افغانستان

طالبانو کابل هوايي ډګر ته څېرمه چاودنه غندلې او پر ولسي مرګ ژوبلې يې اندېښنه ښوولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵وږی، ۱۴۰۰ل): د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د تېرې شپې چاودنې غندنه کړې، پر ولسي مرګ ژوبلې يې اندېښنه ښوولې او زياته کړې يې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت به هېڅ ترهګر ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د خپلو ترهګريزو عملياتو لپاره وکاروي.

تېر ماښام د کابل هوايي ډګر په ختيځه دروازه کې د ګڼې ګوڼې ځای کې دوه چاودنې وشوې او د دغې دروازې د امنيت مسؤوليت د امريکايي پوځيانو په واک کې دی.

وروستي رپوټونه وايي، چې د تېرې شپې د چاودنو له امله د وژل شوو کسانو شمېر تر ۶۰ اوښتی او ۱۱۰ نور ټپيان دي.

د امريکايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرانک ميکينزي ويلي، چې د داعش جګړه مارې ډلې اړوند دوو ځانمرګو بریدګرو د کابل هوايي ډګر ته څېرمه ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې، چې ۱۲ امريکايي پوځيان يې وژلي او ۱۵ نور يې ټپيان کړي دي.

د بېګانيو چاونو مسؤوليت داعش جګړه مارې ډلې منلی او ويلي يې دي، چې په دغو چاودنو کې يې د لسګونو امريکايي پوځيانو سربېره د امريکا ګڼو خواخوږو او همکارانو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

امريکا او برتانيې له تېرو دوو ورځو راهيسې د رسنيو له لارې داسې خبرداری ورکړی و، چې د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د چاودنو د امکان معلومات يې تر لاسه کړي او له خپلو اتباعو يې غوښتي و، چې د هوايي ډګر شاواخوا ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.

سره له دې، چې امريکايي چارواکي په دغو چاودنو کې د امريکايي ځواکونو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی، خو تر اوسه د کوم وژل شوي او ټپي امريکايي انځور په رسنيو کې نه دی خپور شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx