نظــر

مونږ او د امریکا خطرناکه تبلیغاتي جګړه‎‎

عبدالوحيد وحيد

په اوسني معاصر وخت کې يوازې مونږ يو چې د دود له مخې په خپل دريځ ولاړ پاتې کيدل وياړ ګڼو او هر وخت د دريځ بدلون راته د پيغور وړ خبره ښکاري. مګر په نړيوالو اړيکو کې د تګلارو په تړاو هر سمون او بدلون د ملي ګټو په چوکاټ کې صورت نيسي. د نړيوال سياست محور ملي ګټې دي. په ځانګړي ډول زبرځواک هيوادونه نه تلپاتې ملګرتیا پيژني، نه معيارونه، نه هم په خپل قاموس کې د وفا تورى لري.

ښه او په زړه پورې بيلګه يې د افغانستان د ترينګلي وضعیت په تړاو د امريکا او د ناټو په تګلارو کې وروستي ناببره بدلونونه دي. امريکا او ناټو له افغانستان سره د ستراتيژيک امنیتي تړون، لسګونو ځله ژمنو او د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره د خپلې خوښې ولسمشر له ټاکلو سره سره دغه هېواد په داسې بشري ناورین کې پريښوده چې انساني قوانین خو څه د ځنګل په قانون کې هم ورته د توجیه کولو دليل نشو موندلاى. په دغه هکله مې پخوا هم ليکنې کړې دي، خو طالبانو ورسره احساساتي چلن کاوه.

بشپړ باور لرم چې د امریکا لخوا د کابل په هوايي ډګر کې د افغانانو د توهین او تحقير روانه ډرامه د جګړې په ډګر کې د امریکا د مفتحضانه ماتې يو بل ډول انتقام، د طالبانو د مشرانو لپاره د خطر زنګ، د يوې بلې فاجعې پيلامه او د ټول افغان ولس لپاره د سختې اندېښنې وړ شومه پديده ده. د کابل په هوايي ډګر کې روان ناورين د يوې پيچلې تبلیغاتي جګړې داسې پيل ده چې مونږ يې د ګټلو وړتیا او توان نلرو او خطرناکه پايله درلوداى شي.

طالب چارواکي د تبلیغاتو د توپان د شنډولو لپاره يوازې د اعلاميو په صادرولو بسنه کوي او مونږ يې وينو چې د ملي غرور جنازه مو ايستل کېږي، له افغانستان څخه د افغانانو د تېښتې شرمناکه ننداره په نړيوالو رسنیو کې زمونږ د ملي غرور د ماتولو او د امریکا د بدنامۍ پټولو هڅه ده.

په هوايي ډګر کې پراته ټول خلک نه د امریکا ګوډاګيان دي، نه هم ورته د طالبانو لخوا د ژوند ګواښ شتون لري خو د غربي رسنیو تبلیغاتي جګړه، فقر او اقتصادي بدحالت يې مجبوروي چې هيواد پريږدي.

په دغه تړاو د لويديځو رسنیو تبلیغاتي جګړه يقيناً د طالب چارواکو په وړتیاو کې د سترو نيمګړتياو څرګندوى ده. که هغوى نور هيڅ نشو کولاى، اقلاً په هوايي ډګر د ايسار مخلوق لپاره خو د څښاک د اوبو او هغوى ته د علم منطق استدلال پربنسټ د ډاډ ورکولو هڅه خو يې کړاى شواى.

په هيواد کې د ستونزو کچه ورځ تربلې لوړيږي. نرخونه پورته ځي. نظام فلج دى، بانکونه پوهنتونونه او دفاتر بند پراته دي. سوداګر هره ورځ زيانونه ګالي. نه سودا کولاى شي، نه تعرفه تحويلولاى شي، نه د تأدياتو اقساط پرېکولاى شي، ځکه چې د بانکي حسابونو د بندوالي له امله د پيسو استول نه کيږي. دغه کار د هيواد په اقتصادي وده، مارکېټ او د توکو په قيمتونو باندې منفي اغيزې لري. پانګه وال د تېښتې تکل کوي. طالبان باید ومني چې په جګړه کې ګټلې بريا يې د سياست په لوبه په ډګر کې د بايللو په درشل کې قرار لري.

همدغه ناخوالې مو انځورولاى شوې چې په هره ليکنه کې مو له دواړو اړخونو غوښتنه کوله چې په واک کې د پاتې کېدو په تړاو د غني سرټمبه دريز او په جګړه کې د طالبانو لخوا د بريا لټون دغه هيواد د سختو ستونزو په ګرداب کې نښلولاى شي.

زه يقيناً د خپلو تيرو څو لسيزو د ناورينونو د عيني شاهد په توګه پوهيدم چې د توپک په زور ارګ ته ننوتل څومره بوږنوونکې فاجعه رامنځته کولاى شي. ځکه خو مې هره دروازه وټکوله. هر هغه چا سره چې سترګه ور اوښته کيناستم، لمن مې ورته وغوړوله چې د مصالحې لاره خپله کړي. د خبرو په ميز د څه واخله او څه ورکړه فارموله وکاروئ. له سياستوالو سره مې د خپل ولس اندېښنې او هيواد ته متوجه ګواښونه شريک کړل.

د حکومت مشرانو ته مو په هره ناسته کې وويل چې سوله ستاسو لخوا د واک او امتيازاتو قرباني ته اړتیا لري. سوله په فرمايشاتو باندې نه راځي. د ارزښتونو تر نوم لاندې ستاسو د واک غوښتنې له حرص څخه ولس تنګ شوى او د ناهيلۍ خواته روان دى. يکه تازي او د واک د انحصار تګلاره ناکامه نسخه ده او ناورين زيږوي. ډېرې زارۍ او عذرونه مو وکړل چې د جګړې دواړه اړخونه د انعطاف، تحمل، زغم او د يو بل د وژلو پرځاى د يو بل د منلو تګلاره خپله کړي.

له طالبانو څخه مو وغوښتل چې مبهم الفاظ مه کاروئ د سولې په تړاو ذهنيت ته مو په څرګندو الفاظو کې ولس ته وړاندې کړئ. خلک او نړيوال غواړي پوه شي چې تاسو څه ډول حکومت غواړئ. ستاسو په نظام کې به هغه کوم بدلونونه راځي چې په اوسني نظام نشته او يا هم د اوسني نظام کومو تګلارو ته به بدلون ورکوئ، خو متاسفانه حکومت او طالبانو په واقعي سوله باور نه درلوده. سوله يي د مقابل لوري تسليمېدل ګڼل.

بدبختانه، چې نه غني له عزت او درناوي سره ارګ پريښود او نه هم طالبان له ملي او بين المللى مشروعیت څخه د برخمن کيدو له لارې په سوله ييزه توګه ارګ ته ننوتل. د تراژيديو د تکرار تسلسل ته يوه بله کړئ وراضافه شوه. طالبانو ټول افغانستان د توپک په شپيلۍ ونيوه خو د حکومت او نظام په جوړولو کې يې دومره ستونځې او مشکلات ورته مخته پراته دي چې هغوى يې تصور نشي کولاى او زه د اوس لپاره د ملي مصلحت په موخه نه غواړم د خپل ولس د اندېښنو ګراف لوړ کړم.

د طالبانو په مشرتابه کې د نظم نه شتون هم داسې ستونزه ده چې د هيواد راتلونکې او په خپله طالبانو ته ننګونې ايجادولاى شي.

په بادى النظر داسې ښکاري چې کابل ميشتي سياسيون طالبانو ته داسې مشوره نه ورکوي چې د هغوى بريا يقيني او د پرمختګونو لاره ورته پرانيزي او يا هم طالبان د بى باوري په خطرناک رنځ اخته دي. په هيچا باور نه کوي او په خپله پريکړه نشي کولاى چې څه کول ورته په کار دي.

ځينې کابل ميشتي سياسيون شايد پوهيږي چې طالبان د طبيعت په خلاف د مشروعیت د لټون په لار کې هره دروازه
د 6 gt ټکوي او همدغه يې د ضعف نقطه ګڼي. هغوى غواړي چې غواړي چې طالبان د اوس په شان د ستونځو په منجلاب کې نښتي وساتي او بيا ورڅخه د خلاصون په بدل ستر امتياز ترلاسه کړي.

هر حاکم په زور له ارګ څخه وزي او بل د توپک په زور ارګ ته ننوځي. که خبره را لنډه کړم نو غني د خپلو غلطو تګلارو او هوايي محاسبو له امله له ولس څخه واټن ونيوه، نو د بشپړې وارخطايي په عالم کې له کابل څخه ووت او طالبان پرته له دې چې له تاریخ څخه زده کړه وکړي د غني د ماتې لاملونه وڅېړي په غير سنجيده توګه هغه لاره تعقیب او ارګ ته ننوتل چې اسلاف يې په دغه ډول ننوتلو باندي ناکام شوي وو.

په هر حال مونږ پوهيدو چې له غني سره د سولې، فساد ختمولو او مثبت بدلون راوستلو په تړاو هيڅ ډول ارادې شتون نه درلوده او مونږ دغو اصلاحاتو ته جدي اړتیا لرله. مونږ له جګړو څخه کرکه کوو. نه غواړو طالبانو ته ستونځه ايجاد کړو. له طالبانو څخه په اوسنيو حالاتو کې د توقعاتو ګراف ښکته ساتو، خو د کار او نوښتونو غوښتنه ورڅخه کوو. د مخالفینو په تبلیغاتو پسې سر نه ګرزوو. د خپلو نيمګړتياو او د نړيوالو څو مخيزه سياستونو د درک وړتيا لرو. تر هغو چې توان لرو ددغه هېواد د هوساینې او پرمختګ لپاره د طالبانو مرسته کوو، خو په زغرده وايو چې د بنسټیزو ملي ګټو په خلاف له هيچا سره يو قدم هم مخته نه ځو.

د ارام هوسا او پرمختللي افغانستان په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالروف

ته هم د خپل احمقانه نظریاتو لاس واخله او اولس په شبهاتو کې مه اسیره وه۔

طوطی

د پنجاب جاسوسه وایی زه دی ژاړم ته می په کګه خوله خاندی. جاهله بیسواده دا ځلی به په پنجاب کی هم څوک ځای نه درکوی دا ځلی بدی خلک او ولس پسی واخلی. د کابل کوڅی تر باندی سری کړی لږ هوښیار اوسی اسلام خو مو هسی برابر کړ پښتون به څوک داځلی افغانستان هم څوک پرینژدی تاسو رقم جاهلو له لاسه.

مه کوی

عبدالروف !!!! تفصل ولیکه په علمی طریقه رد او نقد وکره . په دی دی غاری بندیزی دا کار مناسب نه دی. ماخوچی تر اوسه د وحید صاحب لیکنی لوستی دیر علمی او معقول نظر لری. وحید صاحب خپل لیکنو ته ادامه ورکره دیر اعلی

وحيد

الله مو ژوندى اباد او خوشحاله لره. خداى خو حاضر او ناظر ده چې موخه مى د چا خفه کول نه دي. د وطن غم په سر اخيستى يم. پخوا مې هم سابقه حکمرانانو ته د هغوى سهوې په ګوته کولى. اوس هغوي د ماضي برخه ده. هيڅ نه پسى وايم. که په دغو بلاغرضه مشوره رب العزت دهيواد د دروند قرض ادا کولو توفیق رانصيب کړ نو څومره به ځان راته نيکبخت معلوم شي.

وحيد

زما فاميلي روزنه داسې نه ده شوې چې په عين الفاظو ځواب درکړم. هغو وروڼو ځواب درکړى شى چې زه يې قطعاً نه پيژنم. رب العزت مو دې په صراط مستقیم روان کړى

طوطی

لیکونکې: ډیره مننه. الله د وکړی نوی حکومت ستاسو ټولو مشورو ته غږشی.

وحيد

نړئ مننه وروره
بس زمونږ دنده يوازې هغه خبره کول دي چې ددغه هېواد ګټې خوندي کوي

Abdul Majid

دعبدالوحيد وحيد ليکني زه ګورم ډيري معقولي او په علمي دلايلو ولاړي دي او دوطن په درد غمجن سړي ښکاري عبدالروف لکه چه دنصيحت اوريدوحوصله نلري ځان ورته جامع الکمالات ښکاري خو داسي نده داوطن دټولو دي يوبل ته بايد غوږ ونيسواود نيکومشوروقدر وکړواوواي ورو۰

وحيد

عبدالمجید صاحب محترمه
مننه. باور وکړئ چې د زړه له تله او يقيناً د هيواد د روښانه راتلونکي په موخه له حاکمانو سره مرسته ده. نور هيڅ موخه نه لرم ځکه تاسو هم خوند درکوى

Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x