نظــر

پلاو او د خنزیر کفته

بريال پاسنی

کابل ښار کې طالبانو سلوک د ډیرې ستاینې دی. خال خال واقعات خود پیښیږي چې د يوې یې زه په خپله عیني شاهد یم.

نن چې کله زه د کابل ژوبڼ تر څنګ تیریدم یوه لس کسیزه ډله طالبان مې ولیدل چې ژوبڼ ته بې له ټکټونو په زور ننوتل. د ژوبڼ د دروازې د محافظ اصرار او د هغه تیزې تیزې پاړسو چې ټکټونه واخلئ کومه فایده ونه کړه.

په هر صورت په دومره لوی اوښتون کې دا ډول وړې بې نظمۍ په نشت حسابېدلی شي، په دې شرط چې د تکرار مخنیوی یې وشي، ځکه واړه ګناهونه هم په تکرار غټیږي او حتی په عصري نړۍ کې هم  د عادي او متکرر مجرمینو تر منځ تفاوت کول یو معمول او په پراخه پیمانه شایع سلوک دی.

ددې خبرې وضاحت په کار دی چې په دې لیکنه کې هدف د وړو مسایلو غټول نه دي. ځکه عمومي عقیده پر دې ده چې هر شی په خپلو ابعادو کې اخیستل په کار دي. په بل تعبیر که د مسایلو غټول نه دي په کار د غټو مسایلو وړول هم درست نه دي.

که خبره په عمومیاتو پورې محدوده وساتو ښکاري چې د دې طالبي مثبت سلوک د الهام منبع په غالب ګمان سیرت نبوي دی. دا چې د دې مبارک سیرت زده کړه څومره د طالب جنګیالیو د زړونو تل ته پریوتې ده چې خود په خود د دوی په روزانه سلوک کې بې له کوم کوښښه په طبعي ډول ښکاره شي جلا خبره ده.

په دې اساس ویلای شو چې خورو ورو پېښو او کم اهمیته حادثاتو ته باد ورکول د دې سترې تعلیمي خزانې او د هغه کړاونو او کوښښونو چې ښوونکو ددې مبارکې خزانې د انتقال او تلقین په لاره کې ګاللي دي د  بې بها ارزښت کم ګڼل، لنډه منډه او تنګ نظري ده. برعکس ستایل او د زړه له کومې قدرداني کول یې په کار دي.

د ازادۍ ګټل، د ملي وحدت تامین او څنډې ته شوی طالبي ازاد فکر مرکزي سټیج ته بیا رسول او هغه هم په ډیر سخت زهرجن او خصمانه محیط کې د هر چا او هرې ورځې کار نه دی.  ماهر جاله وانان، اوږدې خواري او  بې دریغه سرښندنې غواړي.

په هر صورت د دې لنډې ليکنې مرکزي نقطه برعکس د غټو مسایلو وړول دي چې ډیر خطرات را منځ ته کولای شي. هغوی چې د بل په اوږو مال او وینه قدرت ته رسېدلي او د ازادۍ د غورځنګ په ځپلو کې یې له هرې ممکنې وسیلې تر یرغلګر زیات  کار اخستی دی څرنګه بیا موقع مومي چې د ملت په سر سپاره شي؟ د عفوې مقام او په اسلامي تعلیماتو کې یې ارزښت د هیچا له نظره پټ نه دی.

د نبوی سیرت په پله دوی ته عفوه کول د وحشي، خالد بن ولید او ابو سفیان شخصیتونه ذهن ته تداعي کوي او امید په دې پورې تړل کیږي چې په دې بخښنه او په دې ستره پیرزوینه (د دولس کسیز هيئت عضویت) به د الهي اجر او ثواب تر خوا مشابه نتایج مرتب شي. وحشي په احد کې حضرت حمزه په شهادت ورساوه خو بدل یې بیا د مسیلمه کذاب په وژنه اداء کړ. خالد بن ولید د احد بایللی جنګ په خپل جنګي مهارت بیرته د مشرکانو په نفع وګاټه خو له اسلام څخه وروسته یې تاریخونه په کارنامو او فتوحاتو ډک دي. ابو سفیان حتی د مسلمان کیدلو څخه مخکې هم د شرافت، صدق او رښتیا ویلو مٍثال قایم کړ.

ده سره له ستری کینې چې د حضرت محمد (ص) سره يې درلوده، د ده مبارک په باره کې د روم هرقل ته هیڅ ډول دروغ ونه ویل.

ددې محاورې محتویات بی مثاله دي ذکر یې مونږ بلې خوا ته بیايي. دوی درې واړه د اسلام څخه دمخه او وروسته  د سرشت او بافت له نظره خالص عرب وه چې د روم او فارس نوکران نه وه. دغه نقطه يعنې د بل نوکري ده چې توجه غواړي.

ددې مطلب د راپورته کولو انګیزه په یو غربي اخبار کې یو رپورټ  دی چې وایي انګریزانو د صفري قطعاتو څخه سل تنه تکړه عسکر په پټه انګلستان ته بیولي دي. د رپورټ مطابق دوی به چې په تربیه یې میلیونونه ډالر مصرف شوي دي د انګلیسي قواوو سره یو ځای د انګلیس په عسکري نظام کې خدمت کوي. د اخبار په حواله د دوی ژبني کفایت او مهارت به  په افغانستان کې د ډیرو پټو عملیاتو د اجراء او انجام  په صورت کې خورا ګټور ثابت شي. اوس چې دا ډول عملیات د انګلیس په نیت کې دي پلان یې حتماً په نیت کې دی او پلان چې د مختلفو اعمالو مجموعه ده  مختلف عاملین (Actors) ايجابوي. د دې ډول عملیاتو هم اهنګي او تنسیق به په غالب ګومان د لستوڼي د مارانو کار وي.

د هیئت موجوده  ترکیب د خوندور پلو او د خنزیر کفتې ته پاتې کیږي چې د ډیرو وږو یارانو اشتها به خرابه کړي. د سمعا و طاعة اصل چې غالبا د اطیعوالله و اطیعو الرسول…منکم په استناد متکي دی د منکم د کلمې له وجې د هیئت جهادي متجانس والی او نګه توب ايجابوي.

و من الله التوفیق

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx