افغانستان

امریکايي سناتوران: غني دې د میلیونونو ډالرو د تښتولو په جرم محاکمه شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳وږی، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې له کابله د اشرف غني په تګ لس ورځې اوړي او ویل کېږي، له ډالرو ډک بکسونه یې له ځانه سره وړي؛ امریکایي سناتوران وایي، نوموړی دې د افغانانو د شتمنۍ تښتولو په جرم محکمې ته را کش کړل شي.

د امریکا دوو جمهوري غوښتونکو سناتورانو «جیمز کامر او ګرات مېن»‌ د امریکا لوی څارنوال او د بهرنیو چارو وزیر ته په لېږل شوي لیک کې چې یوه کاپي یې فاکس نیوز ته رسېدلې لیکلي، چې «اشرف غني له افغانستانه د تېښتې په مهال دومره ډيرې پیسې له ځانه سره وړې دي، چې دده‌ په هلیکوپتر کې نه ځاییدې او اړ شو چې په فرشونو یې وغورځوي.»

یادو سناتورانو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته د اګست میاشتې تر ورورستۍ نېټې وخت ورکړی او له هغه یې غوښتي چې یاده موضوع وڅېړي‌ او په اړه یې کانګرس ته معلومات وړاندې کړي.

سناتورانو په لیک کې ټینګار کړی، چې که غني ريښتیا هم پیسې تښتولې وي، نو باید محاکمې ته را کش کړل شي‌ او د مجرم په حیث چلند ورسره وشي.

د لیک په یوه برخه کې راغلي «که چېرې د پيسو تښتولو موضوع ریښتیا وي، نو دا د یوه هیواد د ولسمشر ابرومندانه تګ نه دی؛ بلکې یوه ویروونکې تېښته ده.امریکا باید خپلې ټولې هڅې وکړي او دا موضوع تعقیب کړي.»

امریکایي سناتوران داسې مهال د اشرف غني له لوري د پیسو تښتولو قضیه څېړي، چې د روانې میاشتې پر څوارلسمه نېټه نوموړی په ناڅاپي‌ ډول له کابل څخه ووت او د یوې الوتکې په مټ یې له خپلو څو تنو ملګرو سره یو ځای له افغانستانه تېښته وکړه.

ویل کېږي، نوموړي لسګونه میلیونه ډالر له ځانه سره وړي دي، او له دې امله چې وخت یې نه دی موندلی، ځيني یې په ارګ کې پاتې شوي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر غړی «شهاب الدین دلاور» وایي،‌ دوی د ارګ په یوه برخه کې اته سوه زره او په بله برخه کې دوه سوه زره ډالر پیدا کړي، چې له غني پاتې شوي دي.

بل لور ته اشرف غني بیا څه موده وړاندې په یوه ویډیويي پيغام کې وویل، چې له یوه پرتوګ او کمېس سره دوبۍ ته تللی او ډالر یې له ځانه سره نه دي وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

د افغانستان د بانک خزانه چا چور کړه؟ د افغانستان بانک خزانه چا چور کړه ؟ راځۍ دلته یی وګورۍ . – YouTube د امريکا دوو جمهوري غوښتونکو سناتورانو «جيمز کامر او ګرات مېن»‌ د امريکا لوی څارنوال او د بهرنيو چارو وزير ته په لېږل شوي ليک کې چې يوه کاپي يې فاکس نيوز ته رسېدلې ليکلي، چې ((اشرف غني له افغانستانه د تېښتې په مهال دومره ډيرې پيسې له ځانه سره وړې دي، چې دده‌ په هليکوپتر کې نه ځايدې او اړ شو چې په فرشونو يې وغورځوي)).   يادو سناتورانو د امريکا د بهرنيو چارو وزير ته… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

امریکایی سناتوران د غنی د یو څو میلونو د جرم د محاکمه کولو په خای لمړی ځان محاکمه کړی چه په نورو هیوادو ناروا تیری کوی او د امریکا او اروپا په غریبو او ناپوهو عسکرو د مستعمره هیوادو مظلوم ولسونه وژنی او زیرمی یی غارت کوی هغو هیوادو کی نشه توکی تولید او قاچاق کوی اروبا ، امریکا او نړی ته یی نظام الوتکو کی نقلوی او په اوچته بیه یی خرڅوی ځانله افغانستن کی د کال ۷۸ بیلونه ډالر تر لاسه کوی . غنی که محاکمه کوی افغان مجاهدین به یی انشاالله په دی محاکمه کړی چه هغه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx