ادبي لیکني

ړوند«لنډه کيسه»

عبدالرحمن وقار

د لوې کلا په دېوال ډله خړې، مرغۍ ناستې وي.
په چوتره کې ولاړ هلک لیندۍ ته زور ورکړ، تېږه خطا شوه له دېواله مړې لوټې؛ را توی شوې، مرغۍ پورته شوې، کلا ته د نږدې ونې په ښاخونو کېناستې.
له دهلیزه ډډ، نارینه غږ راغی.
_وا ړونده؛
ستا په عمر چې لا ز وم، مېږی به لا رانه خطا کېده نه!!
هلک د چوترې په خاورينو زینو کې، ګړندې ګامونه واخېستل د کلا نه د باندې ووت.
په پوله مرغۍ، ناستې وي.
تېږه وار شوه، له پولې مړې دوړې پورته شوې، هلک منډه کړه.
په زوره یې، چیغه کړه.
هله ومې ویشتله.
هلک منډې وهلې، پښه یې بنده شوه، پړ مخې پرېوت.
ژر پورته شو، کالي یې څنډ وهل خړ ګردونه ترې پورته شول.
هلک ورو قدمونه واخېستل کړل، د خړې پولې بېخ ته یې وکتل، هېڅ هم نه وو.
تندي يې تریو شو، په ورو یې وویل:
_آبا مې هم پېغور راکړ؛ لکه چې رښتیا ړوند یم، زما همزولې څومره تکړه دي ښه نښه ویشتلي شي، زه هېڅ ویشتلي نه شم.
هلک سترګې مخامخ ونېولي، څه ورته ښکاره نه شول، سر یې کوږ کړ، سترګې یې رڼې شوې، په خندا یې وویل:
_ هغه ده؛ د نواب کاکا په پالیز کې هغه د ټوټو نه جوړ ډارونکی سړي ولاړ ده، ښه نښه په زده کېږي، لېندۍ ته يې زور ورکړ، په خشکه یې وویل:
_اوس به مې آبا ته معلومه شي، چې زه څنګه نښه ولم.
له لېندۍ څخه تېږه وار شوه، مخامخ ولاړ سړي ولګېد، ولوېد، هلک منډه کړه.
په خندا یې وویل:
_اوس به مې آبا هم وویني، چې څنګه نښه مې وویشته، هلک منډې وهلي، کور ته په رسېدو سره یې په زوره چیغې کړي، راشه آبا تا راته ړوند ویل، اوس وګوره هغه د نواب اکا په پالېز کې مې د ټوټو څخه جوړ ډارونکي سړي په دا سر وویشت په هغه ځای ولوېد.
په چوتره کې ولاړ له عمره پوخ سړي، په پلنو شونډو نرې موسکا وکړه.
ځنډ وروسته؛
د کلا دروازه، ټک ټک شوه.
کوچني هلک وو، ساه یې لنډه لنډه کېده، په ستړي غږ وويل:
_هله فرید کاکا زوي دي زما پلار په لېنده باندې وویشت، هلته اوس پروت ده، زوی دې کور ته راوتښتېده.
سړي هلک ته وکتل.
په غوسه یې وویل:
-څه دي کړي دي؟
د هلک سترګې رډې، را ختلې وي.
په ماته ګوډه ژبه یې وویل:
_ خو آبا؛ ته ويل چې ړوند یې.
سړي په زوره، چیغه کړه.
بس کړه کم عقله، زه خو درواغ نه وایم، چې ته ړوند یې.
ټول د کلا څخه د باندې د شنه، پالېز په لور ګړندې ګامونه واخېستل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx