نړۍ

برلسکوني وایی په لیبیا کی نور جنګ ختم شو

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۲۰) داټالي دهیواد اولسمشر سیلفیو برلسکوني وایی په لیبیا کی دمعمر قذافي له وژني څخه وروسته دغه هیواد کی جنګ ته دپاي ټکي کیښودل شو.

دلیبیا دملي انتقالي شورای مشر مصطفی عبدالجلیل نن له غرمي څخه وروسته له خبري رسنیو سره دخبرو پرمهال وویل دلیبیا پخواني مشر معمر قذافي چی له تیرو څو میاشتو راپدي خوا ددي هیواد دسرت په ښارکی په نامالوم ځای کی پټ شوی وو، نن ددوي دځواکونوله لوري ووژل شو.

  دلیبیا دپلازمینی طرابلس له نیول کیدو څخه وروسته څو ځلي دلیبیا لری کړل شوی اولسمشر معمرقذافي له خبري رسنیو سره په ږغیز پیغامونه کي دلیبیا دنوی ملي انتقالي شورای ته ګوټ څنډنه کړی وه  چی ځواکونه یی ددی توان لري چی لیبیا کی دملي انتقالي شورای په وړاندي نه ختمیدونکي جنګ په مخ بوزي.

شنونکي وایی دسرت په ښار باندي دملي انتقالي شورای ته ځواکونه ولکه به دغي شورای ته لویه فتحه وی، له اوس څخه لږ ګړی مخکی دلیبیا دملی انتقالي شورای ویاند له خبري رسنیو سره دخبرو پرومهال وویل، ډير ژرده چی دشورای مشر ښاغلي مصطفی عبدالجلیل به دلیبیا ملت ته دقذافی دمړنی په اړه وینا وکړی.

نوموړي زیاته کړه دسرت پرښار باندي له ولکی څخه وروسته نور په لیبیا کی معمرقذافي ی۴۲ کلني حکومت پای ته ورسیدي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x