ورزش

ریال مدرید د کیلیان امباپی لپاره د ۱۶۰ ملیونه یورو وړاندیز وکړ

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۳ وږی، ۱۴۰۰ل): هسپانوي مشهور کلب ريال مدريد د فرانسوي لوبغاړي کيليان امباپی د خپلولو لپاره د پاريس سان جرمان کلب ته د ۱۶۰ مليونه يورو (۱۸۸ مليونه ډالره) وړانديز وکړ.

د فرانسوي کلب پاريس سان جرمان چې نه غواړي د ياد حمله کونکي لوبغاړي له خدمتونو محرومه شي، تر دې دمه د ريال مدريد وړانديز ته رسمي ځواب نه دی ورکړی.

فرانسوۍ ورځپاڼه «ليکيپ» وايي چې پاريس سان جرمان کلب د ريال مدريد دغه وړانديز رد کړی، امباپی تر راتلونکي جون مياشتې د پاريس کلب سره تړون لري چې له هغې وروسته به ازاد لوبغاړی شي او چيرته چې وغواړي تللی شي.

د فرانسې مشهور د فوټبال خبريال او مبصر فابريزيو رومانو وايي، امباپی غواړي سږکال د پيسو په بدل کې او يا راتلونکی کال په ازاده توګه د خپل کوچنيتوب خوبونو کلب سره يوځای شي.

۲۲ کلن امباپی څو څو وارې رسنيو ته واضحه کړې چې د هغه د خوبونو کلب ريال مدريد دی او غواړي د يادې لوبډلې له لوري ولوبيږي، هغه په دې تړاو د تړون غځولو لپاره د پاريس سان جرمان درې وړانديزونه رد کړي

پي ايس جي کلب په ۲۰۱۷م کال کې فرانسوي کلب موناکو ته د کيليان امباپی په بدل کې ۱۸۰ مليونه يورو ورکړې وې، خو اوس غواړي له نوموړي سره تړون وغځوي.

دغه کلب سره تېره مياشت د ليونل ميسي يوځای کېدو وروسته د پي ايس جي مشر ناصر الخليفي وويل: «امباپی اوس په دغه کلب کې پرته له پاتې کېدو بل هيڅ دليل نه لري».

د يادونې وړ ده چې پاريس لوبډلې د فوټبال د پېر او پلور په کړکۍ کې د ليونل ميسي په ګډون درې غوره لوبغاړي پرته د پيسو په بدل کې خپل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx