نظــر

اردو او د طالبانو د سنګر اتلان بايد څه شي؟

عبدالمالک همت

لکه چي څرګنده ده د حق او باطل جګړه نه ختمېدونکې ده او تر هغه مهاله به روانه وي چي د لوی څښتن سبحانه وتعالی خوښه وي او دا هم جوته ده چي د باطل او د هغه د پالونکو ځانګړنه او د هغه د ځواکونو خصلت هغوى تل په يوه نامه او بل نامه د حق او حق پالو په وړاندي طغيان، جنګ او جدل ته وربولي، نو د حق خاوندان اړ دي چي د باطل او باطل پالو له تېريو څخه د حمايې او خوندي کېدو او د ناسمو د سمون لپاره ځان ته قوي ځواک ولري. ځکه نو لوى څښتن د حق خاوندان ګومارلي او موظف کړي دي چې د باطل د خاوندانو په زړونو کې د وېري اچولو او د حق پر مورچلو باندي د دښمنانو د تېريو د مخنيوي په موخه ځانته قوي ځواک سمبال کړي او پوره پوځي چمتو والى ولري، لوی څښتن فرمايي:

وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِنْ دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تُظْلَمُونَ (60)[الانفال : ۸ : ۶۰].
ژباړه: او (اى مسلمانانو!) تاسي د هغو (ستاسي د دښمنانو کوم چي ستاسي او ستاسي د دين د له منځه وړلو لپاره هلي ځلي کوي) د مقابلې (او مبارزې) لپاره تر هر هغه ځايه چې کولای سئ، ډېر زيات ځواک(عقلي او بدني قوت؛ افراد، تجهيزات، ډول ډول وسلې او نور) برابر او چمتو کړئ او (له دې جملې څخه) هغه اسونه چي د الله په لار کي مو ساتلي دي(چي تاسي ته د هغو سره په جګړه کي په ښه درځي) برابر کړئ. چي په هغو سره د الله دښمنان او خپل دښمنان (هغه کافران چي تاسي ته د کړاوونو د رسولو لپاره سترګي پرلار دي)ووېروئ.

همدا راز په هغو سره له دوی پرته هغه نور دښمنان هم ووېروئ چې تاسې ته تر اوس نه دي معلوم (او له هغي دښمنۍ څخه چي ستاسي په اړه يې پټوي خبر نه لرئ)، بلکي يوازي الله هغوی پېژني (او له هغو خبرو څخه يې چي په زړونو کي يې پټوي الله خبر دی).

او تاسي چي د الله په لار کي هر څه (هرڅومره شته، د جګړې وسايل او نور)ولګوئ( لږ وي که ډېر) د هغو بشپړ مکافات او ثواب به (په دنيا او آخرت کي) در کول سي او ستاسي سره به هيڅکله ظلم ونه سي(او د دغه لګښت له ثواب څخه به هيڅ شى کم نه سي، ځکه نو د الله په لار کي د شتو لګولو ته ور ودانګئ).

څه تفسيري شننه:
وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ (اودهغو د مقابلې لپاره تر هر هغه ځايه چي کولای سئ، ډېر زيات ځواک برابر کړئ).
په دې کي ټول هغه صنايع او فابريکې چي ډول ډول وسلې او جنګي وسايل، لکه توپ، زغرې لرونکي شوبلې، جنګي الوتکې او چورلکې، سمندري بېړۍ، ډول ډول توپکان او داسې نور پکښي جوړيږي او داسي سياست پر لار اچول چي د مسلمانانو د پرمختک لامل سي او جنګي تمرينونه ټول راځي.

وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ (او هغه اسونه چي د الله په لار کي مو ساتلي دي برابر کړئ. چي په هغو سره د الله دښمنان او خپل دښمنان ووېروئ.
لکه چي څرګنده ده دغه علت، يعني د دښمن وېرول هغه مهال په اسانو کي موجود وو او حکم پر خپل علت مبتني دى او هر کله چي علت وجود ولري حکم به هم وي. نو که داسې يو شى موجود وي چي دښمن تر آس ډېر ځني وېريږي، لکه لرې ويشتونکي توغندۍ، ټانکونه، شوبلي، جنګي الوتکي او چورلکي او داسي نور چي د جګړې لپاره جوړ سوي دي او د دښمن په زړه کي ډېره تره اووېره اچوي، نو بايد د دغسي نوو او زياتو وېروونکو او دښمن ځپونکو وسايلو د برابرولو کوښښ بېخي ډېر وسي.

وَآخَرِينَ مِنْ دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ (او په هغو سره له دوی پرته هغه نور دښمنان هم ووېروئ چي تاسي ته اوسنه دي معلوم ).
پر دې بنسټ پر ټولو اسلامي حکومتونو باندي واجب باله سي چي پر دوى باندي د هر تېري کوونکي او د دوى هيوادونو ته د هر تمه کوونکي پر ضد د جګړې او مقابلې لپاره ډول ډول دفاعي ځواکونه برابر کړي، ځکه دوى له دې پرته ضعيف او بې واکه کيږي او دښمن ته پر دوى باندي تېرى آسانه کيږي.

لنډه دا چي په دې آيت کي ټول مسلمان امت ته يو ابدي او تل تر تله حکم دى چي د اسلام او مسلمانانو د عزت او شوکت د خوندي ساتلو په موخه د هر راز دفاعي پوځي ځواک د برابرولو لپاره کار او هلي ځلي وکړي. قرآن کريم د ” ځواک“ د عام لفظ په کارولو سره فرمايلي دي چي جګړه ييز چمتو والى يوازي دا نه دى چي مسلمانان دي کومه ځانګړې وسله ولري، بلکي هر وخت چي کوم ډول دفاعي ځواک په کار او ګټور وي، هغه مهال د هغه ځواک ترلاسه کول د مسلمانانو فريضه ده. ځکه نو په دې کي ټولي نوي وسلې او آلاتهم شامل دي او هغه ټول اسباب او وسايل هم شامل دي چي د مسلمانانو د ټولنيز، اقتصادي او نظامي پرمختګ لپاره اړين وي.

د خواشينۍ ځاى دى چي نن مهال مسلمانان له خپلي دغي دندي او فريضې څخه بې خبره سوي دي او د نورو ولسونو لاس ته ګوري او د هغو تر اغېزي لاندي راغلي دي. لوى څښتن دي موږ له دې ناوړه حالت څخه وژغوري.

ښه، په هر ترتيب اوس بايد د اسلامي امارت مشران په دې اړه د خپلو اسلامي دندو په رڼا کي څه وکړي؟

زموږ د وسلوالو امنيتي او دفاعي ځواکونو ټول تشکيلات الحمد لله جوړ دي، صرف دومره غواړي چي جدي پاملرنه ورته وسي، اصلاحات پکي راسي، ټول منسوبين يې له سرتېري او ساتونکي نیولې تر جنرالانو پوري په خپلو خپلو ځايونو کي وټاکل سي او ورسره سم هغه د اسلام او هيواد د ننګي د سنګر طالب اتلان ، چي د هر ډول قدر او درناوي وړ سرتېري دي ټول د وسلوال پوځ په ليکو کي د هغو د وړتياوو سره سم د سرتېرو، افسرانو، صاحبمنصبانو او جنرالانو په توګه ځای پر ځای سي. څه رتبې او اعزازي القاب چي لازم وي ورته ورکړه سي، له نورو عسکرو او صاحبمنصبانو څخه يې يونيفورم بېل او ځانګړی وي او په عين حال کي د زده کړو په اړوندو مراکزو کي د اړوندو عسکري زده کړو زمينې هم ورته مساعدي سي. خو يوه خبره په ټينګه کوم چي په پخوانيو او طالب سرتېرو کي چي هر څوک د ناوړو چارو او د خلکو سره د بد چلند مرتکب سوي وي او يا کېږي سمدستي دي له دې سپېڅلي مسلک څخه منفکېږي.

پاته سولد ډول ډول جګړه ييزو وسايلو د صنايعو او فابريکو خبره، په دې اړه دي د ملي دفاع وزارت په اډانه کي يو لوی رياست ورته تشکيل سي چي لومړي ټول هغه وسايل او امکانات چي موجود دي بيا ورغوي او دنده ورته وسپارل سي چي د وسلو د فابريکو د جوړولو او د حربي ټکناوژۍ د ترلاسه کولو بېلابېل څېړنيز کميسيونونه او ادارې رامنځ ته کړی او کرار کرار په دې اړه لازم موفقيتونه او برياليتوبونه تر لاسه کړي، دا چاري ډېري آساني دي خو عزم او همت غواړي.

والسلام.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx