نظــر

د تعلیم تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون د پام وړ!

عبیدالله فهیم

له هر څه وړاندې په هېواد د اسلامي امارت د بیا حاکمیت مبارکي ټولو مؤمنانو، په ځانګړي ډول د افغانستان مسلمان، مجاهد ملت ته وایم.
که څه هم د افغانستان قلمرو( ځمکې) ډېره برخه د فتنه ګرو او مفسدو ځواکونو د تسلط او حاکمیت نه تجرید شوه او هیواد مو د مجاهدینو د بې دریغه قربانیو په وسیله د الله په نصرت، الحمدلله فتح شو، مګر افکار اوس هم اشغال دي او فکري فتحه هم یو اشد ضرورت دی.

په عموم کې اشغالګرو چې کله هم په کومه سیمه منګولې خښې کړي، ورسره سم یې د اشغال د دوام او په اشغال شوي سیمه کې د خواخوږو د موندلو په موخه په فکري اشغال خپل فعالیتونه متمرکز کړي.

لکه په تیر کې، چې شورویانو به کله هم په کومه ځمکه په ځانګړي ډول په کوم اسلامي قلمرو ولکه ټینګه کړه نو د پوهنې په نظام د تسلط هڅه به یې کوله او په پار به یې خپل ټول فعالیتونه متمرکز ساتل، دا ځکه چې هغوی دیني عقاید او مذهب د خپل پرمختګ لپاره خنډ تعریفول او هڅه به یې کوله ترڅو ځوانان له عقیدې او مذهب څخه ګوښه وساتي او همدغه له دین، عقیدې او مذهب نا اګاه ځوانان د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره من حیث ابزار استفاده کړي، غربیانو هم چې کوم ځای په فوځي لحاظ اشغال کړی، هلته یي مذهب او دیني عقاید د خپل پرمختګ په وړاندې ګواښ بللي او د کمزوري کولو او محوې پلانونه یي جوړ او تر عمل لاندې نیولي، او د فکري اشغال لپاره يي هیڅ نوعه ځواک د کارولو نه دریغ ندی کړی، د دیني او مذهبي عقایدو څخه یي د ځوانانو د انزوا هڅه کړي او همدغه ځوانان یي بیرته د خپل ولس پرضد استخدام او ستفاده کړي.
کله چې امریکا په افغانستان یرغل وکړ، بوش اعلان وکړ چې لس میلونه کتابونه به افغان ماشومانو ته واستوو، چې پدې سره به د افغانانو راتلونکی نسل د پردیو نه، کرکه نه کوي، هماغه وه چې د امریکا لخوا د افغانستان تر اشغالولو وروسته څو ځله تعلیمي نصاب تبدیل شو.

اول ځل یي هغه نصاب له منځه یووړ چې د جهاد په کلونو کې د اسلام د اساساتو پر بنا په یوه سالمه اسلامي روحیه لیکل شوی وو. بیا د مجاهدینو د نصاب پرځای یې یو بل نصاب راوړ چې د جهاد او دفاع په اړه ټول مضامین او مفاهیم ورڅخه ویستل شوي وو، تر هغه وروسته یي بل نصاب عملي کړ چې په بشپړ ډول د(سیکولریزم) پر روحیه لیکل شوی او عیار شوي وو. په وروستي نصاب کې داسي ادبیات اومفاهیم ځای کړل شوي وي چې په شعوري ډول یي نوی نسل له اسلامي مفاهیمو او عقایدو څخه په داسي ډول لیرې کاوه او د غرب له فکري، اخلاقي او اجتماعي ارزښتونو سره یي اشنا کاوه چې هغوئ ورباندې پوه هم نشي.

د غرب مفاهیم لکه سیکولریزم، لیبرالیزم، ډیموکراسي، په غربي معیار بشري حقوق، له کفر او کافرانو څخه کرکه نه کول، له کفارو سره ګډ سولیز ژوند او نور ډېر غربي مفاهیم په نوي نصاب کې په ډېرې زیرکۍ او ماهرانه طریقې په تدریجي ډول ځای پر ځای کړل شو. او په مقابل کې یې ټول هغه مفاهیم له کتابونو څخه ووېستل شوه چې د نوي نسل پر اسلام د ټینګ پاتي کېدلو په مقصد د مجاهدینو د وخت په نصاب کې ځای پر ځای شوي وه.

نو د امریکایي اشغال ګرو په راتګ سره، یو نصاب کمزوری او فاسد شو، بل تر ډیره فاسد او ناکاره خلک د تدریس لپاره مؤظف شول، چې نتیجه یي د رڼا پرځای د جهالت او فساد خپریدل شول.

مسلمان عالم، سیاستپوه او فیلسوف، علامه ابن خلدون په مقدمه ابن خلدون کې په علومو د تسلط په اړه په یوه جمله کې لیکي ” په علومو جُهال مسلط دي، ځکه خو جهالت عموماً ښه په زور کې دی “. عیناً د شل کلن اشغال په مهال د مکاتبو، پوهنتونو حتی د جمهوریت تر تسلط او اغیز څخه متأثرو مدارسو نه د فارغ شویو زده کوونکو او محصلینو په فکرونو د فاسد او سیکولر نصاب، او د فاسدو تدریس کوونکو د توظیف په سبب د ربانیت پرځای مادیت او خواهش پرستي حاکمه شوه، چې همدې حاکم فکر په سبب دوې د خپلو اسلامي ارزښتونو پر خلاف د ډیموکراسۍ د ارزښتونو مدافعین جوړ شول، د خپل اسلامي او افغاني عرف په خلاف یي اروپایي، هندي او پنجابي عرفونو او څیرو ته ترجیح ورکړه او په خپل ځان یي عملي کړل، د خپل ولس، مجاهدینو، د خاوري او دیني شعایرو مدافعینو په خلاف یي د اشغال ګرو څنګ غوره کړ، په کُل کې د ابن خلدون د وینا مطابق پرته له محدودې استثنیویلي شو، چې شل کاله د اشغال تر سیوري لاندې د معارف او تحصیلات عالي له ادرسه د امریکا لاسپوڅي د کابل ادارې امنیتي لیکې تغذیه کیدلي، اربکیاناو خیاطانفارغیدل.

برعکس، د همیش لپاره، او په ځانګړي ډول د اوسني شل کلن اشغال په خلاف هغه طبقه مؤمنان چې په سالمه اسلامي مفکوره سمبال وه، د اسلامي شعایرو، ملي ارزښتونو، د هیواد د ارضي تمامیت او ولس څخه د دفاع او حمایت کلک سنګرونه پاتي شول او پدې لار کې یي هر نوعه تکلیفونو او مشکلاتو ته ټټر ووهه، قرباني یي ورکړه، که څه هم د امکاناتو له اړخه نهایتاً کمزوري وه او دښمن هم تر ډیره همدا طبقه د خپلو ظالمانه او له وحشته ډکو ګذارونو لاندې هدف نیول.

نو یوځل بیا د اسلامي امارت په حاکمیت سره اشد ضرورت دی، ترڅو نصاب او مدَّرسینو کې ژور اصلاحات رامنځته شي. مساجد، مکاتب، پوهتنونونه او مدارس بیرته د اسلامي شعایرو، ملي ارزښتونو او ملت څخه د دفاع په فکر د تربیت او روزنې پیاوړي مرکزونه وګرځي، ترڅو زمونږ د راتلونکي نسل هر فرد د اسلامي شعایرو، ملي ارزښتونو ولس څخه د دفاع سرښندونکي اتلان وروزل شي، چې په دې سره به په عموم کې د هیواد په سطحه، په ولس کې ایجاد شوي خلا، ویجاړی، فساد، بي اعتمادي، اخلاقي انزوا اواجتماعي مختل شوی امنیت همبیرته اعاده، ترمیم اوفوق العاده لوړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx