روغتیا

یونیسیف اداره: د طالبانو له واکمنۍ سره افغانستان کې د کرونا واکسینو د تطبیق کچه ټيټه شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ وږی، ۱۴۰۰ل): په افغانستان کې د اګست په ۱۵مه نېټه د کابل رژیم د سقوط سره طالبانو ددغه هېوا واګي په لاس کې واخیستل چې تر دې دمه لا هم هېواد کې حالت اضطراري ښودل کیږي او د نوي حکومت اعلان نه دی شوی.

د نورو ستونزو سربېره تر دې دمه د ځانګړي حکومت د نشتون په دوره کې افغانستان کې د کووید-۱۹ ناروغۍ پر ضد د واکسینو د تطبیق کچه هم ټيټه شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو ادارې یونیسیف د ځینو چارواکو له خولې لیکلي چې په دغه هېواد کې د کرونا پر ضد واکسینو کچه ټيټه شوې او له نیمایي د زیاتو واکسینو نېټه ختمېدو ته نږدې شوې ده.

د یادې ادارې ویاند رویټرز ته ویلي چې د طالبانو له واکمنېدو په لومړۍ اونۍ کې د هغو کسانو شمېر ۸۰ سلنه ټيټ شوی چې د کرونا ضد واکسین یې ترلاسه کول.

د یونیسیف د شمېرو له مخې چې د روغتیا نړیوال سازمان د کوواکس پروګرام سره همغږي کوي د اګست له ۱۵مې تر ۲۳مې د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې یوازې ۳۰ زره ۵۰۰ تنو واکسین کړي، په داسې حال کې چې دغه شمېر ددې نیټې يوه اونۍ وړاندې په ۳۰ ولایتونو کې ۱۳۴ زره ۶۰۰ تنه وه.

افغانستان ته د کرونا پر ضد د جانسن اینډ جانسن واکسینو ۲ ملیونه دوزه واکسین ورکړل شوي چې یو شمېر یې کارول شوي او د پاتو نېټه په نومبر میاشت کې ختمیږي. ددوی په وینا که دغه دوزونه په بیړني ډول ونه کارول شي له کاره به ووځي.

بل لوري ته یونیسیف ادارې خبرداری ورکړی چې د واکسینو د تطبیق نه شتون به دغه هېواد کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو کچه لوړه کړي.

د یونیسیف ادارې وړمه ورځ اعلان کړی و چې خپلو کارکوونکو ته یې په افغانستان کې کار ته د ادامې ورکولو امر کړی دی، خو د ګډوډۍ او اضطراري حالت کې خلک د خپل امنیت خوندیتوب ته لومړیتوب ورکوي.

باید وویل شي، د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې د اګست میاشتې تر ۲۰مې نیټې په ټول هېواد کې د کرونا ضد ۱.۲ ملیونه دوزه واکسین تطبیق شوي، خو لا هم شاوخوا ۳ ملیونه واکسین لري چې د نیټې ختمېدو ویره یې لیدل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx