نظــر

اوسنی نظام هېواد څرنګه له اقتصادي کړکیچ څخه ایستلای شي!

لیکنه: کامران ملِک
د پوهنتون استاد او کابل مېشت اقتصاد پوه

تقریباْ لس ورځې دمخه د طالبانو اسلامي امارت مجاهدینو وکولای شول چې په ډیره اسانه توګه د افغانستان پخوانی جمهور رئیس محمد اشرف غني او ورسره ټیم یې د خپلې وظیفې څخه ګوښه او د کابل په شمول په ټولو ولایتونو کې خپل امارت په رسمي توګه اعلان کړي.

د خلکو د توقع خلاف طالبانو په اسانه توګه وکولای شول چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې امنیت تامین او د افغانانو د وژنو کچه صفر ته راټیټه کړي او خلکو ته په ښار او ټول هېواد کې په اسانۍ سره د ګرځېدو زمینه برابره کړي.

ددې ټولو مثبتو نقطو ترڅنګ چې د طالبانو اسلامي امارت عملي کړي، ځنې داسې مسایل شته چې که د طالبانو اسلامي امارت ورته توجه ونکړي نو ښایي چې افغانستان به په یو پیچلي اقتصادي ګرداب کې راګیر شي، د فقر کچه به ورځ تربله ښکته لوري ته لاړه او د بې کارۍ کچه به لوړه او افغانۍ به خپل ثبات او ارزښت له لاسه ورکړي.

د مسلکي، وړو او پوهو خلکو ګمارنې اړتیا:
پدې کې هیڅ شک نشته چې د افغانستان په اوسني وضعیت کې تیر پاشل شوی نظام بیرته په پښو ودرول او مخکیني وضعیت ته ګرځول اسانه کار ندی خو د وړو، مخلصو او باصلاحیته افرادو په ګمارنې سره یادو ستونزو ته حل لارې پیدا کول شونې ندي.

که ګمارنو ته راشو نو ویلاۍ شو چې د اسلام مبارک دین هم مسلمانانو ته لارښوونه کړې چې امانتونه باید اهلو خلکو ته وسپارل شي، په دندو باندې د وړو او باصلاحیته خلکو ګمارنه هم اهلو خلکو ته د امانتونو رسونه ده چې کوم اسلام مبارک دین یې خپلو پیروانو ته د لارښوونې په توګه وړاندې کوي.

د دیني ارشاداتو ترڅنګ د ګمارنو لپاره په اړونده برخه کې زده کړې ترسره کول، په همدغه برخه کې ښه تجربه او ښې لاسته راوړنې درلودل اړین دي. ددې ترڅنګ د مسلکي متعهد او په کارپوه خلکو درلودل هم خورا اړین دي ځکه په دنده کې یواځې ښه اوسېدل او صلاحیت درلودل ترهغه مفید ګڼل کیږي ترڅو چې متعهد او په کارپوه هېوادوال دې ډګر ته راونه دانګي او یاد کار مخته یو نه سي نو موږ اقتصادي پرمختګ نشو کولای.

په افغانستان کې لوږه:
اوسمهال مو د هېواد زیاتره وګړي له لوږې سره مخامخ دي او وچکالیو او د زراعتي محصولاتو کموالي دا ستونزه نوره هم زیاته کړې.

د خوړو نړیوال سازمان هم د یو اټکل له مخې افغانستان یو له هغه هېوادونو څخه بللی چې د نفوس دریمه برخه یې د لوږې له ستر خطر سره مخ ده او ملګري ملتونه زیاتوي چې په افغانستان کې د بشري او خیریه کارونو اجازه به ورته اسلامي امارت ورکړي.

مرکزي بانک:
لکه څرنګه چې د لیکنې په پیل کې مې د اقتصادي پرمختګ یادونه کړې وه همغه موضوع دلته مخته وړم. دا خو ټولو ته جوته ده چې د افغانستان په اقتصاد کې مرکزي بانک نه هېرودونکی رول لري، د افغانستان مرکزي بانک په حقیقت کې د هېواد د پولي سیاست جوړولو، د  نورو اسعارو مقابل کې د افغانۍ ارزښت ساتلو، د افغانستان د بهرنیو اسعارو زیرمې ساتلو او اداره کولو، د افغانۍ بانکنوټونو او سکې په مناسب مقدار کې چاپولو، د ټولو خصوصي، ملکي او تجارتي بانکونو او ورکړو کمپنیانو او شرکتونو ترمنځ د پل په توګه کار کولو  او هغوی ته د جواز صادرولو، د هغوۍ د تنظیم او څارلو او د دولت یا خپله د مرکزي بانک لخوا صادر شوي تضمینونو د لیږد لپاره د تادیاتو سالم او موثره سیستمونو ټینګ ساتلو او وده ورکولو دنده پر غاړه لري.

بانکي سکتور کې ستونزې:
تر دا دمه موږ په عملي بڼه ګورو چې په تیره یوه اونۍ کې د هېواد اقتصادي وضعیت له خورا ستونزو سره مخ شوې، افغانۍ د ډالرو مقابل کې ډیره ټیټه شوې او د خوراکي توکو او نورو اجناسو نرخونه ورځ تربله په لوړیدو دي. ددی ترڅنګ د افغانستان بانک ځنې لاسته راوړنې او خدمتونه خصوصاً چې په بریښنایي ورکړو برخه کې درلودلې هم په ټپه ولاړې دي. د زیاتره هېوادوالو او دولتي مامورینو معاشونه چې به د بانکونو له لارې ترسره کېده تر دا دمه په ټپه ولاړ دي، نه یوازې دا بلکه هېوادوالو مو چې پخوا خپل معاشونه د اتومات صرافۍ ماشینونو له لارې ترلاسه کول هغه هم د پیسو له کمښت سره مخ دي. په همدې ډول نور ټول بریښنایي ورکړو چینلونو نه هم استفاده بنده شوې چې د خلکو مالي اړتیاوې پوره کولو کې خورا ګټور تمامېده.

د بهرنیو مرستو ځنډیدنه:
یوه بله ستونزه چې په عملي بڼه بانکي سکتور او د هېواد اقتصاد ته زیانمن تمامیدای شي هغه زموږ هغه ذخیرې دي چې د هېواد څخه بهر امریکا، جاپان او نورو هېوادونو کې شتون لري، د افغانستان بانک تر ۱۰ میلیارده ډالرو ذخیرې له هېواد څخه بهر لري چې د امریکا د فدرال د زیرمو په بانک کې دي ګنګل کړي دي. نو ویلای شو چې د افغانستان مرکزي بانک دا مهال خپلو زیرمو ته لاسرسی نلري او همدغه راز د بهرنیو اسعار انتقال چې د افغانستان بانک پرې تکیه و، هم بند شوی دی.

د پېسو نړیوال صندوق هم ۴۵۰ میلیون ډالر چې ټاکل شوې وه همدا اونۍ افغانستان ته ولېږدول شي، ځنډولي دي. جرمني‌ هم اعلان کړی دی چې د هغو ۳۰۰ میلیون ډالرو ورکول یې ځنډولي چې ټاکل شوې وه افغان حکومت ته وسپارل شي. داسې ویل کیږي چې دغه مرستې کېداۍ شي د اسلامي امارت تر منل کېدلو پورې مشروطې شي.

د نړیوال بانک ورکړو ځنډیدنه:
د راپورونو له مخې نړیوال بانک په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو تمویل بند کړ، یاد بانک زیاتوي چې د افغانستان وضعیت سره په کتلو سره د افغانستان سره خپلې مالي مرستې او پولي پرداختونه د لنډې مودې لپاره ځنډوي.

حل لارې:
د افغانستان اسلامي امارات کولای شي چې یادې ستونزې په اسانۍ سره حل او د افغاني اسعارو حیثیت ساتلو ترڅنګ د مرکزي بانک رول او ځای وساتي. ځنې حل لارې په لاندې توګه دي:

–         د هېواد ګوټ ګوټ نه وړ، متخصص، باتجربه او باصلاحیته ټیم  مرکزي بانک کې ګمارل

–         د بانکي سکتور زر تر زره فعالول او ټولو بانکونو ته د اړتیا مطابق پیسې ورکول

–         د ډالرو مقابل کې د افغانۍ ارزښت ساتل

–         افغانۍ مارکیټ ته په یو تناسب سره توزیع او لیلام ته وړاندې کول

–         افغانۍ او ډالر د هېواد څخه د وتلو لپاره کوټلي ګامونه اخستل او یو میکانیزم ترتیبول

–         افغاني صرافانو او تجارانو سره ښې او مثبتې اړیکې ټینګول

–         په منظمه توګه د سرحداتو او ګمرکونو نه مالیات او عواید راټولو سره ملکي عایدات لوړول

–         بهرني هېوادونو نه د سود پرته مرستې اخستل او مناسب ځایونو کې مصرفول

–         شتمنو لپاره د تجارت مناسب فرصتونه او  تجارتي اسانتیاوې برابرول

–         بهرني شتمنو او تجارنو ته ډاډ ورکولو وروسته تجارتي اړیکې ساتل او ورته فرصتونه چمتو کول

په ټوله کې باید ووایو چې اسلامي امارت اوس داسې مرحلې ته ننوتی چې تر هر څه زیات مسلکي، وړ، باصلاحیته او تجربه لرونکو خلکو ته په هره برخه خصوصاً د مرکزي بانک او بانکي سکتور په برخه کې زیاته اړتیا لیدل کیږي. ددې ترڅنګ دوی ته پکار دي چې د افغانۍ د ارزښت او ثبات ساتلو په موخه قوي میکانیزمونه جوړ کړي ترڅو افغانۍ په اقتصاد کې د څرخ او تاوولو لپاره شتون ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx