افغانستان

بايډن: کابل کې له خونړۍ چاودنې وروسته هم د تخلیې بهیر روان ساتو/ ويډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ وږی، ۱۴۰۰ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «جوبایډن» وایي، په کابل کې په خونړۍ حمله کې د امریکايي‌ عسکرو له وژل کېدو خبر دی، خو له دې سره، سره به د تخلیې بهیر روان وي‌ او امریکا به خپل اتباع او افغان همکاران له افغانستانه وباسي.

تېره ورځ ماښام مهال د کابل هوايي ډګر اړوند «ابي» دروازې مخې ته یوې زوروې چاودنې تر سلو زیات افغان ولسي وګړي چې له افغانستانه د وتلو په تمه هلته راټول شوي‌ وو، مړه او ټپيان کړل او د امریکایي چارواکو له قوله دیارلس مرین عسکر یې هم ووژل.

جوبایډن د یادې پېښې په تړاو خپاره کړي ويډیويي کليپ کې وژل شوي امریکایي‌ عسکر هغه قهرمانان بللي چې دده له قوله، د نورو د ژوند د خوندیتوب یو سخت او خطرناک ماموریت یې روان کړی وو.

بایډن ددې تر څنګ «هغو ته چې دا برید یې کړی او یا غواړي امریکا ته زیان ورسوي» ګواښ کړی، چې امریکا به یې «ونه بښي او نه به یې هیر کړي.»

دده په خبره، د تخلیي ماموریت روان ساتي او خپلو قومندانانو ته یې امر کړی چې د داعش ډلې مشران او د هغوی مرکزونه په نښه کړي‌ «موږ به په خپل وخت کې په پوره قوت سره دوی ته ځواب ووایو. په هغه ځای کې چې موږ یې ټاکو، په هغه وخت کې چې موږ یې ټاکو…دغه داعشي تروریستان به یې ونه ګټي، موږ به د خپلو امریکایانو او زموږ د افغان متحدینو د را ایستلو ماموریت روان وساتو او تکمیل به یې کړو.»

یاده دې وي، چې د طالبانو له لوري پر کابل تر ولکې وروسته امریکایانو د خپلو اتباعو او د هغو افغانانو د ایستلو پروسه پيل کړې کوم چې له دوی سره یې مرسته کړې.

له تېرو لسو ورځو را پدېخوا لسګونه زره افغانان د هوايي‌ ډګر پر شاوخوا راټول دي، چې ډیر یې قانوني اسناد هم نه لري.

طالبان وايي، چاودنه په هغه دروازه کې شوې چې امنیت یې د امریکايي ځواکونو په لاس کې دی.

دوی امریکا تورنوي‌، چې د کابل هوايي ډګر په مدیریت کې پاتې راغلې ده او ټینګار لري چې هغوی باید په ټاکلې نېټه له افغانستانه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx