افغانستان

طالبان: د غور ولایت د ولسي وګړو د وژنې عاملینو ته به سخته سزا ورکړو

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۴مه ۱۳۹۳ل): طالبانو د هغو ۱۴ ولسي وګړو د وژنې په تړاو خواشيني څرګنده کړه، چې په غور ولایت کې د ناڅرګندو وسلوالو له لورې ووژل شول.

طالبانو په دې پېښه کې هر دول لاس لرل رد کړل او د حکومت تورونه یې له واقعیته لیرې وبلل.

وړمه شپه ناڅرګندو وسلوالو د غور ولایت مرکز چغچران څخه ۲۵ کیلومتره لرې درې مسافر وړونکي فلاینګ کوچونه ودرول او ۱۴ مسافر یې ترې ووژل.

د پېښې په تړاو د غور ولایت والي ویاند عبدالحی خطیبي ویل چې وسلوالو نوموړي د تذکرو تر ليدلو وروسته کوز کړي او وژلي دي.

دولتي چارواکو له پلټنې پرته دغه کار د طالبانو وګڼلو او زیاته یې کړه چې په دې پېښه کې وسلوال طالبان لاس لري.

دولت له دې وړاندې د ارګون په پېښه کې هم طالبان ککړ بللي ول.

طالبان وايي چې دوی دغه کار په کلکه غندي او له قربانیانو سره یې ځان په درد کې شریک ګڼي.

طالبان زیاتوي چې د دوی ملګري پوره کوښښ کوي څو عاملین یې ونیسي او د دغه ناوړه عمل په سزا یې ورسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x