نظــر

دا زموږ حق دی«د ښځو د حقوقو په اړه د يوې افغانې مېرمنې غږ»

مدينه محتاط

د ۱۴۰۰ هجري شمسي کال د اسد مياشتي په ۲۴ نيټه چې د ۲۰۲۱ ميلادي کال د اګست مياشتې د ۱۵ مې نيټې سره سمون خوري
په کابل باندې د طالب د حاکميت سره وار د مخې په کورنيو او بهرنيو رسنيو، کې د مېرمنو د حقونو دعوه کونکو ادارو او شخصيتونو غوغا جوړه کړه چې طالب دې د مېرمنو د حقونو درناوی وکړي، يا د طالب يو ځل بيا حاکم کېدل به د مېرمنو د حقونو لپاره ګواښ وي.

د امارت اسلامي له وياندويانو، لوړ پوړو چارواکو، سياسي شنونکو او علماء کرامو څخه هر ځلې دا پوښتنې ډېرې مطرح کيږي چې په راتلونکي کې به طالبان د مېرمنو سره څنګه چلند کوي د هغوی د تعليمي، کسبي او شخصي حقوقو درناوی به کوي که نه؟

دوي ته به په سياست کې ونډه ورکولی شي که نه!؟
پوښتنه داده چې بهرني هيوادونه يا ادارې په ځای ددې، چې د افغانستان د غريب ولس بغير د کوم امتيازه مرسته وکړي، په سياسي او اقتصادي کمزوریو کې يې ملاتړ وکړي، د سولې په راوستلو کې چټکه ونډه واخلي همدومره لکه څنګه چې د مېرمنو په حقوقو درديږي او غږ پورته کوي دغه شان، د عامو کونډو، يتيمانو د خوراک څښاک، لباس، کور او تعليم لپاره هلې ځلې وکړي
ولې همدا يوه دعوه او حق يې له مرۍ ټينګ نيولی!؟

دوی رښتيا د افغانستان ټولو مېرمنو ته د هغوی د عقيدې او هيوادني کلتور سره سم د تعليم او کسب د حقوقو غوښتونکي دي
که په خپل شخصي کلتور سنبال، تعليم، عقيده او ازادي په افغانستان کې د ځينې خاصې طبقې لپاره عام کول غواړي؟

ايا افغانۍ مېرمنې همدغه مېرمنې دي کومې چې د شرعي نظام، حجاب او په اسلامي ارزښتونو سمبال تعليم نه بغاوت کوي او خپله شخصي ازادي او فردي ګټې خپل حق ګڼي؟

که افغانستان!!!

مسلمانې ، مجاهدې او غيرتمندې مېرمنې هم لري؟
داسې مېرمنې چې په يوه ګوله مړۍ او په يوه خاورينه کوټه راضي وي خو د خپل مجاهد ورور، پلار، خاوند تر څنګ په مېړانه او غيرت ولاړې وي.

ايا هغوی حق نه لري؟
يا هغوي افغانۍ نه دي؟
يا هغوی انسانانې نه دي ؟
تعليم، علم ، ادب، هنر سوکاله او پر امنه ماحول، د خپلې عقيدې او هيوادني کلتور سره سمه ازادي لکه څنګه چې يو مسلمان افغان نارينه ورته اړتيا لري او سالم حق يې ده همدغه شان ټولې افغانې مېرمنې هم ددې هر څه اړتيا لري او هم يې د حصول لپاره استعداد او هيلې لري.

خو بدبختانه چې د همدغو خلکو په موجوديت کې کوم چې نن سبا دبشر ، د مېرمنو ، د ماشومانو د حقوقو دعوې کوي او طالب ( چې د همدې ولس جزء ده) ددې ټولو د حقوقو تلف کونکی ګڼي، په افغان ولس باندې د ټولې نړۍ له لوري زياتی شوی وو, دوي ترهګر ، وحشيان او بد چلنده معرفي شوي وو په هغه وخت کې دغه حقوق پوهان او حقوق ورکونکي چېرته وو، چې په تجاوز کوونکو يې غږ کړی وی، چې د جنګ او د يوه مسلمان ولس د اشغال کولو په دې اتحاد کې د هغوی د مېرمنو او ماشومانو حقوق پايماليږي!

خو نن چې طالب په نړۍ واله سطحه د خپلې ازادۍ ګټونکی ځان ثابت کړ.
نو خپل دين، عقيدې او هيوادني ارزښتونو ته د ژمن نظام پوره په پوره حق لري، چې په ضمن کې يې په افغانو مسلمانو مېرمنو لازمه ده چې د طالب دغه توصیه/ امر ومني چې د خپلې عقيدې او کلتور په حجاب او حياء ځانونه سنبال کړئ او دا ازادي ورکوي چې تاسې به د خپل هنر په، کارولو وکولی شئ چې خپل اقتصادي او تعليمي وضعيت ته د شرعي نظام په سيوري کې ترقي ورکړئ.

همدغه اصول او چوکاټ ولې حق تلفي ده؟

نو، نړۍ والې ادارې او بهرني هيوادونه دې نور په دې پوهه شي!
او دا دې ومني چې افغان ولس مسلمان ولس دی، مسلمانې مېرمنې خپل سالم حق له خپلو مسلمانانو غواړي او حاصلوي يې، هغوی دا د خپل ايمان لپاره عار ګڼي چې پردي کافر او پردي کلتور ته د خپل حق د غوښتلو ځولۍ وغوړوي.

د مېرمنو د حقوقو ادارې وپوهوئ!
افغان مېرمنې يواځې هغه نه دي چې د يو څو روپيو د معاش په بدل کې د خپل مسلمان مجاهد ورور په مقابل کې تاسې ته بغارې وهي.
د پردو تر شا، د ميډيا له سکرين نه پټې داسې مسلمانې مېرمنې ناستې دي چې د اشغال په دې کرغیړن دور کې چې مجاهدين له هر لوري شکنجه کېدل شړل کېدل سپک کېدل دوی یې د مور، خور، لور او مېرمن په حيث د هغوی سره په دې جهادي بهير کې مستقيمې ولاړې وې، نه يې تبليغاتو عقيدې ور باطلې کړې او نه يې زحمتونو او خواريو ګاللو په خپل قسمت ناشکره کړې.

نن سبا د هغوی يواځينۍ هيله د خپلواکۍ او اسلامي بيرغ هسک رپيدل دي چې تر چتر لاندې يې ورور، پلار او خاوند په اسلامي ثقافت سمبال تر کوره روغ وويني!

په دې شل کلنه دوره کې، په کثير تعداد سره افغانيو مېرمنو ،نجونو په مکاتبو، پوهنتونونو او مدارسو کې زده کړې، کړې دي چې ځينې يې شرعي قانون او پرده د خپلو اعلی زده کړو لپاره خنډ ګڼي، خو که په کثير تعداد سره نه وي هم، ځينې مېرمنې داسې لرو چې د هغوی تربيت په اسلامي اصولو برابر په پښتنو کورنيو کې شوی او د ژوندانه اکثره حصه يې د خپل دين اسلام په زده کړه او پرې عمل کولو کې تېره کړې، هغوی کولی شي چې په خپلو ايماني او هنري هڅو سره، د يوې پر مختللې، سليقه مندې اسلامي ټولنې بنياد کېږدي.

زموږ هيواد له اوږدې جګړې او ستومانۍ نه وروسته د امن او ارامۍ ساه اخستې، پرېږدئ چې د يوه سوچه اسلامي نظام تر سيوري لاندې، هر وګړي ته انصاف ورسيږي د خپلې عقيدې او غوښتنو سره د سم نظام په وجود کې خپل ځانونه وويني!

نور بس کړئ
په يوه او بله دعوه د افغان ولس د ځورونو بهانې مه لټوئ!
موږ له خپل دين سره ازاد پرېږدئ
دا زموږ حق ده!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx