
لویې ستونزې حل شوې، وړې به هم ډیر ژر حل ومومي
حبیب مجاهد
زموږ هیواد افغانستان تر څو ورځې پخوا پورې له خورا سترو ستونزو او مصائبو سره لاس او ګریوان و. وطن مو د نړۍ د سترو جابرانو لخوا اشغال شوی وی. اشغالګر په مادي لحاظ له داسې ځواک څخه برخمن ول چې زموږ د مؤمن ولس توان ورسره هیڅ د پرتلې وړ نه و. اشغالګرو نړیوال ملاتړي هم درلودل او د یوه پراخ اشر په لړ کې یې زموږ په کور یرغل کړی و.
په ظاهري عقل او محاسبه د دې پراخ یرغل ماتول خورا سخت معلومیدل. خو دا د الله تعالی ځانګړی فضل او نصرت و چې زموږ ولس ته یې د دې توان او درایت ورکړ، تر څو د مسلح جهاد او سیاسي مبارزې په مټ دې ته لاره هواره کړي چې اشغالګر مو له هیواده ووځي او سرلوړی هیواد مو یو ځل بیا د بشپړ استقلال او خپلواک حاکمیت خاوند شي.
بهرنی اشغال زموږ تر ټولو ستره ستونزه وه چې الله تعالی حل کړه. له دې علاوه د اشغالګرو لخوا رامنځته شوی رژیم، د هغوی لخوا روزل شوي اجیران، استخباراتي شبکې، تبلیغاتي دستګاه او نور هغه موانع چې په دې هیواد کې د اسلامي نظام د مخنیوي لپاره رامنځته شوي وو، هم لوی خنډونه او ستونزې بلل کیدې.
خلکو فکر کاوه چې که په افغانستان کې بهرنی اشغال پای ته ورسیږي. بیا به هم دلته دجګړې اور بل وي، د اشغالګرو ګوډاګیان به د اسلامي امارت د مجاهدینو په وړاندې کلونه کلونه مقاومت کوي، ښارونه او کلی به یو ځل بیا د جګړو په اور کې لولپه شي. اشغالګر به ورته وسلې او پیسې رالیږي او دلته به یې د خپلو روزل شویو افرادو په مټ نیابتي جنګ روان کړی وي.
مګر لله الحمد د اسلامي امارت د جهادي پرمختګونو او د عفوې او دعوت د پالیسۍ په برکت د افغانستان د دښمنانو دغه شومې هیلې هم نامراده شوې. اسلامي امارت خپل جهادي کردار په داسې ډول عیار کړ، چې له یوې خوا یې په ډیر کم وخت کې د هیواد په ټولو ولایاتو، ښارونو او پلازمینه کابل باندې بشپړ تسلط حاصل کړ او له بله اړخه یې د عمومي عفوې او دعوت د پالیسۍ په برکت ټول مخالفتونه خنثی او له منځه یووړل.
همدا اوس چې موږ ګورو د افغانستان او افغان ولس ټولې مهمې ستونزې حل شوي دي. هیواد له اشغاله خلاص شوی، د کورني جنګ عوامل له منځه تللي. په هیواد کې جګړه، بې امني، غلا، لوټماري، ظلم او ګډوډي ختمه شوې ده. افغانستان یو ځل بیا د مثالي امن څخه برخمن شوی دی. د فساد، فحشاء، پردي کلتور او نورو ډول ډول منکراتو ټغر ټول شوی دی او هیوادوال مو د اسلامي نظام تر سیوري لاندې آرام ژوند کوي.
لکه څرنګه چې الله تعالی په خپل خاص رحم او نصرت سره د هیواد دغه لوی مشکلات حل کړل، همداسې به ان شاءالله ډیر ژر یو څه پاته وړې ستونزې هم حل ومومي. ډیر ژر به ان شاءالله د کابل د هوایي ډګر معضله او د پنجشیر په دره کې پاته ستونزه هم په اساسي ډول حل شي. د اسلامي امارت مشران شپه ورځ په دې هڅو بوخت دي، تر څو دغه مشکلات هم د نورو ستونزو په شان په تر ټولو ښه او سوله ییز شکل د حل لاره ومومي او د بل ځل لپاره د ستونزو د را پیدا کیدلو مخه ونیول شي.
دا چې ستر تحول راغلی، یو رژیم سقوط شوی او پر ځای یې بل حکومت واک په لاس کې اخیستی. له دومره ستر تحول سره طبعا ځینې وړې ستونزې رامنځته کیږي. په ښارونو کې د قیمتونو ښکته پورته کیدل او یا په حکومتي تشکیلاتو کې نیمګړتیا د داسې حالت طبعي ځانګړنې دي. هیوادوال دې دغو وړو ستونزو ته هیڅ تشویش نه کوي. په خپل قادر او مهربان څښتن الله تعالی دې بشپړ یقین او اعتماد ولري.
موږ په پوره باور سره ویلی شو چې الله تعالی د دې مؤمن ولس ملګری دی، لکه څنګه یې چې په تیر شل کلن لوی امتحان کې زموږ ولس بریالی کړ، همداسې به یې ان شاءالله نور مشکلات هم حل او له تلپاتې سعادت او سرلوړۍ څخه برخمن کړي.
و ما ذالک علی الله بعزیز