افغانستان

طالب چارواکو د پنجشیر په اړه د نامسئولو وسله والو له ځايي قومندانانو سره لیدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ وږی، ۱۴۰۰ل): د پروان ولایت په مرکز «چاریکار» ښار کې طالب چارواکي د پنجشیر د قضیې د حل کولو په موخه د یاد ولایت د نامسئولو وسله والو له قومندانانو سره غږېدلي‌ دي.

د پخواني حکومت د مذاکراتي ټیم غړي‌ «حفیظ منصور» رسنیو ته ویلي، چې د «مقاومت جبهې»‌ د دوولس کسیزې او د طالبانو د اووه کسیزې ډلې تر منځ په یوه ښه فضا کې د پنجشیر په اړه خبرې وشوې او پریکړه وشوه، چې د سولې هلو ځلو ته به دوام ورکوي او یو پر بل به بریدونه نه کېږي.

دغه لیدنه چې په چاریکار کې شوې، د طالبانو له لوري د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمېسیون رئیس «امیر خان متقي» او یو شمېر نورو پکې ګډون درلود او د پنجشیر د‌ ځايي قومندانانو له ډلې «ایزیدیار، حفیظ منصور» او نور ددې ناستې برخه وال وو.

پنجشیر د افغانستان یوازینی ولایت دی چې لا هم د نامسئولو وسله والو په لاس کې دی.

زرګونو امنیتي ځواکونو له تېرو څو ورځو راپدېخوا یاد ولایت کلابند کړی او د چارواکو له لوري‌ د جګړې د پيلېدو امر ته انتظار باسي.

طالبان وایي، پنجشیر د نورو ۳۳ ولایتونو په څېر نیولای شي، خو دا چې په افغانستان کې اوس د جګړې د پای ته رسېدو اعلان شوی، نو ځکه هڅه کوي جګړه ونشي، او خبره د مذاکراتو له لارې حل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مه کوی

دیر اعلی، پنچشیر کی تقریبا اکثریت رهبران پوک او لند غر طبیعته دی عام اولس نه یادوم. دیر کوشش پر مذاکراتو اوسی او د مذاکراتو په جریان کی نوره اماده ګی حتمی ونیول شی تر سو دوی په دوی پوه شی چی سخت محاصره یو. که طالبانو راتلونکی میاشت کی نورو ولایتو کی کارونه عمل شروع کری او پنشیریان بیا هم سرکشی ورکری تر دیره حده دوی مسول ګرزی زکه هم طالب وخت ورکر او هم د مذاکری وراندیز وکر او جهان هم دیر سه نشی ویلی.

مه کوی

پنجشیر په اروند مهمی خبری: اول- هیخ خارجی پنچشیر ته د زمکی او هوا د لاری مه پریژدی زکه دپنجشیر رهبران اکثریت خرس شوی دی او ورتلونکی خارجیان یی حمایه کوی. دوهم- عمومی اعلان وشی که پنجشیر ته هر الوتکه تلونکی وه طالبان به له منزه یوسی او هغه هیواد خخه به پوشتنه کیزی. دریم- پنجشیران د مذاکراتو په جریان کی امتیازات غواری زکه د دوی دا عادت اوتاریخ دی. طالبان باید دیر متوجه اوسی چی هیخ دول امتیازات ورنکری. امتیازات لکه د پنجشیری رهبرانو د مالو د تحفظ تضمین دوی دیری پیسی غلا کری، غصب یی کری نو باید… نور لوستل »

noori

باید جنګ ونه شی او خپلی وسلی تسلیم کړی

Noori

نوره به لنډغری ګټه ونکړی او باید ټول داسلام قانون ته غاړه کیږدی.

دوکتور غروال

راوستل شوی طالبان اوس د SIS له خوا په کابل کښی مستقیمآ رهبری کیږی ، دوکتور اشرف غنی امریکا په ډیره زیرنګی سره له صحنی لیری کړو او شورای نظار په هدایت سره پنجشیر ته ولیږل شو اواوس د هولیؤد شرائیطو لاندی غوښتل کیږی چی طالبان او شورای نظار د راتلوونکی شیطانی لپاره سره یو ځای کړی او تهدابی جاسوس کرزۍ او ګلبدین هم پدی خائينی حلقی کښی رول ولری ( دا معلومات پرون راورسید ) !!! اشرف غنی په خپله دوره ډیر خائين قدمونه واخستل یعنی ددوه سره حکومت منل او د قاتلانو او چورکوونکیو څخه ځان نه جداکول… نور لوستل »

pattang

کریم جانه زوړ شوې خو مسلمان نه ! خوشې اپلتې ولې ، کله همایوني شې او کله له خلقیانو سره څڼې اچوې لکه بد اخلاقه انسان نه د خبره یوه ده او نه دې دین ! لوده خانه طالبان زما دکلي وګړي اوانسانان دي هغوی د خپل قوي عزم ، ارادې او د الله په مرسته راغلي دي او نه د احمد او محمود په مرسته ! تاسو خپله مرداري په تپل شوي پيغور پاکوۍ خوتیر نجاست به ستاسو له لمني څخه په هیڅ ډول پاک نشي !

دوکتور غروال

PATTANG JOHN ، هسی مسلمانی چی تاسو د اسلام او وطن پلورونکی ته د پنجابی پاکستان SIS او قیدانی ملایانو درښودلی دی د هغی سره نه یوازی زه بلکه ټول ملت ورسره دوښمنی درلوده او لری ، تربیه شویه غلامه تاسی په افغانستان کښی کلی نلرۍ تاسی ځینځیری غلامان د خپلو دهغه وخت مهاجرو خپلاونو افغانانو له خوا هم منفور یاستۍ که هرڅومره خپلی خبیثی ږیری اوږدی هم کړۍ او آیاتونه او حدیثونو باندی خپلی پلیتی حنجری هم وشلوۍ بیا هم د تاسو دوه مخه منافق خصلتونه نشی پټیدای تاسی اوس د افغان ملت قتلونو او زورولو لپاره راخوشی کړۍ… نور لوستل »

عبدالرقیب

اصل سوال دلته دی چي په شمال کي د پخواني جمیعت او شورا نظار د بغاوت د ځپلو لپاره ولي د ټوپکیانو سره سري غونډي کیږي؟ دا ډول غونډي خپله دا عام تاثر ورکوي چي دا وسلوال په سیمه کي نفوذ لري. طالبان باید د هیواد په شمالي او مشرقي سیمو کي پراخي ولسي غونډي جوړي کړي. د سقاویانو او امانیانو ۱۰۰ کلنو خیانتونو باندي رڼا ولویږي. د دوئ جفاوي څرګندي دي چي دوئ د اسلام او ولس سره کړي دي او د هغه جفاوو په اړه هم معلومات ورکړي چي دوئ یې په راتلونکي کي پلانوي. پنجشیریان نه د… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

زما په نظر له جګړی پرته د پنجشیر نیول ښه کار دی مګر جنګ هله کیږی چه تفاهم او منطق نور نه چلیږی یا ګته نه لری. پشتو کی یو غیر ادبی متل دی بخښنه کوی وایی ( کو.. دریږی مګر کو … نه دریږی ) د پنجشیر جنګ سالاران لکه احمد مسعود د همدغه شیطانت او غلامیو کی زیږیدلی او او لوی شوی دوی مور زادی خاینین دی دوی ته غلا ، دروغ او درغلی تقوی او هنر دی، دوی مسلکی درغلن غله دی په دوی باور کولو د ځان خطا ایستنه او ځانوژنه ده ، تول افغانستان کی… نور لوستل »

Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx