نظــر

بايډن او افغانستان

بريالی پاسنی

کوم عبارت چې بايډن د افغانستان په باره کې د خپلې روانې پاليسۍ د توجيه لپاره ( د اګست د اوولسمې بيان) نن سبا استعمالوي؛ د نړۍ د ټولو مسلمانانو او په خاص ډول د ازادۍ خوښو افغانانو لپاره د خوښۍ او وياړ خبر دی. دی وايي چې د يو تريليون ډالرو لګښت څه فايده ونه کړه. په  دومره ډير مصرف او په ډيرې خوارۍ د درې لکو روزل شوو مجهزو او تربيه شوو افرادو څخه جوړ عسکري نظام د ټول قوت او طاقت سره په دې شکل راوغورځيد چې ده  او حتی ډيرو نورو يې هيڅ طمع نه درلوده، افغان نظاميان يو په بل پسې تسليم شول، ځينو خو يې حتی بې له ډزه سلاح کېيښوده، د دولت ريس وتښتيد او په يوه ترپ له هيواده ووت. مونږ دوی ته سلاح ورکړه، مهمات مو ورکړل، ټريننګ مو ورکړ، هوايي ځواک مو ورته سنبال کړ، لباس او بوټان مو ورکړل، حتی د دوی تنخواه ګانې مو ورکړې. مونږ دوی ته هرڅه ورکړل. هغه څه چې مو ورنه کړه هغه عزم او اراده وه چې نه مو شوه ورکولای. دې نظاميانو  اصلاً عزم او اراده نه درلوده.

تر دې وروستيو حادثاتو ( د ولايتونو يو په بل پسې چټک سقوط) چې ټوله نړۍ يې حيرانه کړه څو مياشتې و‌ړاندې هغه وخت چې د کابل زمامداران د غني او عبدالله په شمول واشنګټن ته ورغلي وه د کابل حکومت دده مشورې دده په قول چې د طالبانو سره د مصالحي په مورد کې وې ونه منلې او برعکس غني او ملګري هيئت يې د جنګ لاره غوره بلله او په وار وار يې ويل چې د امريکا د مالي حمايت په صورت کې يې دوی د طالبانو مخې ته د دريدو توان لري. خو دا هيڅ ونه شول او دې نظاميانو چې زمونږ تر بعضو متحدينو ډير او بهتر مجهز وه هيڅ مقاومت ونه کړ نو په دې اساس مونږ (امريکايان)هم هغه جنګ چې افغانان يې خپله نه کوي کول نه غواړو. دده په قول چې د امريکايي قواو نور پاتي کېدل، يو کال، پنځه کاله  او حتی شل کاله نور هم کومه فايده نه کوي. دا  کوم کړاو چې نن سبا يې په کابل کې شاهدان يو د امريکايي قواو د پاتې کېدو په صورت کې شل کاله وروسته هم پېښيدونکي دي او زمونږ حضور د طالبانو سره د سياسي جوړجاړي په رامنځته کېدو کې هم مرسته نه کوي مرسته خو لا پريږده چې تاوان کوي. په بل تعبير د جګړې دوام او د امريکا نظامي حضور په افغانستان کې په هيڅ صورت د حوادثو جريان ته تغير نه شي ورکولی. افغانستان د امپراطوريو هديره ده.

په دې بيان کې دا او دې ته ورته ډير نور نقاط دي چې د ټولو افغانانو او په خاص ډول د طالبانو لپاره د ستر افتخار باعث دي چې د شلو کلونو غورځو پرځو له برکته د افغانستان د تاريخ يوه برخه شوه، پوره لوستل او اوريدل يې په کار دي.

البته مونږ په دې لنډه ليکنه کې هڅه کوو چې که وکولای شو هغه څه چې په لغاتو کې سم په وضاحت نه ښکاري او په جملو او د جملو تر شا پټ را پټ پراته دي دوستانو ته ښکاره کړو. زمونږ دلچسپي په دې کې ده چې د هيواد اينده سياسي چارواکې که ضرورت لري له خپل ذهني توښې (د سفر زاد)سره يو ځای دا لاندې څو نقاط ددې اوږدې او ستغې سياسي لارې د سفر له پاره چې مخې ته پرته ده له ځانه سره واخلي.

اول: بايډن په خپل تقرير کې(د تقرير اهميت په دې کې دي چې د کابل له سقوط څخه وروسته د بايډن نظر ښکاره کوي) د Counter insurgency او Counter Terrorism ترمنځ فرق کوي.

  • Counter insurgency (د بغاوت مقابله)

دی وايي چې په افغانستان کې د امريکايانو هدف له لومړۍ ورځې د تروريزم مقابله وه او ده نه د داخلي بغاوت ځپل. د داخلي بغاوت ځپل او له منځه وړل ده په Nation Building سره تعبير کړي چې د امريکايانو هدف نه وه او نه دي. لومړنی هدف د اسامه په مرګ ترلاسه شوی او دویم  چې Counter insurgency  دی د امريکايانو مسوليت نه دی. د افغانستان مجهزې اردو چې د طالبانو څو برابره وه  او هوايي ځواک يې هم درلود بايد دا جګړه کړې او ګټلې وای. دا جګړه د تروريزم خلاف جګړه نه ده چې امريکايان يې بايد په هر قيمت چې وي په خپله تر سره کړي. په بل عبارت القاعده مونږ(امريکايانو) له پښو وغورځوله. د طالبانو مقابله د حکومت کار دی.

  • Counter Terrorism

امريکا چې په نيويارک کې د وال سټريټ د اسمان څکو له راغورځيدلو وروسته کومه جګړه پيل کړيده هغه د تروريزم په مقابل کېي جګړه ده چې تر اوسه او اوس هم جاري ده. د امريکايي منافعو د خوندي ساتلو لپاره امريکا هر ډول اقدام ته چمتو ده خو امريکا پردي جنګونه(Counter insurgency ) نور په غاړه نه اخلي. مونږ يعنې امريکايان د نړۍ په سطحه د تروريزم په مقابل کې په جګړه لګيا يو او مخ ته يې وړو. اوس مو چې اسامه د جهنم تر دروازو بدرګه کړ زمونږ اوليتونه نور دي. روسان او چېنايان چې زمونږ ستر او بين المللي رقيبان دي خوښ دي چې مونږ په يوه بې پايانه جګړه کې ښکېل وويني ترڅو په دې ډول بې نتيجې جنګونو چې اصلاً زمونږ کار نه دی ميلياردونه ډالر مصرف کړو او ځاني قرباني ورکړو.

د پورتني دوه ټرمونو ترمنځ توپير چې د بايډن له نظره په يوه کې Counter Terrorism د امريکا نظامي ښکېلتيا مشروعيت لري او په بله کې يې(Counter insurgency)د امريکانظامي مداخلات بې ځايه او غير معقول دي لاندې دلايل درلودلای شي:

الف: طالبان ترورستان نه دي، د بايډن په قول او د پورتني تفکيک پر بنياد چې اساس يې دده خپل بيان دي دوی يعنې طالبانInsurgents دي چې د خپلې خاصې داعيې Causeله پاره جنګيږي مونږ او زمونږ متحدينو ته بين المللي تهديد نه دی. دا استنتاج دا معنی افاده کوي چې د امريکا د حکومتونو ټولې کړنې چې له طالبانو سره يي د ترورستانو په څير عمل کړی دی مشروعيت نه لري. په دې اساس ويلای شو چې ‎په تور لست کې د طالبانو د مشرانو د نومونو شاملول، په شپنيو عملياتو کې اشتراک، وژل او بنديانول، په افغانانو د يوې فاسدې ادارې او فاسد نظام تپل او نور ډير څه چې امريکايان يې Nation Building بولي د Counter Insurgency تر عنوان لاندې راځي چې په امريکايي اعتدي تعبيريږي.

ب: د اسامه وژل په پاکستان کې دا په ګوته کوي چې دا ټولې ورانۍ په دې هيواد يعنې افغانستان کې د امريکا له خوا د ستراتيژکو غلطيو محصول دی. د غلطيو محصول جبيره غواړي. خصوصاً هغه تباهي چې د اسامه له مرګه وروسته په دې هيواد کې رامنځ ته شوې ده په غلطيو هم نه شي تعبيريدلای. د تيرې لسيزې مالي او ځاني خسارات هغه کړنو ته ورته والی لري چې د دوهمې جهاني جګړې د اختتام څخه وروسته امريکايانو د جرمني او ايټاليا ځينې ښارونه هسي د مزو لپاره په بمباريو لوټې لوټې کړل. په وروستۍ لسيزه کې د ټرمپ او اوباما دواړه ادارې شاملې دي. د بايډن په تعبير دې دواړو ادارو د بل چا جګړه يعنې Counter insurgency مخ ته بيولې ده چې افغانستان ته يي هم تاوان رسولی او امريکا ته يې هم درانه ځاني او مالي تاوانونه اړولي دي. بايډن وايي دې نه دا کار يعنې پردۍ جګړه کول غواړي او نه يې راتلونکی ريس جمهور ته پريښودل.

ج: امريکايان له طالبانو سره د دشمنۍ د ختمولو او متقابل تفاعل لپاره د زمينه سازۍ کوښښ کوي. د ده د بيان دا تعبير په دې معنی دی چې امريکايان له طالبانو سره په دې شرط چې طالبان په حکومت او اداره کې د منلو وړ سلوک اختيار او ځينې معيارونه مراعات کړي کار کول غواړي. امريکايان نه غواړي د طالبانو سره د سياسي روابطو دروازه د هميشه لپاره وتړي. امريکا فکر کوي او اميد لري چې ګردونه کېني روابط به عادي شي.

د: دا بايد په ذهن کې وساتل شي که طالبان امريکايانو ته د رسمي شناخت او په بين المللي ټولنه کې د ناستې ځای د پيدا کولو لپاره ضرورت لري تر دې زيات امريکايان طالبانو ته محتاج دي. فکر کېږي چې امريکايان  به بالاخره په کابل کې يواځې په خپل سياسي حضور هم قناعت وکړي. له نژدې د روس او چين څارل چې د امريکا ستر رقيبان دي د طالبانو په دښمنۍ کې ګران کار دی. همدا دليل دی چې بايډن وايي چې دی به د افغانستان له خلکو سره خپلو سياسي او بشر دوستانه مرستو ته د نورو لارو او د نورو په وسيله  دوام ورکړي.

په دې اساس اوسني حالاتو او تازه بين المللي ډلبنديو ته په کتو داسې ښکاري چې د چېن، روس، پاکستان، ترکېي او عربستان سعودي هيوادونه احتمالاً تر نورو دمخه د طالبانو حکومت چې د جوړيدلو په درشل کې دی په رسميت وپيژني. د دې ټول پورتني تفصيل بنيادي نقطه داده چې هغه تهديد چې امريکايان او په خاص ډول خليلزاد يې تکراروي چې طالبان به د بين المللي ټولنې له خوا منزوي شي بې محتوی دړکې او پوچې پټکې ښکاري.

و من الله التوفيق

بريال پاسني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx