افغانستان

د اشرف غني د یو ساتونکي په ګډون کابل ښار کې ۸ تنه غله لاس په لاس ونیول شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ وږي، ۱۴۰۰ل): په کابل ښار او شاوخوا سیمو کې د غلو او نا مسئولو وسله والو پرضد د امنیتي ځواکونو د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې تیره ورځ د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې کې د اشرف غني د یو ساتونکي په ګډون ۸ تنه غله لاس په لاس نیول شوي دي.

نن ټکي اسیا ته د رسېدلو معلوماتو له مخې د غلو دغه اته کسیزه ډله پرون د شنبې په ورځ(۶ وږي) ماسپښین یوه بجه د پنځمې امنیتي حوزې اړوند «قلعه کاشف» او کوټه سنګي ته څېرمه «سرای هراتي» سیمو کې د پغمان د ملي امنیت مدیریت اوپراتیفي ځواکونو لخوا نیول شوې ده.

د ملي امنیت ځواکونو  له دغې ډلې څخه دوه عرادې غلا شوي موټر او څو پايې کمپیوټرونه او ځیرک موبایلونه (چې د یو خصوصي مخابراتي شرکت وو)هم ترلاسه کړي دي.

د پغمان د ملي امنیت یوې سرچینې د نوم نه څرګندولو په شرط نن ټکي اسیا ته ویلي چې په نیول شوو غلو کې د سیف الله د اشرف غني ساتونکی او د هغه ورور حشمت الله د ملي امنیت پخوانی کارمند هم شامل دي.

د غلو دغه اته کسیزه ډله او له هغوی څخه ترلاسه شوي موټر، لیپټاپ کمپیوټرونو او نورو وسائلو سره یوځای د لا زیاتو څېړنو په موخه د کابل  امنیه قومندانۍ ته سپارل شوې ده، چې دا مهال ورڅخه څېړنې روانې دي.

ویل کیږي چې وسله والو غلو له یاد مخابراتي شرکت څخه ۶ عرادې موټر، ۱۲ پایې لیپټاپ کمپیوټرونه، ۳ پایې پرنټرونه، ۱۲ ځیرک موبایلونه او ۳ مونیټرونو په ګډون د ملیونونو افغانیو په ارزښت توکي غلا کړي دي.

په کابل کې د «اسلامي امارت» د نظام په حاکمیت سره د غلو او اختطافونو ګراف تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی او کابل ښاریان د امنیت د ټینګښت او د جګړو د نشتون له کبله په امن فضاء کې خپلې ورځنۍ چارې سرته رسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد د. جلال

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله چى الله سبحانه وتعالى افغان ولس ته بيرته إسلامي إمارت ورنصيب كرل چى غله إن شاء الله په داره او ورك اوعام خلك إن شاء الله په أمن او أمان كى به ژوند وكري.
رازو دغلو په باره كى:
نو جى رئيس يي لكه موگك غوندى دونه ملي شتمنيو سره وتختيد چى په طياره كى نه زايده نو ساتونكى به خا مخا د شركوتونو په غلاگانو كى بايد دخيل وي!
اعوذ بالله: دغلو، مفسدينو او وطنپلرونكو حكومت به له چا نه جور شيوى واي؟ اعوذبالله

محمد صالح

دغه اشرفغني پخوا مستقیماً افغانان لوټل. اوس یې د خپلو نفرو په مرسته افغانلوټني ته دوام ورکړی دی. طالبان ورونه دي خوا نه بدوي. داسي ښکاري لکه د دوئ ځیني مشران چي په شخصي چوکاټ کي د غني او نورو پخوانیو مفسدینو سره جوړ وي. د دې خبري څرګند څرک د ګل آغا شیرزي او د اشرفغني د ورور د بیعت کړنه وه د اسلامي امارت سره. ډیری عام مسلمانان خو د بیعت په مفهوم نه پوهیږي. دا یوازي د اسلامي فقهي، اسلامي تاریخ او احادیثو متخصصین پوهیږي چي بیعت د یوه منتخب، برحاله او بامسئولیته مقامي یا قومي رهبرلخوا… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx