نظــر

افغاني روح یواځې د خپلواک افغانستان په وجود کې آرام مومي

محمد يوسف صابر ساپی

د افغاني روح له وجود څخه لا تر اوسه، نړیوال خو څه کوې، آن په خپله افغانان هم نه دي خبر. افغاني اروا تراوسه پورې پیژندل شوې نه ده، تعریف نه لري، اما په عینیت کې شته. که نه دا دومره قوت، چې همدلته امپراتوري ګانې نړیږي، له کومه پیدا کیږي! دا هماغه د هیګل د تاریخ فلسفې سره سم، ولسي، ملي روح ته ورته څه شی دی، چې په دې خاوره کې د جهاني روح استازي کوي. دا هغه مجموعي ځانګړنې دي، چې افغانان یې لري.

ملنګ جان په خپل پراخ او ژور حسي درک سره، ددې روح څخه په خپلو شعرونو کې ډیره یادونه کړې ده. ملنګ جان وایي:
که د وجود وینه مې توی شي، نو غلام به نه شم زما اروا په ابتدا کې دا منلې نه ده

اما د افغاني روح شعوري درک او تعریف لا تر اوسه نشته.دا روح په نورمال حالت کې، کومه د پام وړ ځانګړتیا نه لري، اما د تیري په مقابل کې په بیسارې ځانګړتیا سره راڅرګندیږي، په یو کالبوت کې ځای نیسي او بیا په داسې پیاوړي مادي نیرو بدلیږي، چې زبرځواکونه يې هم په مقابل کې نه شي ودریدلی.

ډیر کله خپل کالبوت یې هم نه شي پوهیدلی، چې دا قوت له کومه شوی دی، ځکه نو کالبوت ځانته غره کیږي.

افغاني سپیڅلې خاوره ددې سپیڅلي روح اصلي کالبوت دی. افغاني روح د افغانانو په کالبوت کې د انګلیس امپراتوري ته داسې شرمونکې ماتې ورکړي، چې بشري تاریخ یې ساری نه پیژني.

انګریزي استعمار، په شیطاني غچ سره دغه کالبوت په ملا مات کړ، خو افغاني روح ټوټه کیږي نه.

همدغه روح و، چې پر زیارتي افغاني خاوره باندې د شوروي تیري په مقابل کې، د ویشل شوو افغانانو په منځ کې، د مجاهدینو په وجود کې ځای ونیو، ستر شوروي یې داسې په ګونډو کړ، چې په خپله د شورویانو او ورسره د ټولو نړیوالو خولې ورته خلاصې پاتې شوې. اما کله چې نور بهرنی تیری نه و، دا روح نور د هماغه تنظیمونو په وینو ډک وجود کې ځای نه درلود، دا تنظیمونه نور هماغه کلاسیکه اخواني جلا جلا ډلې وې، لکه یهود چې د ترحم او سلامتیا د سلګونو الهي احکامو څخه یې یواځې او یواځې د قهر او جهد یواځنی حکم خپل کړی و او بس.

دادی هماغه افغاني روح د امریکایي یرغل په مقابل کې، د شړل شوو طالبانو په وجود کې څرګند شو، شل کاله د څلویښتو هیوادونو د لښکرو سره، په نابرابرو ( asymmetric) جګړو کې، د بشریت په تاریخ کې په بیسارې میړانه وجنګید، بالاخره د نړۍ یواځنی زبرځواک- امریکا ورته د ټولې نړۍ په وړاندې د تعظیم سر ټیټ کړ.

د بهرني اشغال پای ته رسیدو وروسته، چې لا پای ته نه دی رسیدلی، دا روح نور د طالبانو په تنظیمي وجود کې نشي ځایدلی، هغه ټول افغانستان پورې اړه لري، یواځې د ټول، خپلواک افغانستان په وجود آرام کې کولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

دنن قانون اعلانیدوڅخه هغه دتیردوردنهی عن المنکرسفسطه شروع کیږی چه په قرآن اودین هیڅ اړه نلری هغه قانون دۍ چه کفاروداسلامه څخه دنفرت دپاره دوهابیانواوکادیانیانوپه واسطه زموږپرناپوهانومنلۍ دۍ ،قرآنکریم خوداامرکوی کوی :که یی څوک ونه منی په آخرت کی سزاورکوپه دی دنیایی دطالباپه واسطه نه ورکوی: دقرآنکریم پراحکاموقانون جوړکۍ عوام مه تنګوۍ دمنګراتوپرنامه كِتٰبٌ اَنۡزَلۡنٰهُ اِلَيۡكَ مُبٰرَكٌ لِّيَدَّبَّرُوۡۤا اٰيٰتِهٖ وَلِيَتَذَكَّرَ اُولُوۡا الۡاَلۡبَابِ‏ ﴿۲۹﴾۳۸سوره ص.معنی:   داکتاب چه موږنازل کۍپرتاباندی برکت والادۍ چه دوی غوروکړی ددوی په آیاتونوکښی اوچه نصیحت حاصل کی دعقل والا لا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ ۖ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ ۚ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَك      بِالْعُرْوَةِ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx