ورزش

طالبان: د کرکټ لوبغاړو په لاسته راوړنو ویاړو او لا غوره والي ته یې رابولو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳ وږی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اسلامي امارت یو شمېر غړو د کرکټ بورډ د عمومي سرپرست رئیس عزیز الله فضلي او لوبغاړو سره په کرکټ بورډ کې ناسته ترسره کړه چې له مخې یې لوبغاړي په ډاډه زړه لوبې ترسره کولو او افغانستان ته د لا نورو خوښۍ راوړلو ته راوغوښتل شول.

په دغه ناسته کې چې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر او مذاکراتي ټیم غړي انس حقاني او د فرهنګي کمیسون مرستیال احمد الله وثیق ګډون کړی و وویل، د کرکټ لوبغاړي د افغانستان د خلکو د خوښۍ سبب ګرځېدلي، ددوی په بېلا بېلو لاسته راوړنو خوښي څرګندوي، ددوی ملاتړ کوي او د بشپړ همکارۍ ډاډ ورکوي.

په دغه ناسته کې د طالبانو مشرتابه د افغانستان کرکټ بورډ او لوبغاړو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکولو ترڅنګ لوبغاړي وهڅول تر څو د تېر په څېر هېواد ته بریاوې راوړي.

ښاغلي انس حقاني په خپلو خبرو کې خوښي څرګنده کړه چې د کرکټ ملي لوبډلې افغانستان ته ګڼې لاسته راوړنې لرلې دي، نوموړي زیاته کړه: «مونږ د کرکټ په ملي لوبغاړو ویاړو چې د ګرانو هېوادوالو د خوښۍ سبب ګرځي، مونږ په خپل وس او توان د افغانستان کرکټ سره همکار یو او ملاتړ یې کوو؛ هیله لرو چې زمونږ ملي لوبغاړي په راتلونکې کې هم د هېواد لپاره نورې بریاوې ترلاسه کړي».

دغه راز ښاغلي احمد الله وثیق هم د لوبغاړو په بریاو خوښي وښودله او د بشپړ ملاتړ ډاډ یې ورکړ، نوموړي وویل، «ورزش د روغتیا ضامن دی، نو په همدې اساس هر هغه څه چې روغتیا ته ګټه لري مونږ یې ملاتړ کوو، خوښ یم چې د اتلانو سره په یوه ناسته ګې ګډون کوم او له دوی هیله لرو چې د تل په څېر افغانستان ته بریاوې راوړي».

د ناستې په ترڅ کې د کرکټ بورډ نوي ټاکل شوي سرپرست رئیس عزیز الله فضلي د طالب مشرتابه او راغلو غړو مننه وکړه او ترڅنګ یې زیاته کړه چې لوبغاړي په ملي روحیه سمبال دي، «همدا لامل دی چې تل یې هېواد ته بریاوې ترلاسه کړي او راتلونکي کې به هم د پام وړ لاسته راوړنې ولري».

نوموړي کرکټ بورډ ته د یو ځل بیا راتګ په اړه وویل چې د کرکټ په برخه کې غوره والی دده لومړیتوب دی او هڅه به وکړي تر څو له دغې لارې هېوادوالو ته خوښۍ ورکړي.

د ناستې په پای کې د لوبغاړو په استازولۍ د ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي خبرې وکړې او د اسلامي امارت له مشرتابه څخه یی د مننې ترڅنګ، په راتلونکې کې د بریاو ترلاسه کولو ډاډ ورکړ.

دا په داسې حال کې چې وړمه ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې یو وځنیو لوبو سیریز چې ټاکل شوی و په سریلانکا کې ترسره شي د هېواد د ناسم وضعیت او په سریلانکا کې د کرونا له کبله د لګېدلي قرنطین له کبله راتلونکې کال ته وځنډیدې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx