افغانستان

د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل هوايي ډګر خلاص پاتې کېدل؛ بلینکن یې په اړه له خپل قطري سیال سره غږېدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶ وږی، ۱۴۰۰ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «انتوني بلینکن» له خپل قطري سیال «محمد بن عبدالرحمن ال ثاني» سره تلیفوني خبرې کړې دي او د افغانستان د روان وضعیت په اړه ورسره غږېدلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې تلیفوني خبرو کې دواړو لورو د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې او ټینګار وشو چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم باید د کابل هوايي ډګر خلاص پاتې شي، تر څو د نړیوالو مرستندویه مؤسسو کارکوونکي او نور خلک خپل سفرونه په عادي ډول وکړای شي.

بلینکن ددې تر څنګ له خپل قطري سیال مننه کړې چې له افغانستانه د امریکايي اتباعو، د سفارت د کارکوونکو او نورو کسانو په خوندي ایستلو کې یې مرسته کړې ده.

امریکا داسې مهال د کابل هوايي ډګر په خلاص پاتې کېدو ټینګار لري چې افغانستان د طالبانو په ولکه کې دی او بهرني ځواکونه له افغانستانه د وتلو په وروستۍ مرحله کې دي.

په تېرو څوارلسو ورځو کې د ناټو غړو هیوادونو له افغانستانه خپل زرګونه اتباع، پوځيان او هغه افغانان له هیواده وایستل چې له دوی سره یې همکاري کړې وه.

په تېرو دوو اوونیو کې د کابل هوايي ډګر د پلازمېنې په تر ټولو ګڼه ګوڼې لرونکې سیمه بدل شوی وو او لسګونه زرو کسانو هڅه کوله له بهرنیانو سره له افغانستانه ووځي.

اوس مهال امنیتي‌ ځواکونه د کابل هوايي ډګر په ملکي‌ او نظامي‌ برخو کۍ شتون لري او امریکایي ځواکونه د هوایي‌ ډګر په یوه وړه سیمه کې پاتې دي، چې ښایي په راتلونکو څو ورځو کې په بشپړ ډول ووځي.

طالبان وایي، کابل هوايي ډګر به د خلکو په مخ خلاص وي او خلک کولای شي له قانوني لارو د نړۍ هیوادونو ته سفر وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx