افغانستانسولې اړوند خبرونه

قریشي: له افغانستانه د ډيپلوماټانو او د نړیوالو بنسټونو د کارکوونکو په ایستلو کې مرسته کوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ وږی، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي»‌ له خپل برتانوي سیال «ډومینیک راب» سره تلیفوني خبرې کړې دي او د نورو مسایلو تر‌ څنګ په افغانستان کې د روان حالت په اړه هم ورسره غږېدلی.

د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې تلیفوني‌ خبرو قریشي په افغانستان کې د سولې او ثبات تامین د ټولې سیمې او خپل هیواد په ګټه وباله او یاده یې کړه، چې پاکستان به د سولې په پروسه او د بشري مرستو په رسولو کې بشپړه مرسته کوي او باور لري، چې د افغانستان قضیه یوازې د یوه پراخ بنسټه سیاسي جوړجاړي له لارې حل کېدای شي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې پاکستان د افغانستان د روان حالت په اړه د نړۍ او سیمې له مهمو هیوادونو سره په اړیکه کې دی او له یاد هیواد څخه د ډيپلوماټانو، د سفارتونو د کارکوونکو او د نړیوالو بنسټونو د کارمندانو د ایستلو لپاره مرستې ته چمتو دی او لا هم دې کار ته دوام ورکوي.

دغه تلیفوني خبرې داسې مهال دي، چې افغانستان د طالبانو په ولکه کې دی او په هیواد کې د بهرنیو‌ ځواکونو نظامي حضور پای ته په رسېدو دی.

په تېرو څوارلس ورځو کې د ناټو غړو هیوادونو له افغانستانه خپل زرګونه اتباع، پوځيان او هغه افغانان چې له دوی سره یې همکاري کړې وه، وایستل چې شمېر یې له سل زرو اوړي.

دمکړۍ امریکايي ځواکونه د کابل هوايي ډګر د نظامي برخې په یوه محدوده ساحه کې پاتې دي او ښایي په راتلونکو ورځو کې په بشپړ ډول افغانستان پرېږدي.

ورته مهال طالبانو په بیا، بیا ډاډ ورکړی چې د ټولو سفارتونو کارمندان، بهرني اتباع او د نړیوالو مرستندویه بنسټونو کارکوونکي په پوره ډاډ سره خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

پروردگار عالم دی د علماوو پخی نه خویوی، امید دی چی الله ( ج ) مو پر خپل حال پرینگدی!

طوطی

دا لعنتی ته ولی طالبان څه نه وایی؟ قریشی تاجکستان ته د سفر په وخت د کاسا ۱۰۰۰ له پروژی پاکستان خارج کړ. د هغه لدی عمل سره به افغانستان ډیره لویه اقتصادی پروژه له لاسه ورکړی. هغه اوس وایی چی دا پروژه زمونږه په ګټه نده ځکه چی چین اوس موږه ته نوری ارزانه پروژی په لاره اچولی. طالبان تر اوس خبر هم ندی چی افغانستان کی څه تریږی.

یو بل مه سره وژنی

قریشی چی په هر قیمت وی طالبان یی باید پوه کری چی د دوی نمایندگی نشی کولای دیر سپین سترگی انسان دی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx