افغانستان

کابلوف: مسکو باید د افغانستان له «نوي حکومت» سره اړیکې ولري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ وږي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی «ضمیر کابلوف» وایي، هیواد یې اړ دی چې د افغانستان له نوي حکومت سره اړیکې جوړې کړي.

اسپوتنیک خبري اژانس د کابلوف له خولې ویلي، چې روسیه له تېرو اتو کلونو راپدېخوا له طالبانو سره اړیکې لري‌ او همدا لامل وو، چې په افغانستان کې وروستي‌ بدلونونه ډير اندېښنه پاروونکي نه وو.

ده وړاندې زیاته کړې، چې مسکو اړتیا لري د افغانستان له نوي حکومت سره اړیکې جوړې کړي «موږ باید د افغانستان له نوي وضعیت او نوي حکومت سره اړیکې جوړې کړو.»

کابلوف داسې مهال د افغانستان له نوي حکومت سره د اړیکو غځولو ته لیوالیتا ښيي، چې افغانستان د طالبانو په ولکه کې دی او ښایي راتلونکو څو ورځو کې د هغوی له لوري نوی حکومت اعلان شي.

طالبانو تر دې وړاندې هم په بیا، بیا ټینګار کړی چې د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د سیمې او نړۍ له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي‌ او چا ته اجازه نه ورکوي‌ چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو خلاف وکاروي.

طالبانو له ټولو هیوادونو غوښتي، چې ډیپلوماټیکې اړیکې ورسره پرې نکړي‌ او د افغانستان له ولس سره مرستو ته دوام ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

You’re just a dirty man. You have been since the time of Dr. Najibullah and you know well about it. Why he you kicked you out?

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx