ټولنیزه برخه

زرپارې «۴۴ مه برخه»/ قافيه شناسي

ليکوال: مولانا مفتي محمد تقي عثماني

ژباړه: احمد ګل ریان

قيافه شناسي:
ابراهيم بن مرزوق بصري رحمه الله د قاضي اياس رحمه الله په هکله وايي چې موږ يوه ورځ د قاضي په حيث د اياس بن معاويه رحمه الله له مقرر کېدو مخکې له قاضي صاحب سره ناست و چې يو يو سړی راغی او په مخامخ لوړ ځای کيناست او لارويانو ته يې ځير ځير کتل، لږ وروسته په يو لاروي پسې په تيز قدم روان شو، د هغه مخ ته يې وکتل او بيرته خپل ځای ته راستون شو او کيناست.

اياس بن معاويه رضی الله عنه د دې سړي په اړه وويل: راته وواياست چې دا سړی څه غواړي؟ موږ ورته وويل چې تاسې دا خبره راته وکړئ.
قاضي صاحب وويل: دا سړی د ماشومانو استاد دی، په يوه سترګه ړوند غلام يې ورک شوی او د هغه په لټه کې دی.

زمونږ يو ملګری پورته شو او له هغه سړي يې پوښتنه وکړه: ته په څه پسې ګرځې؟
– غلام مې ورک دی، په هغه پسې ګرځم.
– هغه غلام څنګه و؟
سړي د غلام زيات اوصاف بيان کړل او په پای کې يې وويل چې يوه سترګه يې هم ړنده ده.
– ښه، ته څه کاره يې؟
– د ماشومانو معلم يم.
موږ په حيرانۍ له اياس رحمه الله وپوښتل: په دې کيسو څنګه پوه شوې؟
اياس رحمه الله وفرمايل: دا سړی مې دلته د راتلو په مهال وليد، د ناستې لپاره يې يو موزون ځای لټاوه، په اخر کې يې داسې ځای د ناستې لپاره انتخاب کړ چې د دې ساحې تر ټولو لوړ ځای دی. ما چې د دې سړي قد و قامت او لباس ته وکتل، د کومې شاهي کورنۍ سړی نه و، فکر مې وکړ چې داسې بل څوک وي چې د پاچايانو په څير ناسته خوښوي؟ له لږ سوچ وروسته پوه شوم چې دا مزاج يوازې د ماشومانو د معلمانو وي، ځکه مې وويل چې دا سړی معلم دی.
بيا مو ترې وپوښتل چې د غلام علامې يې څنګه درته معلومې شوې؟

اياس رحمه الله ځواب راکړ: دې سړي د يو داسې عام لاروي مخ ته وکتل چې يوه سترګه يې نه وه، له دې څخه پوه شوم چې دا سړی په يو ورک غلام پسې ګوري او غلام يې په يوه سترګه ړوند دی. (الطرق الحميّة ص: ۲۹)
——————————-
کله کله سړی فارغ وي خو زړه هيڅ نه غواړي.
دعا راته کوئ چې د دې کتاب نورې نادرې ټوټې درباندې ولولم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx