
ترکیې خپلو عسکرو ته له افغانستانه د وتلو امر کړی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴وږی، ۱۴۰۰ل):د ترکیې دفاع وزارت په افغانستان کې مېشتو عسکرو ته امر کړی، چې له کابل هوایي ډګر څخه په وتلو پيل وکړي.
د ترکیې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له مختلفو رابطو نیولو او په افغانستان کې د اوسني وضعیت تر ارزولو وروسته ترکي پوځيانو ته له افغانستانه د وتلو امر شوی او دمګړۍ دا پروسه پیل شوې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ترکي پوځيان په ډير افتخار خپل هیواد ته راستنېدونکي دي او هغه ماموریت یې سر ته رسولی دی، کوم چې ورته سپارل شوی وو.
ترکیه داسې مهال خپل عسکر له افغانستانه وباسي، چې د امریکا متحده ایالاتو هم خپلو عسکرو ته امر وکړ، چې د سپتمبر تر پيلېدو په بشپړ ډول له افغانستانه ووځي.
تر دې وړاندې د ترکیې او امریکا تر منځ د شوي تړون په اساس، ترکي پوځيانو د کابل هوايي ډګر د امنیت تامینولو چارې په غاړه اخیستې وې؛ خو طالبانو پرلپسې ټینګار کاوه، چې ترکیه باید خپل عسکر وباسي او که داسې ونشي نو د «یرغلګرو» په څېر چلند به ورسره وشي.
بل لور ته رویټرز خبري اژانس وايي، د طالبانو او ترکیې تر منځ په شویو خبرو کې طالبانو له هغوی غوښتي چې د کابل هوايي ډګر د تخنیکي چارو د سمبالولو لپاره پرسونل پرېږدي، خو نور پوځيان له افغانستانه وباسي.
تر دې دمه لا هم څرګنده نه ده، چې ترکیه د کابل هوایي ډګر د تخنیکي چارو په ترسره کولو کې له طالبانو سره مرسته کوي که نه.
د غره لیوان چه یو مطلوب حیوان دشکار لاندی ونیسی تر هغی یی نه پریږدی تر څو یی غوښی ورله خوړلی نه وی مګر هغه چه هغه حیوان جدی مقاومت وکړی او لا نور ورته حیوانات ورسره لاس اړونه ولری نو بیا هغه لیوه جبرا د ځان د ژوندی پاتی کیدو په خاطر پریږدی. امریکا او متحدین یی ټول د نظم نوین جهانی په قومانده په افغانستان د برید کولو دپاره ۹/۱۱ نړیواله فاجعه جوړه کړه د همدی د پاره چه د نوری نړی هر اړخیز قدرتونه یی تر لاسه کړی وو یوآخنی ځایونه چه تر اوسه یی لا پوره… نور لوستل »