ورزش

د شپږیزه لیګ لوبغاړو بولي ترسره شوه، څوک د چا لخوا واخیستل شول؟

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ وږی، ۱۴۰۰ل): د شپږیزه کرکټ لیګ اتم پړاو د لوبغاړو د اخیستو مراسم د پنجشنبې په ورځ د کابل په نړیوال لوبغالي کې کرکټ بورډ سرپرست مشر، د اسلامي امارات غړو، د لوبډلو مالکانو او یو شمېر پخواني او اوسني چارواکو په ګډون ترسره شول چې په کې د ۸ لوبډلو مالکانو د خپلو لوبډلو لپاره په بېلا بېلو کټګوریو کې لوبغاړي وپېرل.

May be an image of 11 people, people standing, people sitting and indoor

 

په شپږیزه لیګ کې سږکال دوه لوبډلې هندوکش ستوري او پامیر زلمي اضافه شوي چې په لومړي وار د ټولو لوبډلو شمېر ۸ لوبډلو ته ورسېد، بند امیر ښاماران، بوست ساتونکي، کابل بازان، امو نهنګان، مس عینک اتلان او سپين غر زمریان یې پخوانۍ لوبډلې دي.

 

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د شپږیزې کورني لیګ لوبې به د سپتمبر میاشتې په ۱۴مه نېټه پېل او د همدغې میاشتې تر ۲۶مې نیټې به دوام وکړي.

په یاد لیګ کې د محمد نبي ترڅنګ اصغر افغان هم نوم لیکنه نه وه کړې، چې له کبله یې په دغه لیګ کې نه دي اخیستل شوي، خو راشد خان د بند امیر ښامارانو له لوري واخیستل شو.

May be an image of one or more people, people standing and indoor

هغه لوبغاړي چې د لوبډلو له لوري وساتل شول په لاندې ډول دي:

رحمان الله ګربز د کابل بازانو لخوا، جاوید احمدي د امو نهنګانو لخوا، شاپور ځدران د پامیر زلمي لخوا، حمید حسن د هندوکش ستوري لخوا، نجیب ځدران د سپین غر زمریانو لخوا، سلیم ساپی د بست ساتونکو لخوا، حضرت الله ځاځي د د بند امیر ښامارانو لخوا او حشمت شهیدي د مس عینک اتلانو لخوا  وساتل شول.

دغه راز د یاد لیګ لپاره د لوبغاړو څلور کټګورۍ ټاکل شوې وې، چې د آیکن کټګوري، د پلاټینم کټګوري، د الماس (ډایمنډ) کټګوري، د سر زرو (ګولډ) کټګوري او د سپينو زرو (سیلور) کټګوري دي.

په ایکن کټګوري کې لاندې لوبغاړي واخیستل شول:

محمد شهزاد د میس عینک اتلانو له لوري، راشد خان د بند امیر ښامارانو له لوري، احسان جنت د امو نهنګان له لوري، سمیع الله شینواری د بست ساتونکو له لوري، شرف الدین اشرف د کابل بازانو له لوري، عثمان غني د سپين غر زمریانو له لوري، حمزه هوتک د پامیر زلمي له لوري او نور علي ځدران د هندوکش ستوري له لوري په ایکن کټګوریو کې واخیستل شول.

د الماس کټګورۍ لوبغاړي:

May be an image of text that says "ACB Shpageez Cricket etLeague SHPAGEEZA DRAFT 2021 DIAMOND CATEGORY 01 Karim Janat Speenghar Tigers 02 Gulbadin Naib Mis-e Ainak Knights 03 Darwish Rasooli Amo Sharks 04 Farhan Zakhail Bost Defenders 05 Azmatullah Omarzai Kabul Eagles 06 Nijat Masood Band-e Amir Dragons 07 Mirwais Ashraf Hindukush Stars 08 Ghamai Zadran Pamir Zalmi 09 Zahir Khan Pakteen Speenghar Tigers 10 Noor Ahmad Lakanwal Mis-e Ainak Knights Abdul Was Noori Amo Sharks Abdul Rah man Bost Defenders Fazal Haq Farooqi Kabul Eagles Farmanullah Safi Band-e Amir Dragons Abdullah Adil Hindukush Stars Karim Sadiq Pamir Zalmi 11 12 13 14 15 16"

د پلاټینم کټګورۍ لوبغاړي:

No photo description available.

د سر زرو کټګورۍ لوبغاړي:

No photo description available.

د سپينو زرو کټګورۍ لوبغاړي:

No photo description available.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx