ځایه هڅې له خاورو سره خاورې کړې.

د طالب زلمیو د فتحو په ګړندي بهیر کې د ولسوالیو او ولایتونو د سقوط پر مهال له ځانګړو مهارتونو نه په ګټې اخیستنې سره یې لوی ښارونه بې له کوم تشویش څخه مهار کړل او د نظم لپاره یې په معیاري توګه له ډیر عمیق فکر څخه کار واخیست، چې په ښارونو کې څوک په دې ونه توانیږي چې چور او چپاول ته زمینه برابره کړي.

بله دا چې د ښارونو د تنظیم په خاطر د منظمو او مجهزو قطعو په درلودلو سره یې وښودله چې طالب منظم او یو پیاوړی ځواک دی.
هغه ځواک چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې یې د هیواد د ټولو ښارونو د نظم او امن چارې په بشپړه توګه کنترول کړې.

په اداري چارو کې د طالبانو مدیریت هم هغه بنسټیزه غښتلتیا ده، چې تر دا مهاله یې په ښه توګه سرته رسولې ده.

ډیری رسنۍ او کارپوهان په لوړو پوسټونو د ملایانو ګمارنه تر پوښتنې لاندې راولي، وایي چې دوی به دا مسئولیت/مدیریت څنګه سرته رسوي؟

هغه کسان چې طالبان تر دې نیوکې لاندې راولي، دوی په دې نه پوهیږي چې شل کلن جهادي بهیر کې د طالبانو ادارات چا پرمخ وړل؟ آیا طالبانو به په خپل تحریک کې ادارې نه درلودې؟

هغه کسان چې د طالبانو په مدیریت باور نه لري هغوی دې د طالبانو تیر شل کلن مدیریت مطالعه کړي او په اړه دې ژور فکر وکړي.

که د طالبانو د مدیریت یا ادارو په اړه ووایو، چې نړیوال مدیریت یې چلینج کړ، مبالغه به نه وي.
ځکه نړیوال دلته د یو لوی پلان پر مخ راغلي وو. دوی غوښتل هغه بدمرغه پلان دلته عملي کړي. آما ونه توانېدل، اوس چې د مدیریت خبره کوو نو د نړیوالو ښکېلاکګرو تر شا هم په زرګونو ادارې موجودې دي، بیا هم په مدیریت کې پاتې راغلل او د الله ﷻ په نصرت سره د طالبانو د ښه مدیریت ښکار شول.

لنډه دا چې هیڅوک حق نه لري، چې د طالبانو ګمارنې تنقید کړي. هلته چې یو اسلامي نظام مینځ ته راځي، بایدۀ ده چې عالمان، فاضلان او مُلایان یې په رآس کې موجود وي.
تیر شل کلن نظام کې مو ولیدل، هغه کسان چې په لوړو پوسټونو ناست وو. له غلا غصب او رشوت خورۍ نه یې بل کار نه و. دوی د افغان ملت په مالونو باندې کومې نخرې ونه کړې.

په هر صورت د ا. ا. ا اوس له هر پلوه یو پیاوړی ځواک دی چې د افغانستان وضعیت ته په پام کې نیولو سره به په هر برخه کې سترې لاسته راوړنې ولري.

پای..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx