
د اسلامي امارت د مدیریت او منجمنټ چارې
د،ب،هيښ
ځينې خلک د افغانستان بانک ، برېښنا رياست او په نورو اداري څوکيو او منصبونو د مولوي صاحبانو په تقرر اعتراض کوي او دليل دا وايي چې د افغانستان بانک ريس خو د اقتصاد متخصص او د بريښنا ريس د برق انجنير نه دی، نو دا خو کار اهل د کار ته ونه سپارل شو.
دا نيوکه ډېره غلطه، بې بنياده او غير مؤجه ده.
مديريت او منجمنټ هم د نورو فنونو، حرفو او مسلکونو په شان يو تخصص او مسلک دی.
مديريت د يوې ادارې، اورګان، انستيتوت ، کارخانې او يا بلې توليدي – خدماتي مجموعې په مؤثره، معقوله او ګټوره توګه اداره کول، رهبري، تنظيم کول او انسجام دی چې د طرح شوي پلان مطابق ټاکل شويو اهدافو ته خپله مجموعه ورسوي.
د مديريت لپاره مديريتي تخصص، تجربه، وړتيا او تر ټولو مهمه سياسي تقوا او صداقت مهم فکتورونه دي، نه د نورو حرفو حرفه يي زده کړه او تجربه.
هر مسلکي کدر ښايي په خپل مسلک کې ډېر وارد او پوه وي، مګر په مديريت او منجمنټ کې هېڅ تجربه او لياقت ونه لري، نو حتمي نه ده چې مديريتي پوستونه بايد هغه مسلکي خلکو ته ورکړل شي چې د مديريت او منجمنټ په برخه کې نه معلومات لري او نه تجربه. همدا شان هر منېجر او مدير په يوه بله حرفه او مهارت کې ښايي بې سواده وي، کافي معلومات او د يوه عادي فني کارګر لياقت او مهارت ونه لري، نو ضرور نه ده چې د هغوی په فني کارونو کې مداخله وکړي.
طالبان د مديريت او منجمنټ په برخه کې ماهرين او متخصص دي، ځکه همدغه يې تحصيلي او تحقيقي رشته او کاري ساحه ده. دوی د مسلمانې ټولنې د ارشاد، د اقتصادي معاملاتو، د شر -فساد د ريښو ايستلو، مادي او معنوي لارښودنو، ديني او کلتوري ارزښتونو د ساتلو او ټولنه د اخلاقي، سياسي، اقتصادي، ثقافتي فساد نه د ژغورلو او په سمه لاره سوق کولو په برخه کې تحصيل کړې ده او د اسلام د دين اوامر، احکام، هدايات او مشورې يې زده کړې دي او د عملي کولو په فن او هنر يې ډېر ښه پوهيږي.
طالبانو په دا شل کاله مبارزه کې په نظامي، سياسي، ثقافتي او امنيتي برخو کې د خپل مديريت او منجمنټ وړتيا او ظرفيت وښود او په دومره تخصصي، زيرکانه او مدبرانه شکل يې دا مبارزه وچلوله چې د دنيا لوی ابرقدرت او څو څلوېښت ملګري اشغالګر يې په نظامي او سياسي ډګر کې په ګونډو کړل او په يوويشتمه پېړۍ کې يې د ملتونو د ازادۍ او استقلال غوښتنې نهال په خپلو وينو اوبه کړ، خو وچېدو ته يې پرې نه ښودلو او په يوه هېښوونکې او اعجاز امیزه توګه يې د اشغال سره د مقابلې او د ازادۍ -استقلال حاصلولو هدف مديريت کړ او کاميابۍ ته يې ورسولو.
ايا دومره لوی بری د يوه سالم، خارق العاده او عالي مديريت او منجمنټ ژوندی مثال نه دی؟
د طالبانو د اسلامي امارت په پخواني دور کې د وحشي اشرارو د وحشت نه وطن خلاصول ، د جاسوسانو او وطنفروشانو د ملک د تجزيې دسيسې شڼډول او د دوی ناولي ارمانو په خوا کې ور اچول، په ټول هېواد کې د کامل امنيت راوستل او هر افغان ته د اطميناني ژوند کولو محيط برابرول، د غلا، غصب، قاچاق، رشوت او اخلاقي فساد له منځه وړل، د مخدره موادو د کر، توليد، ترافيک، ذخیره کولو او تجارت ضد انساني کاروبار صفر ته رسول د يوه پروفيشنال او تخصصي مديريت ثبوت نه و؟
بناا په طالبانو د مديريت او د اداري تشکيلاتو په راس کې د ملا صاحبانو تقرر د امورو د چټکو، مؤثرو، مفيدو او د فساد نه خالي اجراأتو لپاره په دې وخت کې ډېر ضروري او حياتي کار دی چې بايد صورت ونيسي، تر څو د تپل شوې ادارې او نورو پخوانيو استبدادي واکداريو په شان يو تعداد فرصت طلبه، فاسد، نفس پرسته، خودخواه، جاسوس، وطنفروشه، غلام ذهنه او دين ،اولس، وطن ته خايين عناصر د متخصص ، کارپوه ، مسلکي او ماهر په نامه د چور، غلا ، فساد، اختلاس او قاچاق د ترويج، تقويې او پراختيا لپاره مديريت او منجمنټ په لاس کې وانخلي او د خپلو شخصي منافعو لپاره ټولنه لکه د پخوا په شان د تراژيديو او مصيبتونو ډګر ونه ګرځوي.
د اسلامي امارت د مديريت او منجمنټ او يا د امورو د اجرا پاليسي تر کومه ځايه چې زه اورم، لولم ،وينم او معلومات لرم، د اداري او مديريتي ماموریتونو انحصار او د نورو محرومول نه دي، بلکې په کراتو يې ټول صادق، ديندوسته، وطندوسته، اولسدوسته او انساندوسته متخصصين، علمي -فني کدرونه، کارپوهان او ماهرين د وطن د خدمت، ابادۍ، ترقۍ، رفاه او په ځان بسياتوب لپاره دعوت کړي او کوي يې، خو مهم شرط په کې دا دی، چې د مديريتي منصبونو د حاصلولو لپاره د مينيجرۍ د تخصص تر څنګ تقوا، صداقت، خدمت او تعهد بايد ولري او د شخصي مفاداتو -تمايلاتو او خواهشاتو په ځای ديني-ملي ګټو ته اولويت ورکول به په کې بارز او فيصله کوونکي رول لري.
په اسلامي امارت کې مديريت، څوکۍ او منصب امتياز نه دی، بلکې د حساب ورکولو په بنياد ماموريت دی، چې هدف ترې د ولس او وطن خدمت کول دي، نه باداري، عياشي، فساد (سياسي، اقتصادي،اخلاقي او فرهنګي).
نو ای دين، اولس ،وطن، استقلال او ټولنيز عدالت ته تږيو او غوښتونکو افغانانو!
د بې مورده اعتراضونو، بهانو او پلمو په ځای زموږ غمځپلي هېواد او مظلوم ولس ته د اسلامي امارت د ديني، ملي قيادت د الهي لورينې د طلايي چانس نه ګټه پورته کړئ او د خپلو فزيکي، علمي، تخصصي، فني، تخنيکي، تکنالوژيکي وړتياوو او ظرفيتونو په کار اچولو د وطن او ولس سره د مينې ادعا په عمل کې پياده او د خپل ولس د هوساينې او د افغانستان د ترقۍ او ابادۍ ارمان او خيال په واقعيت بدل کړئ. ان شاء الله دا وطن به اباديږي او د تاريخي استبداد، بې عدالتۍ او ظلمونو ټغر به ستاسو په اخلاصي فعاليتونو د ابد لپاره ټوليږي.
والسلام
طالبه وروره : زه په خپل مسلګ ګی دوکتورا لرم مسلګی استاد یم په یو خارج هیواد کیږ مدیریت کی نه یوازی جدا دیګری لرم بلکی تقریبا ۱۲ کاله تجربه لرم. دینی درسونه می تقریبا د وری دوری پوری لوستی نو چی سه لیکم مقصد یو سه اندازه ورباندی معلومات لرم. ستا خبره دیر درنشت ردوم زکه په مروج دینی معقول علوم یا منقول علومو کی ما ته د شهر سازی د مدیریت، Urban construction management يا مخابراتي مدیریت Telecommunication Management، یا هم د ترانسپورت مدیریت، Transportation Management، یا هم د مدیریت نورو سانګو په اروند مولوی صاحب یا قاری… نور لوستل »
یو بل اشرفغني یا حنیف اتمر یا حمد الله محب؟؟؟؟؟؟ چارواکي باید په شریعت پوه او تقواداره خلګ وي. پرواه نسته چي مسلکي پوهه په مرور د زمان زده کړي
یو تخصص دی بل تجربه ده قاری صاحب او مولوی صاحب د معدن، بانکداری، اداری او….. کی نه تخصص لری او نه تجربه. تخصص دوکتورا یا ماستری او تجربه حد اقل ۵ کاله. که بیا هم وایی جی کیژی ، نوکیژی جنابه چی تاسو د کابل میدان په دا تولو مولویانو او قاریانو نشی چلولای نو د تول ملک سستم خو دیره لیره ده. البته ستا په وچ زور کیزی لکه یو شخض چی د ماشام د دری رکعته فرض پر زای ۱۰ رکعته کوی او دلیل وایی چی زه یی کوی شم.
تقوی (پرهېزګاري) يا له الله تعالی وېره په زړه کې ښه شی دی، خو تقوی خپل ځای لري او مسلکي پوهه او اړونده زده کړې او کاري تجربه خپل ځای لري. ولباس التقوی ذلک خير واحسن تاويلاً انه من يتق ويصبر فان الله لايضيع اجر المحسنين خو دېته دې پام اوسه چې : ولقد اتينا داود وسليمان علما – وقالا الحمد لله فضلنا علی کثير من عباده المؤمنين ولقد اتينا داود منا فضلا يجبال اوبي معه والطير والنا له الحديد ولقد اتينا لقمن الحکمة که خبره په تقوی شي، نو څوک به له داود او سليمان عليهما السلام له پلار… نور لوستل »
په پښتوکى متل دۍ وايي ترکاڼى دبزو کارندۍ:انجنر انو کلونه کلونه تعليم کړۍ دۍ دغه بيسوادان که پوهيداى دخپل عمر په ټول دوران کى ترذکات اوخيرات چه دمعيوبواوبيوزلوحق دۍتيرنسول اوس به ملک ترقى وکى الله دى په خپل فضل داملک له دغوبيسوادو خلاص کى چه نه له دينه خبردى اونه له سياسته شل کاله خوواورته واچاوۍاوس نده معلومه چه بياڅه په کوى اسلام 40 مملکته فتح کړل دوى خودغه دخپل ملک خلق ټول پسى واخستل،عبدلواحداڅګزۍ
دا چي اسلامي امارت په مجموع کي افغان ولس ته جواب ویونکی دی نو دا یې حق دی چي خپلو سیاسی مرامونو ته وفاداره خلګ د مهمو موقفونو په راس کي وګوماري. دا چي یو عادي شخص راولاړیږي او حکومت ته وایي چي دا کس ښه سړی نه دی، دا بل ودروه. دا په حکومتي چارو کي مداخله ده. که حکومت داسي د هر چا په غوښتنه یو څوک مقرروي او ایسته کوي نو بیا د خدماتو د کمی او کیفي نقص مسئولیت هم باید ونه مني. او که چیري ولس د حکومتي مقرریو په پروسه کي مداخله ونه کړي… نور لوستل »
محترمه ستا کومه لیکنه چی ده دا د دولتی چوکیو د اشغال توجه نشی کولای ، دا منو چی په امارت کی هم یو تعداد پوه خلک شته او هغه هم د گوتو په شمیر چی اکثرا یی په دینی او اسلامی علومو کی دی ، دوی دی تول اسلامی بخشوننو کی خدمت وکری خو دنیا دیره پرمخ تللی ده متخصیصو کدرونو ته په مختلفو بخشونو کی ضرورت دی او هغه په رهبری سطح کی چی معقول او مسلکی تصامیم ونیسی او تطبیق یی کری نو وروره ملا او قاری ددی توان نلری.
هو هغه متخصص کادرونه چي د تیر حکومت د بې کفایته ادارې برخه نه وي پاته سوي او په خصوصي سیکټور کي یې خپله وړتیا ښودلې وي او د اسلام په پنځه بناوو او شپږو کلیمو و دوو امنت بالله په معیار مسلمانان وي. دا د کابل مداریانو د تخصص او دکتوراوو د ډګریو په مټ دا ۲۰ کاله کفار او د هغوئ لاسپوڅي تیر ایستلي وه. اوس غواړي چي ۲۰ کاله نور ملایان او طالبان هم خطا باسي. طالبانو ته په کار ده چي دا ټوله متخصصین، ډاکټران، انجنران، ډرت و لغت په خصوصي سیکټور کي امتحان کړي. هر… نور لوستل »
د پاکستان تعلیم یافته باید په ذربین کی وکتل شی هغوی د اسلام تر نامه لاندی کار کوی.سور امریکایی چی کافر وی خو کفر یی تولو ته معلوم وی مقرر کری خو حدود او شرایط ورته مشخص کری اما پاکستانی پشتون یا پنجابی مه مقرر کوی زکه دوی کی اکثریت فساد وی. ستا ددی خبری سره باالکل موافق یم چی تقوا داره مسلکی مقرر شی . کله چی د فیدرل کاسترو پر مخ ژره ووینم لا خوند راکوی نو تر واقعی مسلمان قربان شم تر ایمان یی قربان شم خو د پاکستانی پر ایماندارو دیر احتیاط کوی. د دوی په… نور لوستل »
د پاکستانه مو د راغلو څخه هدف هغه افغانان وه چي ډیر کوچني مهاجر سوي وه یا په پاکستان کي ځیږیدلي او بیا یې هلته درس ویلی. تر کومه پوري چي د تعلیمي نظام د کیفیت خبره ده، درته وبه وایم چي زما والد صاحب په افغانستان کي مکتب ویلی او لوړي زده کړي کړي وې. ما خپله په پاکستان کي تعلیم کړی وو. پر سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو به مو تل اختلافات وه. هغه پلار وو چي په استدلال کي به پاته راغلی نو وهل به یې هم کول. بالاخره د کرزي په حکومت کي دواړه افغانستان ته راغلو… نور لوستل »
نه دری کاله په پاکستان کی درس ویلی پیشور پوهنتون کی می درس لوستی کوییته کی اوسیدلی یم. پاکستانی پشتنو سره باید دومره احتیاط وشی لکه بنچابی سره. هغه افغانان جی هلته یی درس لوستی طالب دی دنده ورکر خو دیر دقیق دی تعقیب شی زکه پاکستان په مهاجرینو کی دیر زیات جاسوسان لری. که تاسو به شه خلګ یاست نور شته چی مور خرسوی یعنی وطن خرسوی