ورزش

د اروپا اتلانو فوټبال ليګ د سږکال لوبډلو ډرا ترسره شوه

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۴ وږی، ۱۴۰۰ل): د اروپا اتلانو ليګ (چمپينز ليګ) فوټبال سياليو د سږکال پچه د ترکيې په استنبول ښار کې نن پنجشنبه د يوې غونډې په ترڅ کې ترسره شوه.

د چمپينز ليګ اتلولۍ د ۲۰۲۱-۲۲ کالونو لپاره ۳۲ لوبډلې په ۸ ګروپونو ويشل شوي، چې په هر ګروپ کې څلور لوبډلې شاملې دي.

د تېر کال اروپا اتلانو ليګ اتلولي چيلسي لوبډلې مانچسټر سيټي ته په ماتې ورکولو خپله کړې وه، چې اوس لپاره چيلسي په ګروپ ايچ او مانچسټر سيټي په ګروپ ای کې ځای پرځای شوې دي.

د چمپينز ليګ فوټبال ډرا په لاندې ډول ترسره شوه:

ګروپ ای: انګلستانی کلب مانچستر سيټي، فرانسوی کلب پاريس سان جرمان، المانی کلب آر بي ليپزيګ او بيلجيکی کلب بريج لوبډلې شاملې دي.

ګروپ بي: هسپانوی کلب اتلاتيک مدريد، انګلستانی کلب ليورپول، پرتګالی کلب پورټو او ايټالوی کلب ای سي ميلان لوبډلې شاملې دي.

ګروپ سي: المانی کلب بروسيا دورتمند، هالندی کلب اياکس، پرتګالی کلب سپورټينګ لشبونه کلب او ترکی کلب باسکتاس لوبډلې شاملې دي.

ګروپ ډي: ايټالوی کلب انټر ميلان، هسپانوی کلب ريال مدريد، اوکراينی کلب شاکتر ډونيسک او د مولدووا کلب شيريف تيراسپول شامل دي.

ګروپ اي: المانی کلب بايرن مونشن، هسپانوی کلب برسلونا، پرتګالی کلب بينفيکا او اوکراينی کلب ډاينمو کييف شامل دي.

ګروپ ايف: هسپانوی کلب ويلاريال، انګلستانی کلب مانچسټر يونيټډ، ايټالوی کلب اتالانتا او سويزرلينډی کلب ينګ بوايز شامل دي.

ګروپ جي: فرانسوی کلب ليلي، هسپانوی کلب اشبيليه، اتريشی کلب ريډبول سالزبورګ او المانی کلب وولفزبورګ شامل دي.

ګروپ ايچ: انګلستانی کلب چيلسي، ايټالوی کلب يوونتوس، روسی کلب زينيت او سويډنی کلب مالمو شاملې دي.

بايد وويل شي چې د چمپينز ليګ لوبې به د سپتمبر مياشتې په ۱۴مه نېټه پېل شي، چې لومړی به ګروپي سيالۍ، بيا به شپاړسم پړاو، کواټر پايلوبې، نيمه پايلوبې او په پای کې به د مې مياشتې په ۲۸مه نېټه د روسيې په سينت پيترسبرګ ښار کې پايلوبه ترسره شي.

د اروپا اتلانو ليګ UEFA ادارې د تېر کال د اروپا غوره لوبغاړي، روزونکی او غوره ګول ساتونکی هم اعلان کړل.

ايټالوي جورجينيو د اروپا د کال غوره لوبغاړي په حيث اعلان شو. فرانسوی انجيلو کانټی غوره منځنی لوبغاړی، ايرلينګ هالاند غوره مخکښ لوبغاړی او پرتګالی روبن دياز غوره دفاعي لوبغاړی اعلان شو.

د چيلسي ګول ساتونکی ايدوارد ميندي د غوره ګول ساتونکي په توګه او د چيلسي لوبډلې مشر روزونکی المانی توماس توخيل د کال غوره روزونکی اعلان شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x