افغانستان

اوباما عبدالله او اشرف غني سره تلیفوني خبرې کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۴مه ۱۳۹۳ل): د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ولسمشریزو ټاکنو له دواړو نوماندانو ډاکتر اشرف غني احمدزي او ډاکتر عبدالله عبدالله سره پر ټلیفون د ټاکنو د دوهم پړاو د بهیر او ایتلافي حکومت د جوړونې په اړه غږیدلی دی.

د سپينې ماڼې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې «ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو سره په ټلیفون غږیدلی او له هغوی يې مننه کړې چې د ملي وحدت د حکومت جوړولو په موخه توافق ته رسېدلي دي».

بارک اوباما له دواړو نوماندو غوښتي چې د افغانستان ګټو ته اولویت ورکړي او په حکومت کې د ملګرو په څېر کار وکړي.

نوموړي دغه راز پر کاندیدانو غږ کړی چې د ټاکنیزو لانجو د هواري لپاره په شوو پریکړو عمل وکړي او تر هغې مذاکراتو ته دوام ورکړي څو عملي شي. د اوباما په وینا دواړه نوماندان دې دغه کار دې ددې لپاره وکړي چې افغانان د ټاکنو په پروسې باور وکړي.

افغانان که څه هم د ټاکنو په اړه انديښمن وه خو د جان کیري د منځګړتوب او مداخلې وورسته يې شکونه په یقین بدل شول.

زیات شمېر افغانان د جان کیري لاسوهنو ته په اشاره وايي چې ټاکنې امریکايي پروسه وه او د افغانانو د غولونې لپاره ترسره شوه.

اوباما دواړو کاندیدانو ته په ډاګه کړې چې د دې لپاره هیڅ توجیه نشته چې د ټاکنیزو شخړو پر مهال دې د اساسي قانون پر ضد ګامونه پورته کړي.

د یادونې وړ ده چې د ټاکنو د دوهم پړاو د پایلو د اعلان سره سم ډاکتر عبدالله په لاریونونو پیل وکړ. نوموړي د موازي حکومت د جوړولو ګواښ وکړ او د ټاکنو د پایلو اعلان یې «کودتا» وبلله.

د دوهم پړاو ټاکنیزې شخړې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځګړیتوب پای ته ورسېدې.

د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده په یوه مرکه کې ویلي وه چې ټاکنیزې شخړې له پیله پلان شوې وې.

جان کیري دواړه نوماندان دې ته سره کینول چې یو ایتلافي حکومت جوړ کړي.

تر دې دمخه ولسمشر کرزي په مشورتي جرګه هم د ټاکنیزو شخړو په اړه وړاندوینه کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

ټولو ته سلامونه او احترام

ای کاش د اشغالګرانو له خوا په افغانانو تحمیل شوي دا تر ټولو مفسد ټیمونه کم تر کمه دیموکراسی ته ژمن وای تر څو خو نه د ارګون د مظلومو ښاریانو وینې تویې وای، نه د رایو ورکوونکو ګوتې غوڅې وای او نه هم تر ټولو وروستی د چغچران غمجنه پېښه رامنځ ته شوې وای.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x