افغانستان

امریکايي الوتکو ننګرهار کې هوایي برید کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ وږی، ۱۴۰۰ل): د امریکا دفاع وزارت «پنټاګان» وایي، امریکايي الوتکو د افغانستان په ختیځ‌ کې د داعش ډلې د بریدونو یو طراح په نښه کړی او له منځه وړی دی.

د امریکا له مرکزي قومندانۍ څخه په همدې تړاو یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې امریکايي بي پیلوټه الوتکو په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې اړوند د بریدونو یو طراح باندې هوايي برید کړی او لومړني معلومات‌ ښيي، چې په نښه شوی هدف له منځه تللی دی.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې تر دې دمه د یاد هوايي برید په پایله کې ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر نه دی تر لاسه شوی.

د ننګرهار ځایي چارواکو که څه هم تر دې دمه د پېښې په اړه څه نه دي‌ ویلي، خو یو شمېر سرچینو «نن ټکی اسیا» ته وویل، چې برید د ننګرهار ولایت د مرکز «جلال اباد» ښار د شپږمې ناحیې اړوند «سیاف فامیلیو» سیمه کې پر یوه کور شوی.

تر دې دمه د یاد برید له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

دغه هوايي برید د کابل هوایي‌ ډګر مخې ته د وړمې ورځې تر هغو چاودنو وروسته کېږي، چې تر سلو ولسي وګړي یې ووژل او سلګونه نور یې ټپيان کړل.

په یادو بریدونو کې چې امریکا یې د داعش کار بولي، د امریکایي‌ مرین پوځ دیارلس تنه عسکر هم پکې وژل شوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن ګواښ کړی وو، چې د یادو بریدونو غچ به اخلي‌ او خپل اهداف به په نښه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx