ورزش

رونالډو يو ځل بيا د مانچسټر يونيټډ کلب سره يوځای شو

نن ټکی اسيا (جمعه، ۵ وږی، ۱۴۰۰ل): د پرتګال هېواد مشهور فوټبال ستوری کريستيانو رونالډو له يوونتوس ايټالوۍ لوبډلې څخه انګلستانۍ لوبډلې مانچسټر يونيټډ ته انتقال شو او د دوه کلونو لپاره يې تړون وکړ.

دا دوهم ځل دی چې رونالډو دغې لوبډلې ته انتقاليږي، له دې وړاندې نوموړی په ۲۰۰۳ کال کې دغې لوبډلې سره يوځای شوی و، خو په ۲۰۰۹ کې ريال مدريد او بيا په ۲۰۱۸ کې يوونتوس ته انتقال شو.

رونالډو د فوټبال په تاريخ کې لومړنی لوبغاړی دی چې زيات ګولونه يې وهلي دي، هغه ټول ۷۸۳ ګولونه وهلي، د پرتګالي کلب سپورټينګ لپاره ۵، د مانچسټر يونيټډ په ګټه ۱۱۸، د ريال مدريد په ګټه ۴۵۰ او د يوونتوس په ګټه ۱۰۱ ګولونه راوړي دي. دغه راز يې د ملي لوبډلې پرتګال لپاره ۱۰۹ ګولونه راوړي دي.

۳۶ کلن رونالډو چې نه يې غوښتل نور د يوونتوس له لوري ولوبيږي، خوښ دی چې خپلې پخوانۍ لوبډلې سره يوځای شو.

 

سرچينې وايي، مانچسټر يونيټډ کلب به يوونتوس کلب ته د رونالډو په بدل کې ۱۵ مليونه يورو د ۸ مليونه يورو شاوخوا اضافي بونس سره ورکړي، په داسې حال کې چې د هغه کلنی معاش به ممکن ۲۰ مليونه يورو وي.

د سږکال د لوبغاړو د انتقال موسم له پېله داسې راپورونه ورکول کېدل چې ګواکې رونالډو نه غواړي يوونتوس سره ولوبيږي خو ددې کلب مشر څو ځله دغه راپورونه رد کړي دي، مګر د يوونتوس لوبډلې مشر روزونکي د پنجشنبې په ورځ ومنله چې رونالډو ورته ويلي، نوموړی نور په يوونتوس کلب کې د لوبېدو ليوالتيا نه لري او غواړي بلې لوبډلې ته لاړ شي.

داسې راپورونه ورکول کېدل چې مانچسټر سیټي کلب به د نوموړي سره تړون لاسليک کړي خو دغه هڅه ناکامه شوه او رونالډو خپلې پخوانۍ لوبډلې ته، له کومه چې يې شهرت موندلی وليږدول شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx