شعـــــرونه

هر څه خپل سوه/ فدا محمد نومير

فدا محمد نومير

خاوره خپل سوه هوا خپل سوه اختيار خپل سو
کلی خپل سو بانډه خپل سوه او ښار خپل سو

اوبه خپل سوې مځکه خپل سوه ديار خپل سو
باغ مو خپل سو باغبان خپل سو ماليار خپل سو

تاريخ خپل سو ولس خپل سو او يار خپل سو
دهقان خپل سو ګلباز خپل سو ګلزار خپل سو

موسم خپل سو ګلاب خپل سو بهار خپل سو
مطرب خپل سو بلبل خپل سو شعار خپل سو

کوڅه خپل سوه سړک خپل سو تجار خپل سو
طبيب خپل سو زده کړه خپل سو معمار خپل سو

مسجد خپل سو اذان خپل سو او کار خپل سو
استاد خپل سو ملا خپل سو کردار خپل سو

شاعر خپل سو ليکوال خپل سو دلدار خپل سو
ګودر خپل سو سروه خپل سوه چنار خپل سو

خپل خپل خپل سو هغه تللی وقار خپل سو
د احمد او د ميرويس افتخار خپل سو

هرڅه خپل سوه ګوره کار له مونږه غواړې
راڅه غواړي ابادي ورانې ويجاړې

راسئ لاس په لاس کې ورکړو اتحاد کړو
دا ويحاړ کلی او کور سره اباد کړو

ابادۍ باندې سيالي د هر هيواد کړو
محکم په مړوندو يې هر بنياد کړو

بغض پريږدو، نفرت پريږدو اعتماد کړو
د وطن و ابادی ته ځان فرهاد کړو

ځوان زاړه ښځې او نر خپل کور اباد کړو
په نيکې کې يو د بل سره امداد کړو

يتيمان کونډې او برارې راته ياد کړو
ور پوره يې د زهير زړونو مراد کړو

دښمنان د دې وطن په زړو ناښاد کړو
خاورو لاندې د شهيد بابا روح ښاد کړو

هر تياره پر خپل ولس باندې بامداد کړو
روښنايي يې بيا خپره په هر بلاد کړو

ورک د ملک څخه فتنه شر او فساد کړو
په قانون الهې پريکړه او داد کړو

کړو سمبالې په اخلاص مو همه چارې
راسئ ولاړ سو د اسلام په پاکه لارې

د دنيا کاروان تيزۍ باندې روان دی
نه تميږې هسې تيز لکه توپان دی

عقل و هوش د هر انسان ورته حيران دی
دا شهکار د علم پوهې د انسان دی

کوڼ ړانده هم شل شوټ ته نمايان دی
په علم پوهه تت تيره ماښام روښان دی

ترقې د ميلتونو شوکت شان دی
هر هيواد اباد په ښځه او په ځوان دی

عمل غواړې دا يې ګز دا يې ميدان دی
په عمل باندې هم ځان جهان ودان دی

دا جهان د سيالداريو يو جهان دی
افغانانو پر مخ پروت ستر امتحان دی

د دنيا له کاروان پاته مسلمان دی
هميشه په غم لړلی او پريشان دی

هر هر يو د خپلې ګيډې په فر مان دی
داچې حال يې تر بل ورځې په زيان دی

راسی پريږدو نورې نورې بابولالې
دا ملت چې بيا ملت کړو خدای په پارې

اې افغانه را بيدار سه حرکت کړه !
د وطن و ابادی لر همت کړه.

وزګار مه کښينه خپل خاورې ته خدمت کړه
په خدمت د زخمې زړونو مرحمت کړه

اباد دا سپيره ډاګونه په زحمت کړه
ترينه جوړ په دې دنيا ښکلی جنت کړه

دا جنت ځای د خوښۍ او د فرحت کړه
نه په ځان او نه په نورو دې منت کړه

دا خپل خپلې پرګنې دې په راحت کړه
لاس دې ور يوه او بل ته په وحدت کړه

د ورورۍ برادرۍ دې څرګند نيت کړه
له کينې کرکې تبعيص څخه نفرت کړه

نيست نابود له دې وطنه جهالت کړه
د رڼا په لورې ليښ دي خپل ملت کړه

دښمانانو دې وطن باندې لعنت کړه
شپه او ورځ ورسره زړه کې قساوت کړه

امرأ دې زموږ پوه اګاه په دا وې
دا ملت درنه سوکاله ژوندون غواړې

دښمنان د افغانانو په ګونډه سوه
په جهان کې په شرمونو مسخره سوه

بوش باما بايډن د بلير کوره سړه سوه
په لړزه يې کټ پالنګ او ګهوره سوه

ميرګل جانسن مانيول زړونه پاره سوه
چې د ماتې د فوځو باندې ناره سوه

توپ و ټانک يې دايمان په زور زره سوه
دنياوالو ته ريشخند تش بوساړه سو

ترينه ورک لاره ګودر هره چاره سوه
واښ و غوزی او وارخطأ په نظاره سوه

خوار ولس ته چې دنيا بيا په ګونډه سوه
نړيوال ګوته په غاښ په ننداره سو

افغانانو اميدونه مو پوره سوه
په نصرت مو دالله پوره اسره سوه

د سهار په راختو ورکه تياره سوه
مستحب درته د شکر سجده سوه

د وطن ابادې نن ورځ ده په تاسې
دښمانان غاښې چيچې مااوتا ګوښې

دښمنان د دې وطن مو په رمو دي
سره ليوان په هري لورې په ګلو دې

داړې چيچې سخت په خښم د کلو دې
نور څه نه دې دا تور خولې د پردو دې

انتظار باسې زموږ په ويديدو دې
غلې غلې راته ناست مو په خوړو دې

دښمنان مو شرميدلې په شرمو دې
ځوړ سرونه په شرمو په تښتيدو دې

هسکې غاړې د افغان د شاځلمو دي
چې يې ټنډې و الله ته په سجدو دې

را کوز سوي له دنګ غرو څه په ښارو دي
صلح امن يې ليکلي په جنډو دي

دې بچې د افغان خاورې پرګنو دي
دښمنان يې په لړزه په پالنګو دي

مسلمان ورباندې وياړ په تبريکو دي
منافق شيطان ترې تيښتي په ټوپو دي

د نومير ارمان پوره سو باندې وياړې
ان شأالله سي به سمبالې همه چارې

متحده ايالات ، کلفورنيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx