نظــر

حکومتي اډانه

شېرمحمد

د اسلامي امارت په راتګ سره د امن لمن وغوړېده او د وینې تويېدو مخه ډب شوه. د حکومتي اډانې نه جوړښت څه ستونزې زېږولي دي مګر کار جریان لري ان شاءالله تمه ده چې په بيړه یې پای ته ورسېږو.

د حکومتي تشکیل په اړه د مولوي صاحب عبدالسلام ضعیف یادونه هیله بښونکې ده.

د راتلونکي حکومت د اډانې په اړه عمده دوه لیدلوري شتون لري:
۱- هسې چې ټولو اړخونو ته منلی وي.
۲- هسې چې کوم اړخ ملاحظات ولري.

د ځنډ لامل د لومړي لیدلوري له مخې د چوکاټ جوړول دي ځکه چې د هیواد او نړۍ د ټولو اړخونو منلی جوړښت رامنځته کول ډېر سخت کار ده نو زغم په کار ده.

د اسلامي ارزښتونو، شهیدانو او فدایانو ارمانونو ته پاملرنه تر ټولو اړینه خبره ده هسې نه چې د حکمتونو په نوم له پامه وغورځول شي.

د موجوده ستونزو د حل لپاره د پخوانيو مامورینو استخدام ته اړتیا ده ځکه په داسې لنډ وخت کې بدیل نه لري.

که د اقتصادي چارو د پیل په اړه تلوار وشي ښه ده ځکه ولس تېرې دوه لسیزې دوو لویو ستونزو چې بې امني او فقر دی له پښو غورځولی ده(اوس یوه هواره د دوهمې حل پکار ده).

د حکومت له جوړېدو سره د وړتیا له مخې استخدام د نظام د ثبات تضمین کوي ځینې پخوانۍ او اوسنۍ مقررۍ بدلون ته اړتیا لري.

د داسې اسلامي نظام د جوړېدو په هیله چې د ټولو په خیر وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx