افغانستان

روسیه: طالبان د افغانستان په اقتصادي وده کې د روسیې همکارۍ منلو ته چمتو دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴وږی، ۱۴۰۰ل): په کابل کې د روسیې سفیر وایي، طالبان تیار دي‌ چې د افغانستان په اقتصادي‌ وده کې د روسیې همکاري ومني.

اسپوتنیک خبري‌ اژانس د روسیې د سفیر «دیمیتري ژیرنوف» له قوله ویلي «طالبان چمتو دي، چې د افغانستان‌ په اقتصادي‌ وده په ځانګړي ډول د معدني‌ سرچینو په برخه کې د روسیې رول او همکاري ومني.»

روسیه داسې مهال له طالبانو سره د افغانستان په اقتصادي وده کې مرستې کولو ته چمتووالی ښيي چې هیواد د طالبانو په ولکه کې دی او په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو نظامي حضور د روانې میاشتې تر پایه پای ته رسېږي‌.

طالبان وایي، لا له وړاندې د نړۍ هیوادونو ورسره ژمنه کړې چې په افغانستان کې به پانګونه کوي‌ او د کانونو او نورو معدني سرچینو په استخراج کې به د افغانستان لاس نیسي.

افغانستان تر ځمکې لاندې د یو ټریلیون ډالرو په شاوخوا کې کانونه لري، چې لا هم نه دي‌ استخراج شوي‌ او په را ایستل کېدو سره یې کېدای شي، چې د افغانستان اقتصادي وده په بې مخیني ډول چټکه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم

امنیتي سیکټور هم بد نه دی. افغانان دفع هواوو ته سخته اړتیا لري

الحاج استاذ بیانزی

دا ښه خبر دی ، مګر په احتیاط او پوره څیړنو ورسره جلند وشی ، کفر حق پتونی ته وایی او په ځانګړی هغوی چه زموږ هیواد یی اشغال کړی وو او دی ، د یو مزدور په حیث نه د بادار په حیث وکارول شی ، موږ د خپلواک هیواد بیا جوړونه غواړو داسی نه چه په هیواد جوړونه خپلواکی له لاسه بیا او بیا ورکړو ، روسانو زموږ امان الله خان لاس کی ونیولو د پلار په وژلو یی پاچاهی ته ورسولو او له هغه وروسته یی کابل کی د انګریزانو او روساوو د سفارت په الیشولو (… نور لوستل »

طوطی یمه

بیانزی صیب سلامونه: داسی کله کله زمونږ د زړه خبری هم لیکه. کور آبا ځوی لوی.

مه کوی

بیانزیه وروره !! یو وخت یو وخت شه تبصره کوی. دا نقطه دی په تبصری کی دیره مهمه ده چی موژ باید کار په احتیاط واخلو. افرین. د ابر قدرتونو یو پالیسی همیس لیدل شوی چی هر کوشش کوی هغه خپل د لاس نشانی په یو ملک کی تر دیره وساتی نو د روسی په لاس جور شوی تاسساتو په رغولو کی باید ورخخه دبیانزی صاحب د خبرو په چوکات کی کار واخیستل شی.

طوطی یمه

خورا ښه خبر. د بیانزی صیب د خبرو په تاییډ سره یوه وړه تبصره کوم. مخکی می هم ویلی وه طالب دی له روسی څخه ه د کابل د سیلو په نوښت او رغونی کی تقاضا وکړی. دا سیلو روسانو جوړه کړې وه او ډیره ستره لویه تصدی ده. کچیری دا سیلو فابریکه جوړه شی باور په الله وکړی چی د طالبان محبوبیت به د کابل وږو او بیوزلو خلکو تر منځ بیحده زیاد شی بیا دی حتی طالبان انتخاباتو ته هم آماد شی چی ټول ملت ورته رایه ورکړی. دا فابریکه چی کلونه مخکی یی د عساکرو ډوډی آماده… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx