نظــر

استخبارات د یو هېواد په بقاء، قوت او پرمختګ کې بارز نقش لري

عزام حقاني

استخبارات او راز داري په جنګي میدان کې هغه مهم عناصر دي چې په وجه یې یو ملک، تنظیم او ډله د بري عوامل په اساني سره مخته وړلای سي، د دښمنانو له پلانونو او سازشونو څخه په وخت خبرېدلی شي.

د استخباراتو اهمیت نه یوازي په اوسني عصر کی مهم و بلل سو، بلکه خیر البشر صلی الله علیه وسلم څه باندي څوارلس سوه کاله پخوا فرماییلی دي چې:( الحرب خدعة)( محمدعثمان احسان)
معمولاً د هر هیواد له پاره د یاد سکتور فعال لرل ډېر اړین دي.
استخبارات د نظام د ملاتیر او سترګې بلل کیږي.
چې مهم ښاخونه او د هغوی دندې یې په لاندې کرښو کې بیانوم:
لومړی:  خارجي استخبارات چې دنده یې په بهر کې د خپل هیواد ګټې خوندي کول.
دویم: داخلي استخبارات چې مسؤولیت یې  د کور دننه په ټولو چارواکو او د دوی د چارو جدي پاملرنه.
دریم: په خپل هیواد کې د بهرنیو استخباراتي شبکو د فعالیت شنډول.

زمونږ په څېر هیواد چې تازه د اشغال له ځیځیر څخه یې د خلاصون ساه اخیستې، خو لا هم د اشغالګرو زیات مخفي او جاسوسي ګروپونه پکې موجود دي او پراخ فعالیت لري.

بنآء!  استخباراتي ارګان باید جدي او بیداره شي ځګه د هر چا راسره کار دی، ګاونډیان مو ناځوانه، ولس مو بېچاره، جنګ او فقر ځپلی ډېری سياسيون مو د بهرنيانو له پاره اوس هم په دندو بوخت دي.

د ډېرو دښمنانو او دوه مخیو دوستانو لرونکي یو باید چې دا سکتور مو بیخي پیاوړی وي.

د یو کار په اړه چټک غبرګون ښودلو وړتیا ولري.

د بهرنيانو له خوا د پلان شویو چارو په مقابل کې خپل ګټور او عملي پلانونه ولري.

سردار محمد داود خان په استخباراتي برخه  کي سختې کمزورتياوې لرلې چې باالاخره  د ځان، کورنۍ او هيواد د تباهۍ لامل شوې.

د کفارو تعصب، دښمني او تېز تحرکات، زموږ غفلت، بې پرواهي او د مسؤولیت نه احساس  ته چې ګورم فکر نه کوم چې دغه د شهیدانو د قربانیو په بدل کې حاصل کړی اسلامي نظام، امن او د هېواد استقلال دې تر ډېره دوام وکړي.

عامو افغانانو او مسؤولو چارواکو!!
که غواړئ چې خپلواکي مو خوندي، د دښمنانو  استخباراتي توطیې شنډې او په هېواد کې امنیت تأمین وي؛ نو هر دریم نفر مو باید د نظام لپاره استخباراتي دنده پر مخ یوسي.

د هر نظام پر اوږو دا دروند پېټی شته چې د هیواد په سطحه  پیاوړی د استخباراتو نظام د هیواد ګوټ  ګوټ ته خپور او له هېواد بهر خارجي استخباراتي نظام جوړ کړي څو په داخل او خارج دواړو ځایونو کې د خپل هېواد او خلکو ساتنه وکړي او  تخریبي چارو مخنیوی له وخته وړاندې وکړي.

استخبارات د یو هېواد په بقاء، قوت او پرمختګ کې بارز نقش لري؛ نو استخبارتي اداره دِ د دولت ټول لؤړ رتبه او ټیټ رتبه مُهم کسان تل تر خپل نظر لاندې ساتي.
همدارنګه د استخبارتي معلوماتو او کسانو ارزښت باید ډېر لؤړ ؤټاکل شي، که د کوم جاسوس د ژغورولو لپاره د سلو نظامي کسانو قُربانۍ ته اړ تیا شوه؛ نو دولت دِ دا سودا پرته لۀ ځنډه قبوله کړي.

د واکمن هر ګام، هره کړنه او فعالیت خامخا باید د استخباراتي راپور د معلوماتو په رڼا کې تر سره شي.

د سلطان صلاح الدین رحمه الله د بریا راز د ده د استخباراتي ارګان په قوت او ځیرکتیا کې وه.

د ټولې صلیبي دنیا فوځي، اقتصادي، جاسوسي، مذهبي او کلتوري یرغل یې په یوازې ځان، خو د علي بن سفیان د پرمختللې جاسوسي دستګاه په توسطه ناکام کړ او د مسلمانانو ټولې نېول شوې سمیي په شمول د بیت المقدس یې ترې ازاد او خپلواک کړل.

‏بنآء د ا ا ا د استخباراتو د څانګې مسؤولین دې شپه او ورځ په ځان یوه کړي؛ څو هغه کړۍ کشف کړي الف: چې پرون یې دلته په ښکاره او علني توګه د اسلام، مسلمانانو او د ا ا ا په خلاف مقابله کوله، نن د پردې تر شا د پرون په نسبت تېز لګیا دي د ا ا ا په خلاف سازشونه او دسیسې جوړوي.

ب: د تېر رژیم ډېرو کسانو دولتي موټر، اسلحې، نور بېلابېل اجناس او پیسې پټې کړې، ځینو خو آن له وخت څخه په استفادې دولتي موټرو ته شخصي جعلي پلېټونه او اسناد جوړ کړي او بیا خرڅ کړي دي، د استخباراتو مسؤولین باید له همدغ خلکو څخه د بیت المال د اموال تسلیمي وکړي.

ج: په ځینو ولایتونو کې دښمن د پردې تر شا د تسلیم شویو فوځي کسانو انسجام پیل کړی دی، غواړي چې له دې لارې څخه یو ځل بیا چریکي او غلچکي جګړه د داعش تر نوم لاندې پیل کړي، چې څرک یې په خوست کې را ښکاره شو.

د: د کابل هوایي میدان کې د داعش له نوم څخه په استفادې د امریکا پرونی برید موږ ته دا راښيي چې امریکا د تېرې شل  کلنې جګړې نوعیت بدلوي، او استخباراتي جګړه پیل کوي،  همدغه حمله او هم په خوست کې پر مجاهدینو چریکي حملې باید په راتلونکي کې زموږ د لا ښې بیدارتیا لامل شي؛ که چیرې موږ داخلي استخباراتي پیاوړتیا ولرو نو هره بهرنی سازش او توطیه به وار له مخه خنثی کولای شو.

د دې کار د پیاوړتیا لپاره ضروري ده چې د تېز او ځیرک دماغ خاوندان چې د تقوا، اخلاص، اهلیت او علم په ګېڼه سمبال وي وګمارل شي او د نوو کسانو پر جلب او تربیت فوري او عاجل کار پیل شي.
دندې دې کاملاً د وړتیاو په تناسب وویشل شي نه د وجاهت او د شناخت پر بنسټ.

الله دې نه کړي!
که د نظام امنیتي( استخباراتو)برخې مجاهدین بې پروا، له کار سره نا اشنا او کهاله وي؛  په قسم سره وایم چې دلته به د ډول ډول فتنو دروازې خلاصېږي او دا ملت به په خپله غیږ کې رانیسي او په یو بل ناورین کې به یې اچوي.

د باثباته، غښتلي اسلام حاکمیت د استحکام په هیله!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
داكتر م. جلال

بسم الله الرحمن الرحيم بارك الله فيك و جزاك الله خيراً! دير دير دير موضوع ته دى اشاره وكره. دير ضروري او دير حياتي مسئله ده. بلكل بلكل، په دي مسئله كى بايد دير جدي او مسلكي او عصرى تكنالوژي سره سمبال او دحالاتو د جديت مطابق، د الله سبحانه وتعالى په عون او نصرت سره زخت جدى پاملرنه او اقدامات بايد وشي. نبي كريم صلى الله عليه وسلم سره له دى چى الهي وحى ورته نازليدل، خپل استخباراتي ترتيبات او كسان درلود چى دير مثالونه يي مونژ سره موجودى دي. والله چى دا نوي نعمت چى الله سبحانه وتعالى… نور لوستل »

ګل احمد

هغه واکمن رژیمونه پر خپل ولس باندي څار کوي، کوم چي د ولس سره په چل کي وي او په ځان خاري وي (هغه اردو متل دی چي د غله په ږیره کي خاشه بنده ده). اوبل د استخباراتو کار څار دی نه بابایي. دا چي و هر ارګان ته خپل جاسوس د پلار په صفت ورمعرفي کوي، د تحصیلاتی ادارو امتیازي چوکۍ لري. د ملي ګټو د تعین واک لري نو دا استخبارات نه دي سم دم پلرونه دي. پیاوړي ټولني هغه دي چي حکومت د ولس په رازونو ځانونه نه خبروي بلکه خپل رازونه د ولس سره شریکوي.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x